د ایران د بهرنیو چارو ورزیر نن د پاکستان له صدراعظم سره کتلي
د ایران د بهرنیو چارو ورزیر محمد جواد ظریف نن په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي دي. د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو مسئلو خبرې شوې دي. ظریف په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوې چې په دې وروستیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، جواد ظریف پرون اسلام اباد ته د رسېدو پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو د هغه څه په وړاندې ګامونه پورته کړي چې نوموړي له ایران سره د امریکا د زور او تاوتریخوالي چلند وباله. Читать дальше...