Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2018

Новости за 31.03.2018

Mashaalradio.com 

مصرۍ ښځه ناروغ خاوند په شا ګرځوي

په مصر کې څور ورځې وړاندې د ولسمشرۍ لپاره انتخابات تر سره شو. پر دې مهال یو دلچسپه کیسه دا وه چې یوې مېرمنې خپل ناروغه خاوند د رایې اچولو لپاره په شا ور وړی وو. نور په دې ویډیو کې وګورئ

Mashaalradio.com 

ننګرهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره د ملاتړ غونډه

په جلال آباد کې د ختیځو ولایتونو په سلګونو کسان د افغانستان د هلمند پرلت کوونکو او په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ننګه راټول شوي دي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ذبیح الله غازي ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان ولسمشر خپل زوی د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وټاکه

د ترکمنستان ولسمشر خپل زوی د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه ټاکلی دی. قربان قلي بيردي محمدوف د یوې اعلامیې په خپرولو سره رسماً خپل زوی سردار د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وټاکه. سردار بيردي محمدوف ۳۶ کلن دی او د روان کال د مارچ میاشتې په لومړیو کې د رأیو په نتیجه کې یو ځل بیا د ترکمنستان د پارلمان د حقوقي چارو د کمېټې د یوه غړي په توګه وټاکل شو.  ۶۰ کلن قربان قلي بيردي محمدوف له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې، د ترکمنستان ولسمشر دی. د دولت منتقدان او د بشري حقونو فعالان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان چارواکي د داعش د څو وسله والو د وژلو او نیولو خبر ورکوي

د جوزجان چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د افغان او نړیوالو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په نتیجه کې، څو تنه داعش وسله وال وژل شوي او یا یې ژوندي نیولي دي. د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې چې په درزاب ولسوالۍ کې وشول، درې داعش وسله وال وژل شوي چې یو یې پاکستانی وګړی دی او د دې ډلې درې ازبکستاني غړي اسیر شوي دي. په دې وروستیو کې په جوزجان ولایت کې د داعش وسله والو د فعالیت د ډېرېدو راپورونه ورکړل شوي وو، خو افغان چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې طالبانو د مخابراتي شبکو ۹ انتنونه سوځولي

د اروزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۹ انتنونه سوځولي چې ورسره سم مخابراتي شبکو هم خپل فعالیتونه په ټپه درولي دي. د ولایت مقام ویاند دوست محمد نایاب د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ د لویې لارې پرسر مرچې سیمه کې د بېلابیلو مخابراتي شبکو دغه ۹ انتنونه له تېرو دوو ورځو راهیسې سوځولې دې. نایاب وایې، په سوځول شویو مخابراتي انتنونو کې ۴ د افغان بیسم،... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کندهار په ميوند کې شااوخوا ۴۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغان ځانګړو ځواکونو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې شااوخوا ۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي دي. ښاغلي دراني د دې عملیاتو د لاسته راوړنو په اړه وویل: "په دې عملیاتو کې ۳۰ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي ، نهه تنه مشکوک کسان نیول شوي چې تر پلټنې لاندې دي، په عملیاتو کې د ترهګرو ۱۰ پټن ځایونه او یوه د تېلو ذخیره له منځه وړل شوي دي." وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ضيا الدين وايي زما خوب رښتيا شو

د ملالې يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي مشال راډيو سره په مرکه کې ويلي چې سوات ته تللو سره نېمګړي ارمان يې پوره شو. ده وویل هر کال به سوات ته راځي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په بدخشان کې د ۲ چینایي اتباعو په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د دوو چینایي اتباعو په ګډون ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.  د دغو چارواکو په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جرم ولسوالۍ په فرغامیرو او آب راغک سیمو کې افغان ځواکونو عملیات تر سره کړي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي، د کوکچه ۱۸ په نوم عملیاتو کې ۱۳ تنه وسله وال مخالفین ټپیان شوي هم دي. د ښاغلي رضایي په خبره، په جرم ولسوالۍ کې څو کلي له وسله والو مخالفینو تصفیه شوي دي.  که څه هم افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ سوریې ته د څه باندې ۲ سوه میلیونو ډالرو مرستې د ځنډولو امر کړی

امریکایي چارواکي وایي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې پر سوریې د څه باندې دوه سوه میلیونو ډالرو په ارزښت مرسته وځنډوي. دا سپارښتنه داسې مهال شوې چې د ولسمشر ټرمپ اداره د سوریې په شخړو کې د امریکا متحده ایالاتو رول له سره ارزوي. پر سوریې د مرستو د ځنډولو خبر لومړی ځل وال سټریټ ژورنال د مارچ پر ۳۰ مه یوه ورځ وروسته له هغه ورکړ چې ډونالد ټرمپ ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات ډېر ژر له سورېې څخه وځي. ډېری نورو امریکایي او نړیوالو رسنیو د مارچ پر ۳۱ مه د امریکایي چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې یوه ځوان خپل یوه خور وژلې او یوه بله یې ټپي کړې

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ ناوخته یو کس خپل یوه خور په مرموز ډول وژلې او یوه بله یې ټپي کړې ده. د والي ویاند دوست محمد نایاب نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه کس موسی کلیم نومېږي چې د ترینکوټ اړوند درآب شان سیمه کې چې د وسله الو طالبانو تر ولکې لاندې ده خپل خور وژلې ده. نوموړی وايي، د پېښې لامل د کورنۍ تاوتریخوالی دی او په خبره یې چې د یاد کس د نیولو هڅې یې پیل کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د وسلو د خرڅلاو په اړه د کابلوف نظر دروغ وباله

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د امنیتي ځواکونو د وسلو د خرڅلاو په تړاو د روسي چارواکو نظرونه د دروغ او ګنګوسې بولي. د کورنیو چارو وزارت د پالېسۍ معینیت مرستیال شاه ولي صافی وايي، د افغانستان په هېڅ کومه سیمه کې د داسې پېښې بېلګه نه ده لیدل شوې. دی وایي: "دا کاملاً کاذب نظر دی، زموږ امنیتي ځواکونو که وسلې پلورلای، دومره قربانۍ یې نه ورکولې، دا د منطقې سیاست دی چې خپل حریف باید بدنام کړي، دغسې یو مثال هم نه لرو، په هېڅ ځای کې." د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، د افغان ځواکونو وسلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملاله یوسفزۍ خپل پلرني ټاټوبي سوات ته تللې

د سولې د نوبل جاېزې ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ تر پنځه نیم کلونو وروسته په خیبر پښتونخوا کې خپل پلرني ټاټوبي سوات ته تللې ده. دا په داسې حال کې ده چې ملاله یوسفزۍ تېره چهارشنبه تر اوږدې مودې وروسته، له خپلې کورنۍ سره یوځای پاکستان ته تللې ده. نوموړې پاکستان ته تر تګ وروسته د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد له صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د کابینې له غړو سره ولیدل او په یوې غونډه کې یې د وینال پر مهال په ژړغوني غږ وویل: "دا یې د ژوند تر ټولو خوشحاله ورځ ده چې خپل هېواد ته تللې ده." د راپورونو له مخې،... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus