Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2019

Новости за 07.05.2019

Mashaalradio.com 

نیاز خان د حمزه بابا کلام اوروي

نیاز خان وايي، دی د پېښور یوازنی موسیقار دی چې د سرمنډل په نوم اله غږوي. نوموړی په دې ویډیو کې له سرمنډل سره د امیر حمزه خان شینواري کلام وايي.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: فراه کې د طالبانو د مخدرو موادو لابراتوارونه ویجاړ شوي

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په فراه کې د تېرې یکشنبې په ورځ په هوايي حملو کې د وسله‌والو طالبانو د مخدرو موادو ۶۸ لابراتوارونه ویجاړ شوي او ۱۵۰ وسله‌وال وژل شوي دي.  د دفاع وزارت ویاند په‌دې عملیاتو کې د ملکي وګړو وژل کېدو خبر رد کړی دی.  رویټرز خبري اژانس نن د مې په اوومه، د دفاع وزارت په حواله دا خبر خپور کړی دی. د یکشنبې په ورځ علمیات د فراه په بکوا ولسوالۍ کې شوي دي. د بکواه ولسوال عبدالغفور مجاهد ویلي چې په عملیاتو کې زیات ملکي وګړي چې په هغو لابراتوارونو کې یې کار کاوه، وژل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې نن بیا پیل شوې، په الوتکو بار امریکایي ستره بیړۍ فارس خلیج ته داخله شوه، د اسراییل او غزې اړیکي کلونه وروسته خورا ترینګلي شوې او دا به هم دلته وګورئ چې فیلان د تایلند پاچا ته څرنګه درناوی کوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

په کوټه کې اسیايي امن فلمي مېله کېږي

د کوټې د ساینس او ټیکنالوجۍ په پوهنتون کې د جون د ۱۷مې نیټې څخه د ایشین پیس فلم فیسټیول په نامه یوه میله کېږي چې د بلوچستان په ګډون به ورپکې د پاکستان د نورو برخو او اسیایي هېوادونو فلم جوړونکي خپل فلمونه د ننداری لپاره وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

لغمان چارواکي: د الینګار امنیه قوماندان له ۳ پولیسو سره ووژل شو

د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ امنیه قوماندان، عارف سادات او درې نور پولیس نن، د مې په اوومه، ووژل شول. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي، نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا کسان د قوماندانۍ ودانۍ ته نږدې په چاودنه کې ووژل شول.  په پېښه کې څلور پولیس زخمیان شوي دي. د پېښې مسئولیت لا کومې ډلې نه دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

پکتیا چارواکي: د پولیسو یو موټر په ماین الوتی ۴ پولیس یې وژلي

په پکتیا کې نن د مې په اوومه، د پولیسو یو موټر په ماین الوتی او څلور پولیس په‌کې وژل شوي دي. دا پېښه د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې شوې ده. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره عملیات پېل شوي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په تخار کې د طالبانو په حمله کې ۷ پولیس وژل شوي

چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن د مې په اومه سهار وختي د تخار د پولیسو پر یوه پوسته حمله وکړه چې اووه پولیس په کې وژل شوي دي. حمله په خواجه بهاو الدین ولسوالۍ کې شوې ده. د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري دا خبر تأیيد کړی دی. هجري د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو طالبانو ته هم تاوان رسېدلی دی.  خو د هغوی د تلفاتو دقیق رقم نه دی څرګند شوی. وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي.  له بله پلوه د افغانستان د سولې عالي شورا نن بیا پر حکومت او طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي.... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د یوه وژل شوي سرتېري د کورنۍ حال!

په ارزګان ولایت کې د یوه وژل شوي سرتېري د کورنۍ حال! دغه کورنۍ چې مخکې یې خورا ښه ژوند درلود، اوس ترشنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي. یاده کورنۍ په ملي پولیسو کې د علي په نوم د يو وژل شوي سرتېري ده چې وسله والو طالبانو وژلی دی.

