Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2019

Новости за 20.05.2019

Mashaalradio.com 

مخ پر زياتېدونکې ګراني: حکومت ته د اپوزېشن خبرداری

د پاکستان اپوزېشن ګوندونو حکومت ته خبرداری ورکړی چې د اقتصاد سمولو لپاره دې پر خلکو فشار نه اچوي. دوی غوښتي چې د جون په مياشت کې اعلانوونکي کلني بجټ کې دې پر خلکو ټيکسونه نه لګي او د شيانو نرخونه دې کنټرول شي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

د تاجکستان په یوه زندان کې ۲۹ بندیان او ۳ عسکر وژل شوي. ډونالډ ټرمپ وايي چې جنګ به د ایران رسمي خاتمه وي. د اوکرایین ولسمشرولادمیر زیلینسکي لوړه وکړه او پارلمان یې منحل اعلان کړ. په بلجیم کې د ږیرورو او بریتورو سیالي وشوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

خوست کې ګڼ مشکوک مجرمان نیول شوي

خوست کې پولیسو په جرمونو ککړ شل تورن کسان له پنځلس توپنچو او کلاشینکوفونو او له یوه اندازه نشه يي توکيو سره نیول شوي دي.

Mashaalradio.com 

ریاستې اهلکاران دې له ولس سره چلند سم کړي: پي ټي اېم

بېګا شپه د بلوچستان پښتني سیمې په چمن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او ځايي خلکو لاریون وکړ او په خپلو ویناګانو کې یې غوښتنې کولې چې ریاستي ادارې دې د پښتنو پرضد جبر او ناسمه رویه ختمه کړي. دغه احتجاج ته د ټیلیفون په لار د وینا په وخت د پي ټي اېم مشر منظور پشتین ویلي د ریاستي ادارو دوه مخه پالیسیانې نورې د منلو وړ نه دي. د احتجاج نور حال د ډیوه راډيو په رپوټ کې

Pa.azadiradio.com 

د زر بي بي شپږ پولیس اولادونه وژل شوي

د زر بي بي شپږ اولادونه د پولیسو په لیکو کې وژل شوي دي. دا د غزني د اندړو ولسوالۍ د برېمځو د کلي اوسېدونکې ده چې دا وخت یې کورنۍ د غزني مرکز ته څېرمه په توحید اباد سیمه کې ژوند کوي. ویډیو: حبیب الرحمن تاثیر اېډېټ: لېمه هادي




Mashaalradio.com 

هزاره ګانو د خپل کلتور ورځ لمانځلې

د مې پر ۱۹مه په اسلام اباد کې هزاره ګانو د کلتور ورځ ولمانځله. غونډې ته لسګونه هزاره ګان ورغلي ول چې په ویناګانو کې یې خپلې ټولنې ته ورپېښو ګواښونو په ګډون د خپل ژوند او کلتور په اړه هم معلومات ورکړل. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

فاریاب کې بې ځایه شوي کورنۍ د روژې سختې ورځې تېروي

په فاریاب کې د ناامنیو له امله له دوه سوو درېشو زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي. دا بې ځایه شوي کورنۍ چې د فاریاب ولایت له دولت‌اباد ولسوالۍ څخه د شبرغان ښار ته را کډه شوي دي، د روژې سختې ورځې تېروي. ویډیو: عالم رحمانیار ایډیټ: لېمه هادي

Mashaalradio.com 

د بریدونو له وېرې د کابل ځېنې میندې بچي وړکتون ته وړي

د اپرېل پر ۲۰مه وسله والو په کابل کې د مخابراتو وزارت پر ودانۍ برید وکړ. مینه ګل هلته په یوه ریاست کې کار کوي. دې ژر منډې کړې او نېږدې وړکتون ته ورغلله چې خپله دوه کلنه لور وژغوري. نوموړې د رویټرز اژانس په ویډیو کې د هغې ورځ او تر هغې وروسته د کارکوونکو میندو د وېرې حال بیانوي.

Mashaalradio.com 

اپوزيشن له اختره پس د حکومت پرضد راوځي

د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن په ګډون په پاکستان کې ډېری اپوزيشن ګوندونو له اختره پس د پارليمان دننه او دباندې د حکومت پرضد د احتجاج پیلولو اعلان کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

افغان پولیسو په کندهار کې درې غلچکي بریدکوونکي ووژل

افغان پولیسو تېره شپه د کندهار ښار په بېلابېلو حوزو کې درې غلچکي بریدکوونکي ووژل. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راديو ته وويل: "لومړی دوه تنه بريدکوونکي د کندهار په لسمه امنیتي حوزه کې د پوليسو پر ګزمې برید وکړ، خو د پولیسو د مقاومت په نتیجه کې یو برید کوونکی ووژل شو او دوهم وتښتېد، خو دوهم بریدګر بيا په دولسمې امنیتي حوزې کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا محاصره او وویشتل شو. درېیمه پېښه په لومړی امنیتي حوزې کې وشوه." ښاغلي بارکزي وویل، درېیم بريدکوونکي هم داسې مهال ووژل شو چې د پوليسو پر تلاشۍ یې د بريد هڅه وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو کارکوونکی یو کتاب!

یو کارکوونکی یو کتاب! دغه کمپاین د کابل ښار په دولتي ادارو کې د کتاب او مطالعې د ترویج په هدف د کلیو او پراختیا وزارت د انسټيټيوټ د کارکوونکو له خوا د "راځئ له کتاب سره مهربانه ووسو" په شعار سره پیل شو. شفیع کریمي په دې اړه راپور چمتو کړی. ویډیو او اېډېټ: شعیع کریمي

Pa.azadiradio.com 

فراه چارواکي: د سړو خونو نه موجودیت د تولیداتو بیې راټیټې کړي

د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، بهر ته د صادارتو د نه صادرېدو او په‌دې ولایت کې د سړو خونو د نه موجودیت له امله د تولیداتو په بیو کې ټیټوالی راغلی چې د دې ولایت بزګران يې اندېښمن کړي دي. د دغې خونې مسؤل حشمت نورزاي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اساسي اندېښنه دا ده چې د حاصل په را رسېدو سره به د توکو بیې د تېرکال په څېر راټیټې شي. دی وايي: "یوه ستونزه دا ده چې توکي بهر ته نه صادریږي، ان یوه کیلو پیاز موږ په یوه افغانۍ پلورل، سړې خونې نشته باید ورته جدي پاملرنه وشي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات سوداګرو ته د بانکونو له لارې د ډالرو نه ویشل ستونزې زیږولي

د هرات سوداګرو ته د بانکونو له لارې د ډالرو نه ویشل ګڼې ستونزې رامنځ ته کړې دي. د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر سعد خطیبي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه اقدام له تېرو څو میاشتو د ډالرو د قاچاق د مخنیوي په هدف ترسره کېږي. دی وايي: "څو میاشتې کېږي چې دا ستونزه موجوده ده دلیل دا ښودل کېږي د ډالرو پیسې له افغانستانه بهر انتقالیږي او دا سوداګرو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي دي." نوموړي وویل، د سوداګرو تر ډېره راکړې ورکړه په ډالرو دي، خو کله چې بانکونو ته ورځي له زر ډالرو ډېر نه‌شي اخېستلی. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus