په ارزګان کې یوه ځوان خپل یوه خور وژلې او یوه بله یې ټپي کړې
د والي ویاند دوست محمد نایاب نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه کس موسی کلیم نومېږي چې د ترینکوټ اړوند درآب شان سیمه کې چې د وسله الو طالبانو تر ولکې لاندې ده خپل خور وژلې ده.
نوموړی وايي، د پېښې لامل د کورنۍ تاوتریخوالی دی او په خبره یې چې د یاد کس د نیولو هڅې یې پیل کړي دي.