Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2018

Новости за 26.03.2018

Mashaalradio.com 

پال راين: د روسي ديپلوماتانو ويستل مناسب عمل دی

د امريکې د کانګرس د ايوان نماينده ګان سپېکر، پال راين د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه پرېکړه پر ځای بللې چې له مخې يې شپېته روسي استخباراتي افسرانو ته له امريکې څخه د وتلو حکم شوی دی.

Mashaalradio.com 

د تېټر نړيواله ورځ او پښتانه مينه وال یې

د مارچ اوه ويشتمه په نړۍ کې د تېټر د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د تېټر يا د خلکو په وړاندې پر سټېج د اداکارۍ هنر نړيواله اداره له ۱۹۶۲ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کلتور ادارې، يونيسکو په ملاتړ دا ورځ لمانځي.

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو غړو راخوشي کېدل غواړي

د مارچ په ۲۶مه په سوات کې د پښتون تحفظ تحريک يا پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په خپله مظاهره کې له حکومته غوښتنه کوله چې د تحريک هغه درې غړي راخوشي کړي چې په دې وروستيوو کې امنيتي ادارو بيولي دي.

Pa.azadiradio.com 

په تخار کې یو تن د ځان وژنې هڅه وکړه

د تخار یو اوسیدونکي نن د هغه څه له کبله چې نوموړې دده د ملکیت غصب وباله، د تخار د ولایت د ودانۍ په وړاندې د ځان وژنې هڅه وکړه. جزییات یې په دې تصویري راپور کې وګورئ چې اکرام الله اکرام د ازادي راډیو د له اختصايي ویډیوګانو او نورو هغو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوي، چمتو کړی دی .

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

تاشکند نن او سبا د افغانستان د سولې په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی، په مصر کې نن د ولسمشرۍ انتخابات پيل شول چې درې ورځې دوام کوي او په هند کې د ښځو د خوندیتوب او پياوړتیا په هدف یو لاریون وشو چې ۷۰۰ ښځو پکې ګډون وکړ. د ازادي سټوډیو خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.




Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو نیول شویو ملګرو خوشې کېدل غواړي

پښتون ژغورنې غورځنګ په دوشنبه د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه کړي. دا احتجاجونه د غورځنګ د غړیو او مخکښانو پرضد د پرچو درجولو او د هغوی د نیولو ضد دي. په سوات او پېښور کې د غورځنګ غړیو او مشرانو په لاریون کې پر حکومت غږ وکړ چې د دوی اییني غوښتنې دې ومني. دوی د کابل پر پرلت د برید غندنه هم وکړه. ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د کابل برښنا په موقت ډول جوړه شوه

د افغانستان د برښنا شرکت کارکوونکو د کابل برښنا په موقت ډول جوړه کړه. د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د دوشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د دولت مخالفو وسله‌والو تېره شپه د پلخمري ښار د کیله‌ګي په سیمه کې کابل ته د وارداتي برښنا دوه پايې په بمونو له‌منځه وړې وې چې له امله‌یې د کابل برښنا قطع شوې وه. د ده په خبره، د برښنا شرکت کارکوونکي نن سهار نږدې پنځه بجې سیمې ته ورسېدل او د ۲۰۰ مېګا واټه برښنا لاینونه‌يې په موقت ډول بېرته وتړل. هغه وايي چې د برښنا د دې پایو اساسي رغول به یوه اوونۍ وخت ونیسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ افغان لوبډله سبا خپل هېواد ته راستنېږي

تمه ده چې سبا سې شنبه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې له بریالي ګډونه وروسته د دغو سیالیو له جام سره هېواد ته راستنه شي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله که څه هم د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې ښه ونه‌ځلېده، خو د شپږو غورو لوبډلو په پړاو کې یې بیا خپل ټول سیالان مات او وتوانېده چې نړیوال جام ته لار پیدا کړي. د کرکټ ملي لوبډلې تېره ورځ د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په پای‌لوبه کې وېسټ انډيز ته په ماتې ورکولو سره، د دغو سیالیو اتلولي هم په خپل نوم کړه. نړیوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له کمبودیا سره لوبه کوي

ټاکل شوې سبا سې شنبه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړه شي. د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته نن دوشنبه په تاجکستان کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا په وړاندې لوبې ته پوره چمتووالی لري او افغانانو ته به ښه زېری ولري. افغان لوبډلې د دغې سیالۍ لپاره ښه تمرینات کړي او له څو ورځو راهیسې په تاجکستان کې ده. دغه لوبه د افغانستان په وخت سبا سې شنبه درې نیمې بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره کېږي.

Mashaalradio.com 

د روسیې د سایبېریا په یوه مارکېټ اور لګېدلی

په سایبېریا کې په یوه مارکېټ کې د اور لګېدو په پېښه کې له ۶۰ زیات کسان وژل شوي. تر اوسه معلومه نه ده چې د ګل (دوشنبې) پر ورځ اور ولې ولګېد. چارواکو پلټنې پیل کړې دي. ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ تر بري وروسته د افغانانو خوشحالي

د وېسټ انډیز پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې بریا یو ځل بیا کابل ښار ته خوشحالي راوړه. د دغه ښار یو شمېر اوسېدونکي تېره شپه واټونو ته راوتلي وو او خوشحالۍ او نڅاګانې یې کولې. نور حال د تمیم اخګر په دغه راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د بغلان چارواکي: د کابل د برښنا پر الوځول شوې پایې کار روان دی

د بغلان د برښنا رئیس، سلطان محمد عزیزي وايي چې د کابل د برښنا پر هغه پایه چې پرون یکشنبه په دوشي ولسوالۍ کې الوځول شوې، کار پیل شوی دی. په دوشي کې د برښنا پر پایه د چاودنې له امله نن دوشنبه د کابل ښار په ډېرو سیمو کې د برښنا جریان قطع شوی دی. سلطان محمد عزیزي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې پر پایه کار روان دی. د بغلان پولیسو ویلي چې تېره شپه‌یې یو مشکوک سړی نیولی چې په چشمه شیر سیمه کې یې هم د برښنا د بلې پايې د الوځولو لپاره تیاری نیولی و.  تر اوسه هېڅ وسله‌والې ډلې په بغلان کې د برښنا پر پایو د حملې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې احتجاجي لاریون کړی

پښتون تحفظ غورځنګ د ګل یا دوشنبې پر ورځ د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه اعلان کړي. دا احتجاجونه د غورځنګ د غړو او مخکښانو پر ضد د پرچو درجولو او د هغوی د نیولو ضد دي. په بنو کې د غورځنګ غړو او مشرانو په لاریون کې پر حکومت غږ وکړ چې د دوی اییني غوښتنې دې ومني. دوی د کابل پر پرلت د برید غندنه هم وکړه. ویډیو وګورئ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus