Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان د تحليلګرانو شبکه: طالبان د کوکنارو د کښت منع کولو لپاره اوږدمهاله ستراتيژي نه لري

د افغانستان د تحليلګرانو شبکه وايي، چې د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د تولید منع کولو لپاره اوږدمهاله عملي ستراتيژي نه لري.


د افغانستان د تحليلګرانو شبکې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو موضوع ارزولې او په دې اړه يې په خپل تازه تحليل کې ليکلي، چې له جامع اقتصادي او اجتماعي ستراتيژۍ پرته په افغانستان کې په بشپړ ډول د کوکنارو د کښت منع کول به نه يوازې دا چې د خلکو اقتصاد کمزوری کړي، بلکې د افغانستان ملي اقتصاد ته به هم ډېر زیان واړوي.


دې شبکې په خپل راپور کې ليکلي، چې د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه اوږدمهاله ستراتيژي نه ده جوړه کړې، له همدې امله د کوکنارو د يوه فصل ويجاړول نه شي کولای چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت راتلونکی وضعیت تضمین کړي.


دې شبکې راتلونکی ميلادي کال د کوکنارو د کښت، نشه يي موادو تولید او قاچاقو کمولو د اثبات لپاره ټاکونکی کال بللی دی.


د افغانستان د تحليلګرانو شبکې د ارزونې پر بنسټ، د کوکنارو د کښت منع کولو ډېر مالي زیان بزګرو ته اوښتی، خو د نشه يي موادو قاچاق کوونکو د تاریاکو د بیو د لوړوالي له امله ډېره ګټه کړې ده.


د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ یو بزګر خان محمد وايي، چې د طالبانو حکومت د دوی د کوکنارو کښتونه ویجاړ کړل او اوس نه پوهېږي چې د بديل کښت د نشتوالي په صورت کې خپلو اولادونو ته څنګه نفقه برابره کړي.


هغه وویل: "د مجبورۍ له امله مې په خپله شپږ جریبه ځمکه کې کوکنار کرلي وه، په هغه مې ډېر مصرف کړی و، حاصلاتو ته يې لږ وخت پاته و چې راغلل او دا کښت یې ویجاړ کړ، اوس زموږ وضعیت چندان ښه نه دی، د لس کلنې کورنۍ مسئولیت رادغاړې دی، ما پيسې پور کړي وې او دا لس نفري کورنۍ ډوډۍ غواړي، خو زه هیڅ شی په لاس کې نه لرم."


د کندهار یو بل بزګر علي ګل چې د پور په پیسو يې کوکنار کرلي وايي، د طالبانو د حکومت له خوا د ده د کوکنارو تر کښت ویجاړولو وروسته دې ته اړ شوی چې فراه ولایت ته وتښتي، ځکه هغه خلک ورپسې ګرځي چې ده پيسې ځنې پور کړي دي.


هغه وايي: "زما کوکنار يې ویجاړ کړل او تاوان يې هم رانه کړ، اوس هغه خلک راپسې ګرځي چې ما پيسې ځنې پور کړي وې او د کوکنارو کښت مې هم له لاسه ووت، سرګردانه او لالهانده يې کړم، اوس مې وطن پرې ايښی او دلته فراه ته راغلی یم او دلته ژوند کوم، ځکه هغه خلک راپسې دي چې ما پيسې ځنې پور کړي وې."


د نشه يي موادو له خرڅوونکو سره د ازادي راډيو د مرکو پر بنسټ، د تاریاکو د یوه کيلوګرام بیه سږکال د حمل په میاشت کې تر دریو لکو پاکستانیو کالدارو اوښتې وه.


له نشه يي موادو سره د مبارزې کارپوه ډاکتر ظفر وايي چې د کوکنارو د کښت منع کولو زيان يوازې بزګرو ته رسېږي، دی له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې، له بېوزلۍ څخه د بزګرو د ژغورلو لپاره دې له هغوی سره مرستې وکړي.


هغه وویل: "اوس نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له بزګرو سره مرسته وکړي، دا چې د حکومت له لارې مرسته نه شي کولای دا د دوی سياسي مسایل چې زه څه نه شم په کې ویلای، خو بزګران د مرستو مستحق ښکاري، ځکه هغوی بېوزله دي، پخوا به یې د کوکنارو د کښت له لارې يې ډېرې پيسې ګټلې او د غنمو د کښت له لارې هغه پيسې نه ګټل کېږي، غنم د کوکنارو د کښت بدیل هم نه شي کېدای."


د طالبانو حکومت سږکال د ثور په مياشت کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ستراتيژي چمتو کړه، چې د کوکنارو د کښتونه ویجاړول، د نشه يي موادو پر ضد د عملياتو ډېروالی، د تربيتي کورسونو جوړول، له خصوصي سکټور سره همغږي، د سروې ترسره کول او ګاونډيو هېوادونو سره د همکارۍ زمينه برابرول يې عمده برخې دي، خو په دې ستراتيژۍ کې له بزګرو سره مرستې نه دي شاملي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا


د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus