Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2018

Новости за 12.03.2018

Pa.azadiradio.com 

د یوې الوتکي د لویدو له کبله لږ تر لږه څلویښت تنه وژل شوي دي

له نیپال څخه راپورونه وایې په پلازمینه کاتماندو کې د یوې مسافر وړونکي الوتکي د لویدو له کبله لږ تر لږه څلویښت تنه وژل شوي دي. راپورونه وایې ددې پیښي لږ تر لږه ۲۲ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او د ځینو روغتیایې حالت خراب ښودل شوی دی .

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د ملګرو ملتونو نوی راپور وايي: د سوريې په جګړه کې کوچنيان تر ټولو زيات له خطر سره مخامخ دي. د پاکستان سنا ته انتخاب شويو غړيو د لومړۍ هندو مېرمنې په ګډون نن د وفادارۍ لوړه وکړه. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.

Mashaalradio.com 

قبایلي زده کوونکي له حکومته غوښتنې لري

د قبایلي سیمو زده کوونکو سازمان (اېف اېس او) له حکومته غوښتنه کړې چې پر دندو د ځوانانو ګمارلو لپاره دې د ایټا په نوم امتحان یا ازموینه بحاله کړي او بېروزګاره کسانو ته دې کار ورکړي. دوی د ګل پر ورځ په پېښور پرېس کلب کې خبري غونډې ته وویل، حکومت دې د قبایلي سیمو په روغتیايي مرکزونو کې د عملې کمی پوره کړي. تفصیل په ویډیو کې.

Mashaalradio.com 

په کابل کې د سړک تر غاړې کباب

په کابل کې د سړک تر غاړې کباب خرڅېږي چې ډېر خلک یې خوري. دا د ینې کباب دی او د خرڅوونکي په وینا، په مورچکي او مسالو یې لا خوندورو کړی دی. د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیو.

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې یو طالب سرګروپ پولیسو ته تسلیم شوی

د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د پولیسو لومړي کنډک ته، یو طالب سرګروپ له خپلي وسلې او یوې پایې مخابرې سره تسلیم شوی دی. په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د درېیم کندک قوماندان ملک زین الله ازادي راډيو ته وویل، دغه طالب سرګروپ چې میئن نومېږي او د قصاب په نوم شبکه یې درلوده، نن دوشنبه د دوی د پولیسو یوې امنیتي پوستې ته ورغلی او تسلیم شوی دی. دغه طالب سرګروپ وايي چې د ارزګان د دوه کلنې جګړې ورانۍ او ویجاړۍ یې نورې ونه شوې زغملای، نو ځکه یې سوله خوښه کړه او نور به د یوه عام کس په توګه نوی ژوند پیلوي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سفیر جان بس په کندهار کې له والي زلمي ویسا سره کتلي

په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو سفیر جان بس د دوشنبې په ورځ کندهار ته تللی و او هلته یې د والي زلمي ویسا سره کتلي دي. د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې ښاغلي ويسا د کندهار د برښنا، د زراعتي اوبو د کمښت، د ښوونځیو او کلينيکونو لپاره د تعميرونو او د ښار او يو شمېر ولسواليو تر منځ د پخو سړکونو د نشتون ستونزې د امريکا له سفير ښاغلي جان بس سره شريکې کړې او په يادو برخو کې يې د همکارۍ غوښتنه ځنې وکړه. خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو خواوو په یادو برخو کې د همکاریو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین په نښتو کې د یوه اوکرایني سرتېری د وژلو خبر ورکوي

اوکراین وايي، د دې هېواد په ختیځ کې په نښتو کې یو اوکراینی سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د اوکراین د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، د روسیې ملاتړ لرونکو بیلتون غوښتونکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پرله پسې د ماشینګڼو په ډزو له اوربنده سرغړاوی کړی. روس پلوو بیلتون غوښتونکو بیا ادعا کړې چې حکومتي ځواکونو له اوربنده سرغړاوی کړی او څو ځلې یې د دوی پر لور د هاوان او ټوپکو ډزې کړې دي. د اوکراین په ختیځ کې د اوربند هغه هوکړې چې د مینسک د ۲۰۱۴ سپټمبر او ۲۰۱۵ فبرورۍ د تړونو له مخې اعلان شوي وو، ونه ساتل شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر د مارچ په ۱۴مه کریمیا ته ځي

ټاکل شوې ده د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مارچ په ۱۴ مه کریمیا ته ولاړ شي. نوموړی به د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاین په وروستۍ ورځ دغلته په یوه غونډه کې ګډون وکړي. دا غونډه په کریمیا کې د روسیې له خوا د هغې نمایشي ټولپوښتنې د څلورمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې چې په نتیجه کې یې کریمیا له اوکراین جلا او روسیې سره یوځای کړی شوه. پر دې ټول پوښتنه پراخ انتقادونه شوي. د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف یوه روسي ټلویزیون ته ویلي، په کریمیا کې به په دې غونډه کې زرګونه کسان ګډون وکړي.

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو د ترکیې د لوېدلې جټ الوتکې تور بکس موندلی

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد چارواکو د ترکیې د هغې شخصي جټ الوتکې تور بکس ترلاسه کړی چې د مارچ په ۱۱مه د ایران په جنوب لوېدیځ کې لوېدلې وه. د الوتکې ټول ۱۱ سپاره په پېښه کې وژل شوي دي. د ایرنا دولتي خبري اژانس وايي، د دوشنبې په ورځ‌یې د شهر کرد ښار څنډه کې د الوتکې د سپرلیو ۱۰ جسدونه موندلي دي. د ایران د بېړنیو خدمتونو د ادارې ویاند مجتبی خالدي ویلي، دا الوتکه د ایران په هوايي حریم کې د خرابې هوا له کبله، له یوه غره سره لګېدلې ده. د ترکیې رسنیو ویلي، په دې پېښه کې د یوه ترکي سوداګر... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو د ترکیې د لوېدلې جیټ الوتکې تورباکس موندلی

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ددې هېواد چارواکو د ترکیې د هغې شخصي جیټ الوتکې تورباکس ترلاسه کړی چې د مارچ په ۱۱ مه د ایران په جنوب لوېدیځ کې لوېدلې وه. د الوتکې ټول ۱۱ سپاره په پېښه کې وژل شوي دي. د ایرنا دولتي خبري اژانس وايي، د دوشنبې په ورځ یې د شهرکرد ښار څنډه کې د الوتکې د سپرلیو ۱۰ جسدونه موندلي دي. د ایران د بېړنیو خدمتونو د ادارې ویاند مجتبی خالدي ویلي، دا الوتکه د ایران په هوايي حریم کې د خرابې هوا له کبله، له یوه غره سره لګېدلې ده. د ترکیې رسنیو ویلي، په دې پېښه کې د یوه ترکي سوداګر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نوروز په سر جنجال، اوس ولې؟

په وروستیو څو ورځو کې د فېسبوک د یوشمېر کاروونکو پرپاڼو د نوروز په مخالفت کې یو نوی پیغام لیدل کېږي چې په دې پیغام ...

Mashaalradio.com 

دایکندي په انځورونو کې

دایکندي ولایت په تصویرونو کې څه ډول معلومېږي. د ((سرزمینم ګل بادام )) په نوم په نندارتون کې د افغانستان د دایکندي ولایت د مینه والو لپاره نمایش ته وړاندې شول. که غواړئ تاسو هم د یاد ولایت تصویرنه ووینئ، راپور وګورئ. ویډیو او ایډیټ: سباوون کاکړ، ازادي راډیو

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پوځ له تېرې شپې راهیسې پر کونړ د توپونو ۲۰۵ مرمۍ ویشتي

د کونړ پر دانګام ولسوالۍ له تېرې شپې تراوسه د پاکستان پوځ د توپونو ۲۰۵ مرمۍ ویشتي دي. د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پاکستاني پوځ له تېر ماښامه بیا د خپلو درنو وسلو خولې دانګام ولسوالۍ ته را اړولي چې تر دې دمه یې د ویشتل شویو مرمیو شمېر ۲۰۵ ته رسېږي. نوموړي وویل، تراوسه په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د خلکو، باغونو او کروندو ته یې زیان اړولی دی. د دانګام ولسوالۍ د ځایي اوسېدونکو په خبره، د پاکستانیو پوځیانو د ډزو له امله يې تېره شپه په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برېتانیا کې پر روسي جاسوس د زهرجنې مادې د برید مسئله څېړل کېږي

ټاکل شوې ده چې د برېتانیا د ملي امنیت شورا نن دوشنبه غونډه وکړي او او د دې هېواد په سالیسبوري ښار کې پر یو پخواني روسي جاسوس او د هغه پر لور د زهرجنې مادې د برید مسئله وڅېړي. د برېتانیا صدراعظمه تېریزامې به د لوړو پوړو وزیرانو ددې غونډې مشري وکړي. په غونډه کې به د ۶۶ کلن روسي سیرګي سکریپال او د هغې پر ۳۳ کلنې لور یولیا سکریپال د شوي برید په اړه د څېړنو تازه جزیات وړاندې شي. چارواکي وايي، پلار او لور لا هم په روغتون کې په ناوړه، خو باثباته وضعيت کې دي. دا پخوانی روسی جاسوس د مارچ په څلورمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اتریش کې د ایران د سفیر له کوره بهر یو کس په ډزو ووژل شو 

د اتریش پولیس وايي، د دې هېواد په پلازمېنه ویانا کې د ایران د سفیر له کوره بهر هغه مهال یو کس په ډزو ووژل شو چې نوموړی له چړې سره په ساتونکي برید وکړ. د ویانا د پولیسو ویاند هارالډ سیوروس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دا ۲۶ کلن بریدګر وروسته له هغې چې د سفیر د کور مخې ته په خوندي غرفه کې د ناست ساتونکي له‎خوا پرې ډزې وشوې، ځای پر ځای وژل شوی دی. د پولیسو په وینا دا برید چې تېره نیمه شپه د استوګنې په یوه سیمه کې شوی دی، په‎کې ساتونکی هم پر مټ ټپي شوی دی. دم‎ګړۍ د بریدګر انګېزه نه‎ده معلومه. ... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus