د ازادي راډیويي مجلې دې خپرونه کې به واورئ، چې نورستان کې د نايب سالار عبدالوکيل خان کلا د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ ده. په جرمني کې له مېشت افغان ليکوال او شاعر علم ګل سحر سره خبرې، دغه راز د افغان مېرمنو د انلاین بهیر د غړو شعرونه هم درته وړاندې کېږي. د خپرونې په دوام له کرښې پورې غاړه لنډي کوتل د سيمې پر یوه دودیزه مېله مفصل راپور درته وړاندې کېږي. ازادي راډيويی مجله چې هره اوونۍ یې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
د پاکستان مخکېني صدراعظم عمران خان له افغانستان طالبانو سره د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي پر اړیکو تازه خبرې کړي. عمران خان د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي باید د سولې د خبرو له لارې په ټولنه کې عادي ژوند ته راوبلل شي. په دې مرکه کې چې نن خپره شوه، خان وايي، د پاکستان حکومت هغه مهال چې دی په واک کې و، د ټي ټي پي له جنګیالیو سره چې شمېر یې د ده په وینا، د کورنیو له غړو سره ۴۰ زرو ته رسېده دوه کارونه کولای شوای؛ یا به یې ټول وژل یا به یې عادي ژوند ته راوستل. Читать дальше...
د پاکستان پخواني صدراعظم عمران د آزادۍ راډیو له مشال څانګې سره په ځانګړې مرکه کې په ځانګړې مرکه کې د دې هېواد پر ځواکمن پوځ تور لګولی چې له ده څخه د غچ اخیستو کمپاین یې پیل کړی دی. عمران خان له دې مخکې هم ادعا کړې وه چې پوځ تېرکال له واکه د ده د لیرې کولو او بیا یې د وژلو دسیسه جوړه کړې ده. ښاغلی خان په دې مرکه کې وايي په پاکستان کې به رښتینې ډیموکراسي تر هغه وخته ټینګه نه شي چې پوځ په سیاست کې لاسوهنې بندې نه کړي. د پاکستان پوځ د دې هېواد په سیاست کې مهم رول لري
له مشال راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان تور پورې کړ چې پوځ د ده پر ضد د غچ اخېستو کمپاین پیل کړې دی. تر دې وړاندې عمران خان تور پورې کړی وو چې پوځ د یو سازش په ترڅ کې دی له واکه لرې کړ او بیا یې د یوې توطیې په ترڅ کې غوښتل دی ووژني. په دې مرکه کې عمران خان مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې تر هغې حقیقي جمهوریت نه شي راتلی چې د پاکستان پوځ چې په ټول هېواد کې ستر رول لري، په سیاست کې لاس وهنه نه وي پرېښې.
شهباز شریف زیاته کړې چې دا په ښکاره په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د احساساتو ځورول دي. د ده په وینا، د دې کړنې غندلو لپاره ورسره ټکي نشته.
د لادرکو بلوڅو خپلوانو او فعالانو د تېرو نورو اخترونو په څېر دا ځل هم د اختر ورځ په احتجاج کې تېره کړه. د کراچۍ پریس کلب مخې ته د جون پر ۲۹مه ورټولو شویو مظاهره چیانو ویل چې د لوی اختر ورځ یې د تورې ورځې په توګه ولمانځله. تفصیل په دې ویډیويي راپور کې:
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولي وايي، د اقلیم د بدلون خطرونه افغانستان په جدي توګه ګواښي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي ماموریت سلاکار محب الله طیب د چهارشنبې په ورځ د اقلیم د بدلون په اړه د دغه سازمان په پنځلسمه غونډه کې وویل، چې د اقلیم بدلون د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی. د طیب په وینا د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې طبیعي پېښو هم بېلابېلې ستونزې را ولاړې کړي دي. نوموړي ويلي: "افغانستان د موسمي بارانونو، واورو ښويېدو، د ځمکې... Читать дальше...
په هلمند کې د طالبانو چارواکي وايي، چې په کجکي ولسوالۍ کې دوه کسان اوبو وړي دي. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه بیان کې ویلي، د کجکي ولسوالۍ د مرکز په تنګي سیمه کې نن یو پنځلس کلن هلک په سیند کې د لمبېدو پرمهال اوبو وړی او مړ شوی دی. بیان زیاتوي، چې پرون هم په دې ولسوالۍ کې یو تن د سیند اوبو وړی او تر اوسه یې مړی نه دی موندل شوی، خو بیان یادونه کوي چې د مړي د موندلو لپاره د چارواکو او خلکو هڅې روانې دي.
کریملین په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو د مرستیال قوماندان سیرګي سورویکین د تري تم کېدو په اړه لا هم چوپه خوله پاتې دی. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واګنر د ملېشه ډلې د مشر ایفګیني پریګوژین له ناکام پاڅون وروسته د وضعیت د کنټرولولو هڅه کوي. وروسته له دې چې جنرال سورویکین د واګنر ملېشو د تېرې اونۍ د پاڅون په پای کې د عوامو له سترګو تری تم شو د هغه په اړه ګنګوسې په زیاتېدو دي. د واګنر ملېشو د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین د روسیې په یرغل کې مهم رول لاره. له دې مخکې... Читать дальше...
د تحریک انصاف مشر عمران خان دا څرګندونې مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې کړي چې ژر به د مشال راډیو پر وېبپاڼه، یوټیوب، فیس بک او ټویټر خپرې شي.
د اوکراین پوځ ادعا کوي، چې د ختیځې دونېڅک سیمې د جبهې په جګړو کې یې یو لړ بریاوې ترلاسه کړې دي. د اوکراین د ستردرستیز دفتر نن په یو بیان کې وویل، د روسیې د عملیاتو تمرکز تر ډېره د لیمان، باخموت او مارینکا پر شاوخوا سیمو دی. په دې سیمو کې درنې جګړې له ډېرې مودې راهیسې روانې دي. کییف وايي، پوځیان یې د باخموت په شاوخوا کې پر روسي ځواکونو فشارونو ته دوام ورکوي. په عین حال کې د اوکراین په جنوب کې د زاپوريژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا کې د احتمالي جګړو د پېښېدو له کبله اندېښنې په زیاتېدو دي. د اروپايي... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا 'ایف اې او' چارواکي وايي، د طالبانو بېلابېلو فرمانونو په تېر څه باندې یو نیم کال کې د خیریه موسسو چارې له سختو ستونزو سره مخ کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر ریچارډ ټرینچرډ وايي ،د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر راهیسې د طالبانو څه باندې ۱۷۳ فرمانونو په افغانستان کې خیریه چارې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. هغه د پنجشنبې په ورځ له امریکا غږ سره په یوې مرکه کې ویلي: "له عملیاتي اړخه افغانستان یو ستونزمن ځای دی، خو ښځې یو... Читать дальше...
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د مفکوره په نوم بنسټ د هغو افغان نجونو او هلکانو لپاره، چې په افغانستان کې دي او له خطاطۍ او انځورګرۍ سره علاقه لري د انلاین کورس د پیلېدو خبر ورکړی دی. د مفکور بنسټ مشر حیات الله روغاني ازادي راډیو ته ویلي، دا کورس چې په جولای میاشت کې پیلېږي، نوملیکنه ورته پیل شوې ده. د نوموړي په خبره، کورس دوه میاشتې دی او په وړیا ډول زده کړه ورکول کېږي. افغان انځورګر حمدالله ارباب د دغه کورس تعقیب د هغوی لپاره، چې له یادو هنرونو سره مینه لري بې ګټې نه بولي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ... Читать дальше...
د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې نوې ډیلي به افغانستان ته سفیر ونه لېږي. ایس جی شنکر دا څرګندونې د هند په نړیوال تحقیقاتي مرکز کې د وینا پر مهال کړي او ویلي یې دي، چې د هند حکومت پرېکړه کړې چې په کابل کې به یې سفارت پرانیستی وي، خو خپل سفیر نه ورلېږي. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېرو هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه بند کړل، خو هند او ځینو نورو هېوادو تراوسه خپلې سیاسي استازولۍ فعالې ساتلې دي.
د تحریک انصاف مشر عمران خان دا څرګندونې مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې کړي چې ژر به د مشال راډیو پر وېبپاڼه، یوټیوب، فیس بک او ټویټر خپرې شي.
سازمان د جون پر ۲۹مه په بیان کې وویل چې دا نهه میاشتنی تړون د ماموینو په کچه شوی او د ای اېم اېف مشرتابه منظورۍ ته اړتیا لري. بیان لیکي چې ښايي د جولايي تر نیمایي هغوی دې ته کتنه وکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر باندې له ولیعهد سره طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست ملا یعقوب عکس خپور کړی. مجاهد لیکلي چې د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د حج د سفر په ترڅ کې ولیدل
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د اسلامي هېوادونو له هغو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي، چې د حج په مراسمو کې یې ګډون کړی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر باندې له ښاغلي سلمان سره طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست ملا یعقوب عکس خپور کړی. مجاهد لیکلي، د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د حج د سفر په ترڅ کې ولیدل. د سعودي خبري اژانس په بیان کې د طالبانو د چارواکو یادونه نه ده شوې، خو راغلي چې ولیعهد د مالېزیا د پاچا، د پاکستان، سنګال او بنګله... Читать дальше...
ابرام پالي د رابرټ مالي په غیاب کې په موقت ډول د ایران په چارو کې د امریکا د حکومت استازی شو. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې رابرټ مالي په اجباري رخصتۍ کې دی او ابرام پالي به په موقت ډول د ایران په چارو کې خپله دنده پر غاړه واخلي. متیو مېلر د دې پېښې د جزيیاتو له ورکولو پرته په خپل خبري کنفرانس کې د رابرټ مالي د وضعیت په اړه دا موضوع راپورته کړه. په همدې لړ کې یوه امریکايي چارواکي سي این این ته ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ډیپلوماتیکو امنیتي... Читать дальше...
د افغانستان د تحليلګرانو شبکه وايي، چې د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د تولید منع کولو لپاره اوږدمهاله عملي ستراتيژي نه لري. د افغانستان د تحليلګرانو شبکې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو موضوع ارزولې او په دې اړه يې په خپل تازه تحليل کې ليکلي، چې له جامع اقتصادي او اجتماعي ستراتيژۍ پرته په افغانستان کې په بشپړ ډول د کوکنارو د کښت منع کول به نه يوازې دا چې د خلکو اقتصاد کمزوری کړي، بلکې د افغانستان ملي اقتصاد ته به هم ډېر زیان واړوي. دې شبکې په خپل راپور کې ليکلي،... Читать дальше...
ټرانسفرم: په بريتانيا کې د نشه يي توکو د پاليسۍ د بنسټ اړوند يوې مجلې ټرانسفرم په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کښت د بنديز د لرلید يادونه کړې ده. ورځپاڼې د دې ادارې د یوه لوړپوړي کارپوه ډیویډ مینز فیلډ له قوله لیکلي، چې د کوکنارو د کښت د بندولو په اړه د طالبانو د تېر کال حکم په ښکاره عملي شوی او په افغانستان کې د تریاکو تولید ۸۰ سلنه کم شوی دی. د هغه په وينا، د اروپا په بازار کې د پلورل شويو هيرويینو ٩٥ سلنه له همدې اپينو ترلاسه کېږي. خپرونه پوښتنه کوي،... Читать дальше...
په بامیان کې د يوې ترافیکي پېښې له ۴ تنه مړه شوي او دوه ټپيان دي. باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د بامیان د امنیه قومندانۍ د ویاند محمد خواني رسا په حواله ویلي، پېښه پرون پنجشنبه د یوه موټر د چپه کېدو له کبله شوې. د بند امیر- بامیانو ترمنځ سړک کې د شوې دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده. په افغانستان کې د اختر په شپو ورځو کې هر کال د ترافیکي پېښو ګراف لوړېږي. په تېر کوچني اختر کې د ترافیکو ریاست وویل، د دغو پېښو له کبله ۲۰ تنه وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...
په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان په لوګر، پروان، کاپیسا، میدان وردګ او یوشمېر نورو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي. باختر اژانس د لوګر د ازرې ولسوالۍ د یوه قومي مشر بلال نېکزاد په حواله ویلي، چې دغلته سېلابونو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، درې ښونځي او څو پلونه ویجاړ کړي دي. تر دې یوه ورځ وړاندې په پروان کې د طالبانو محلي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې په سرخ پارسا او کوه ساپي ولسوالیو کې سېلابونو لسګونه کیلو متره سړک او لسګونه جریبه ځمکه ویجاړه کړې او درې سوه څاروي یې تلف کړي دي. Читать дальше...
د کاناډا، بریتانیا، سوېډن او اوکراین چارواکو ویلي، د ایران لهخوا د یوې مسافر وړونکې الوتکې د ویشتو قضیه د عدالت نړیوالې محکمې ته راجع کوي. د دغو هېوادونو چارواکو پرون دوشنبه دا خبره داسې مهال وکړه، چې په خبره یې له متضررو هېوادونو سره د اختلافاتو د حل او ځواب ورکونې لپاره ایران ته ورکړل شوی مهلت پای ته رسېدلی. د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په میاشت کې دغه مسافر وړونکې الوتکه د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب ځواکونو په دوو توغندیو نسکوره شوه. الوتکه کې ټول ۱۷۶ کسان ووژل شول، چې د پورته ذکر شویو څلور هېوادونو اتباع وو. Читать дальше...
د پاکستان چارواکي وایي، د چمن په زندان کې یو شمېر بندیانو زندان مات کړی او په تېښته بریالي شوي دي. د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې د چمن سیمې مرستیال کمېشنر یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه زندانیان پرون د اختر لمانځه لپاره د زندان انګړ ته راوستل شوي وو، چې وروسته یې ځینو له پولیسو وسله واخیسته او د تېښتې هڅه یې وکړه. خبرپاڼه کې راغلي، ۱۷ کسانو له زندانه د تېښتې هڅه کړې چې ۱۴ تښتېدلي، یو تن یې د پولیسو په ډزو وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي. د چمن د پولیسو مشر نعیم اڅکزي رسنیو ته ویلي، له... Читать дальше...