Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2018

Новости за 10.03.2018

Mashaalradio.com 

ګلالۍ اسماعيل ته د سختدريځۍ ضد جايزه ورکړل شوه

ريچ ال ويمن ان وار يا په جنګ کې ټولو ښځو ته د رسايي په نوم سازمان د مارچ پر ۱۰مه نېټه په لندن کې د خېبرپښتونخوا د صوابۍ ګلالۍ اسماعيل ته د انا پولېټکوسکايا نومې جايزه ورکړه. دا جايزه هغه چاته ورکول کېږي چې په جنګ ځپلو سيمو کې د سختدريځۍ پرضد مبارزه کوي. له ګلالۍ اسماعيل سره زموږ همکار اسرار عالم مومند ويډيوي مرکه کړې.

Mashaalradio.com 

قلعه سيف الله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ويلي چې دی او ملګري يې د پښتنو د بې عدالتي وژنو او بې درکه کسانو د موندلو لپاره راوتلي دي. نوموړي نن د بلوچستان په قلعه سيف الله ضلع کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال دا خبره وکړه. دې ولسي غونډې ته يو شمېر مدني او سياسي فعالانو هم ويناوې وکړې او پښتنو ته د ورپېښو ستونزو پر هوارولو يې ټينګار وکړی.

Mashaalradio.com 

پاکستان کې ټولنه او سختدريځي

د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست د مشال راډیو اوونيزې خپرونې ((ټولنه او سختدريځي)) په روانه برخه کې په پاکستانۍ ټولنه کې د سختدريځۍ پديدې ته کتنه شوې ده. دا چې په پاکستان کې عام ولس يا ټولنه تر کومه کچه سختدريځه ده يا سختدريځۍ ته مايل ده. ټولنه او سختدريځي روانه خپرونه پر همدې موضوع راڅرخي. دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ولایت کې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاين پیل شو

په کندهار ولایت کې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاين پیل شو. د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو کمپاین د سې شنبې په ورځ د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې پیل شو او تر دې مهاله پکې لسګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده. د ژېړۍ ولسوال جمال الدین ازادي راډیو ته وویل چې ۱۲۰ جریبه ځمکه یوازې په ژېړۍ ولسوالۍ کې له کوکنارو پاکه شوې او دا کمپاین اوس هم دوام لري.

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د ۷ میليونو افغانیو په ارزښت د پروژو چارې پیل شوې

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوت کې نن شنبه د ۷ میليونه افغانیو په ارزښت د ۱۱ پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې. د ارزګان ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعيد د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال رسنیو ته وویل چې د دغو پروژو لګښت د ولسي تړون پرګرام له خوا ورکول کېږي. نوموړی وايي، دغه پروژې د کلیوالو خلکو له لورې پلې کېږي. په ورته وخت کې خلک هم له دولته خوښ دي او د ورته نور پروژوغوښتنه کوي.

Pa.azadiradio.com 

مسؤلین: د هيروئينو د قاچاق په تور ۱۱ تنه نيول شوي

د هيروئينو د قاچاق په تور ۱۱ تنه نيول شوي دي. له نشه يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا کسان چې په جلا جلا توګه يې غوښتل یو اعشاریه ۴۲۸ کیلو ګرامه هیروئين په خپلو خېټو کې د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه ډیلي ته انتقال کړي، د پولیسو له خوا ونیول شول او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته وسپارل شول. د ښاغلي موحد په وینا، پنځه تنه نور قاچاق وړونکي د هېواد له څلورو ولایتونو څخه د ۱۶ کیلو ګرامه هیروئينو، ۱۲ کیلو ګرامه تاریاکو... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

تېرکال په ننګرهار کې د مخدره موادو ۳۷ قاچاق وړونکي نیول شوي

په تېر یوه کال کې په ننګرهار ولایت کې ۳۷ کسان د سلګونو کیلو ګرامه نشه يي موادو د قاچاق په تور نيول شوي دي. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار پولیسو د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۳۷ تنه د ۱۵۶۸ کیلو ګرامه بېلابېلو نشه يي موادو په تور نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې سپارلي دي.  ښاغلی مشرقیوال وايي چې ننګرهار د نشه يي موادو د قاچاق په لاره بدل شوی او ډېری نشه يي مواد له ګاونډیو هېوادونو څخه دې ولایت ته قاچاق کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې دوه تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي

په کابل کې دوه تنه د لسګونو کیلو ګرامه نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو پر مهال په کابل کې ۱۷۳ کیلو ګرامه چرس ونيول چې په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو. دوی غوښتل چې دا مواد له کابل څخه دباندې قاچاق کړي، خو د پولیسو له خوا د کابل په دسپیچري سیمه کې ونیول شول.