Pa.azadiradio.com 

له مصنوعي پښې سره د سید الرحمن نڅا او خوشحالي

د دې نڅا او خوشحالیو تر شا د ۵ کلن سید الرحمن دردوونکی داستان پروت دی. د ازادي راډيو خبریال شفیع کریمي په دغه راپور کې د سید الرحمن ژوند انځور کړی دی. ویډیو: لېمه هادي اېډېټ: شفیع کریمي

Mashaalradio.com 

پاکستان: د لاسپوڅو د مذهبي همغږۍ ډرامه

د پاکستان کراچۍ ښار کې د لاسپوڅو له لارې ماشومانو ته يوه ډرامه ښودل شوې چې پکې د مينې، سولې او مذهبي همغږۍ تبليغ شوی دی. تېسپيانز نومې تهېټر ددې ښار په ۱۱ نورو بې وزله سيمو کې د دغسې ډرامو وړاندې کولو اراده لري.

Mashaalradio.com 

د شترمرغ په غوښه روژه ماتی او پېشمنی

په کراچۍ کې یوه خیریه اداره غریبو روژه دارو ته پېشمني او روژه ماتی لپاره نایابه او خواږه خوراکونه برابروي. دغې ادارې د لومړي پېشمني لپاره روژه دارو ته د شترمرغ له غوښې جوړ خواړه ورکړل. تفصیل د رویټرز په دې ویډیو کې چې ظفرخان اېډیټ کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د سوک‌وهنې ځینې لوبغاړې ونازول

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مسؤلین وايي چې د سوک‌ وهنې هغه لوبغاړې يې ونازول چې افغانستان ته يې له بېلابېلو سیالیو نه مډالونه راوړي وو. د دې کمېټې اجرائیوي رئیس داد محمد پاینده اختري نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "زموږ پروفشنل لوبغاړي وتوانېدل چې په دُبۍ ښار کې په عربي سیال غالب شي همدا شان زموږ دوهم لوبغاړي هم د جمناسټیک په برخه کې په پاکستان کې په دوستانه سیالیو کې بریاوې خپلې کړي او درې د سروزرو، دوه د سپینو او یو د بُرنزو مډال يې وګاټه." نوموړي وویل چې د لوبغاړو نازول د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هوتک: د احمد شاه ابدالي په کرکټ سیالیو کې نجیب ترکي ۶۷۰ منډې کړي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د احمد شاه ابدالي د کرکټ په څلور ورځنیو یا فرسټ سیالیو په لړ کې تر دې دمه نجیب ترکي په پنځه سیالیو کې ۶۷۰ منډې جوړې کړي او د جدول په سر کې ځای لري. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د نجیب ترکي ترڅنګ شاهدالله بل هغه منډه جوړونکی دی چې په پنځه سیالیو کې يې ۶۱۰ منډې کړي او د نومرو په جدول کې يې دوهم ځای خپل کړی دی. همدا شان د دې سیالیو د توپ اچونکو په نوم‌لړ کې بیا ظاهرخان چینه مین د ۳۰ وېکټو په اخېستو لومړی او ظهیر د ۲۹ لوبغاړو په سوځېدو دوهم ځای خپل کړی دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

مشرف بنګش: د پښتنو د منظم خدمت لپاره مې موسيقۍ ته مخه کړې

د پښتو ژبې ځوان سندرغاړی مشرف بنګش وايي چې غوښتل يې د يوې منظمې لارې د پښتنو خدمت وکړي او د ده په اند موسيقي ورته مناسبه لاره ښکاره شوه. نوموړي د مشال راډيو خپرونې ((له اسحاق خان سره هنري بنډار)) کې وويل چې ټولې سندرې يې د پښتنو او وطن په اړه دي.

Mashaalradio.com 

د ضمانت ردېدو پس نواز شریف بیا زنداني کېږي

د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د مسلم ليګ ن رهبر نواز شريف به د شپږو اونيو له ضمانته پس د مې پر اوومه نېټه ماسخوتن مهال د لاهور په کوټ لکپت زندان کې ځان پوليسو ته وسپاري.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus