د جوزجان چارواکي د داعش د څو وسله والو د وژلو او نیولو خبر ورکوي
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې چې په درزاب ولسوالۍ کې وشول، درې داعش وسله وال وژل شوي چې یو یې پاکستانی وګړی دی او د دې ډلې درې ازبکستاني غړي اسیر شوي دي.
په دې وروستیو کې په جوزجان ولایت کې د داعش وسله والو د فعالیت د ډېرېدو راپورونه ورکړل شوي وو، خو افغان چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.