Pa.azadiradio.com 

هندوستان او فرانسه د اټمي انرژۍ یوه ستره بټۍ جوړوي

هند او فرانسیې خپلو کې د هند په سمندر کې د پوځي همکاریو د پراخولو او د اټمي انرژۍ د یوې سترې بټۍ د چټکې جوړونې تړون لاسلیک کړی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټمي انرژۍ د تاسیساتو د جوړونې دا تړون مهم بلل کېږي. تمه ده چې دا تاسیسات به د هند په لوېدیځ جیتپور کې جوړ شي چې څه کم ۱۰ زره میګاواټه برښنا به تولیدوي. منتقدین وايي، هغه سیمه چې دا اټمي بټۍ پرې جوړېږي، زلزله لرونکې سیمه ده. د پوځي همکارۍ هغه تړون چې نن په نوي ډیلي کې د هند صدراعظم نریندرا مودي او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ترمنځ لاسلیک... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ستاسو سیمه کې هم د 'خوسي' لوبه کېږي؟

"خوسی" یوه کلیواله لوبه ده چې پخوا به په ډېريو پښتني سیمو کې د ځوانانو ترمنځ کېده، خو اوس ډېره کمه شوې ده. د افغانستان د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې اوس هم ځوانان دغه ځايي لوبه کوي. په دې اړه د امریکا غږ راډیو خبریال ذبیح الله غازي ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

درانی: د کندهار پولیسو دوه تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول

د کندهار پولیسو د نشه يي موادو د قاچاق په تور دوه تنه ونیول. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نشه يي موادو یو قاچاق وړونکی چې ۳۰۰ ګرامه هیروئين یې په خپله خېټه کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي، د کندهار د هوايي ډګر سرحدي پولیسو ونیو. دغه ډول په يوه بله پېښه کې یو بل کس هم پوليسو ونيو چې غوښتل یې ۶۵ کیلو ګرامه چرس د کندهار ولایت له ډنډ ولسوالۍ څخه ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کړي. دا دوه کسان د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

ملالې یوسفزۍ د سخت دریځۍ پر ضد د نورو پخو اقداماتو غوښتنه کړې

د سولې د نوبل د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د سخت دریځۍ ایډیالوژۍ او د ښځو په وړاندې د تبعیض پر ضد د نورو پخو اقداماتو غوښتنه کړې. ملالې یوسفزۍ په هغې مرکې کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل چې هیله لري چې ډېر خلک نه یوازې د سخت دریځو پر ضد ودرېږې، بلکې د سخت دریځۍ د نظریې په وړاندې به ودرېږي. ملالې یوسفزۍ د یوې امریکايي ټلویزوني خپرونې کوربه ډیویډ لېټرمن سره په مرکه کې وویل: "دا هغه څه دي چې موږ یې پر وړاندې مبارزه کوو، د سخت دریځۍ کومه نظریه چې شته، دا ښځو ته د سړیو سره برابر حقونه نه مني،... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

محمد رحيم خان له کوکناره د مالټو تر باغه

د پاکستان د قبايلي سیمې مومندو اېجنسۍ اوسېدونکی محمد رحيم خان وايي، وړاندې به يې کوکنار کرل خو اوس ورته د حکومت لخوا د مالټو باغ لګول شوی او د کوکنارو کښت يې پرېښی دی. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

کرزی: د پاکستان پوځي پاليسي د پاکستان، افغانستان او سیمې په ګټه نه ده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، افغان حکومت د پاکستان له ملکي حکومت سره کومه ستونزه نه لري بلکې د ستونزې اساسي لوری د پاکستان پوځ دی. ښاغلي کرزي له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د پاکستان پوځ داسې یوه سیاست ته مخه کړې چې نه د پاکستان، نه د افغانستان او نه د سیمې په ګټه ده. نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت له پاکستان سره هر اړخیزو روابطو ته حاضر دی خو له پاکستان نه یې وغوښتل چې پر خپل چلند باندې فکر وکړي. له ښاغلي کرزي احمد شیبر مرکه کړې:

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: خاص ارزګان ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده

د ارزګان خاص ارزګان ولسوالي چې د تېرې یوې میاشتې را پدېخوا يې امنیتي حالت د اندېښنې وړ وو، اوس دا ولسوالي سقوط ته نېږدې شوې ده. له یادې ولسوالۍ څخه یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ او د ملي اردو دریم کنډک څو مترۍ ته رسېدلي چې که سمدستي ولسوالۍ ته کمکي ځواکونه ونه رسېږي نو ولسوالي به ډېر ژر سقوط وکړي. سرچینه وايي، په ولسوالۍ کې د یو شمېر امنیتي مسؤلینو نه همغږي او خپلمنځي مشکلات د ولسوالۍ د سقوط لامل کېږي. دغه سرچینه... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus