د کاناډا د کډوالو وزیر وايي، پرون له متحده عربي امارات څخه په یوه چارټر پرواز کې ۱۹۲ تنه افغانان دې هېواد ته رسېدلي دي. شان فریزر په یو ټویټ کې کاناډا ته د افغان کډوالو د انتقال په پروسه کې د متحده عربي اماراتو له مرستې مننه کړې. د ۲۰۲۱ کال اګست راهیسې تر اوسه څه باندې دېرش زره افغانان کاناډا ته انتقال شوي، چې د روان کال تر پای به دا شمېر څلوېښت زره ته ورسېږي.
د اوکراین پر څو ښارونو د روسیې د تېرې شپې د توغندیو په بریدونو کې درې تنه وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان دي. سیمه ییز چارواکې وايي، د اوکراین په پلازمېنه کيیف کې پر یوې مسکونې ودانۍ د یوه توغندي د لګېدو په پایله کې درې تنه وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي. د چارواکو په وینا، یوولس تنه نور د درې ماشومانو په ګډون په دنیپرو ښار کې وژل شوي او څلور کورونه ویجاړ شوي دي. د خارکییف والي ایهور تیریخوف په خپل ټلېګرام کې لیکلي، د ګازو پر یوې ډبې د توغندي د لګېدو له کبله په دې ښار کې اور لګېدلی دی. د هغه په خبره درې توغندي په خارکییف توغول شوي دي. Читать дальше...
د اوکراین دفاع وزیر اولکسي رایزنیکوف وايي، د ایف۱۶ جنګي جېټ الوتکو په برخه کې به د اوکرایني پیلوټانو د روزنې نړیوال پروګرام راتلونکې میاشت پیل شي. ډنمارک او هالنډ د ناټو دوه هغه غړي هېوادونه دي چې د اوکرایني پیلوټانو د روزنې او هغوی ته ایف۱۶ جېټ د برابرولو په برخه کې د دې نړیوال پروګرام د هڅو مشري کوي. کییف، چې د روسیي ځواکونو پر ضد يې تهاجمي عملیات پیل کړي، له لوېدیځې نړۍ څخه يې په ځلونو د نویو الوتکو غوښتنه کړې ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د خپل هېواد د دفاع لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي. پوتین وروسته له هغه دا خبره کړې چې د واګنر اجیرو ملیشو د روسیې په سویل کې د نظامي تاسیساتو کنټرول واخیست. د دغه شرکت مشر د روسیې په پوځي مشرتابه کې بدلون غواړي. صفي الله ستانکزي په دې اړه رپوټ چمتو کړی دی.
په کابل کې یو رستوران د چېنکي خوړو لپاره ډیر مشهوره دی. د دې رستوران مالک وايي چې د تېرو شاوخوا ۶۰ کلونو راهیسي دا خواړه جوړوي او خرڅوي. دا چې چېنکي کوم ډول خواړه دي او ولې مشهوره دي، انیسه اجمل په دې اړه د اې ایف پي اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی.
په پېښور کې د قبایلي ضلعو د زده کونکو ترمینځ څلور ورځنۍ ورزشي سیالۍ وشوې چې پکې د مدرسوسلګونو زده کونکو برخه واخیسته. د خیبر پښتونخوا د لوبو اداره وایي د داسې سیالیو په جوړولو سره غواړي چې د مدرسو د زده کونکو ترمینځ فاصلې ختمې کړي او هغوی ورزشي هلو ځلو ته وهڅوي. تفصیل په دې ویډیويي راپور کې:
د تربت پوليسو چارواکو ويلي، له لومړيو معلوماتو داسې برېښي چې دا يو ځانمرګی بريد وو چې د پولیسو پر یو موټر شوی دی. له پېښې وروسته لیویز او سرحدي عسکرو مړي او زخميان روغتون ته رسولي دي.
سږ کال له یوې خوا خورا ګرم اوړی او له بلې خوا د برښنا کمښت د پلازمېنې کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. د کابل ښار د خیرخانې کوتل د سیمې اوسېدونکي حدیث هویدا ازادي راډیو ته وویل، په دې سخته ګرمۍ کې چې برښنا ته په کې سخته اړتیا ده په ۲۴ ساعتونو کې پنځه یا شپږ ساعته برښنا لري. نوموړی وایي: "له یوې خوا ګرمي زیاته شوې او له بلې خوا له بده مرغه د برښنا نه موجودیت لویه ستونزه ده. په ټولو ۲۴ ساعتونو کې د سهار له خوا یوازې څلور ساعته برښنا لرو او د شپې له خوا کله... Читать дальше...
پوتین په هغه وینا کې چې نن (د جون پر ۲۴مه) په ژوندۍ بڼه پر ټېلېویژن خپرېده د واګنر شرکت اقدامات له «وسلوال بغاوت» سره تشبېه کړل او ویې ویل د وضعیت د ثبات لپاره به ځانګړي اقدامات وکړي.
یو شمېر افغانان وايي، د کمزوري اقتصاد له امله د اختر خواږه په کور کې پخوي. د لوګر ولایت اوسېدونکې راحله وايي: "اقتصادي هم راځي، حفظ الصحه هم پام کې نیول کېږي، ځینې بازاري شیان داسې غوړو کې پخېږي چې روغتیا ته زیان رسوي." راحله، چې د پنځو ماشومانو مور ده وايي، اختر ته څو ورځې ترتیبات نیسي. د راحلې په خبره دوی لویانو او ماشومانو دواړو ته ځانګړي خواړه پخوي، ډېر شیان په کور کې او ځینې شیان له بازاره تیار اخلي، په خبره یې کور کې پاخه کړي شیان د بازار پر تله هم اقتصادي او هم صحي دي. دې ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...
د افغانستان د خوست په ګلان کېمپ کې اوسیدونکي وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي، چې نړیوال بنسټونه دې دوی سره د روغتیا، ښوونې روزنې، خوراکي توکو او نورو برخو کې مرستې اوږد مهاله کړي. په دې وروستیو کې د وزیرستانیو کډوالو لپاره د ښوونځیو په ګډون یو شمېر نورو برخو کې د نړیوالو بنسټونو قراردادونه پای ته رسیدلي دي. په دې اړه نور حال په دې ویډیويي راپور کې:
د کاناډا دولت وايي، چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د بهیر اسانتیا لپاره لایحه تطبیق شوه. د کاناډا دولت د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د اسانتیاوو او دغه شان د کډوالۍ د فعالیتونو او نورو دولتي کارونو د لایحې طرحه، چې د دغه هېواد د پارلمان له خوا تصویب شوې وه، د شاهي مقام له خوا لاسلیک او نافذ شوه. د کاناډا د جزا قانون او د ترهګرۍ د تمویل ضد مقررات، د افغانستان په څېر هېوادونو او د ترهګرو ډلو تر کنټرول لاندې سیمو کې د بشري مرستو په چمتو کولو کې د پام وړ محدودیتونه وضع کول. Читать дальше...
د خيبر پښتونخوا په مختلفو ځایونو کې حکومت په نهرونو کې په لامبلو بندیز لګولی خو د صوبې په میداني سیمو کې خلک د ګرمۍ زیاتېدو اود بجلۍ د نیشتوالي له وجې په سیندونو او نهرونو کې لامبي. د ژغورنې اداره وایي سږ کال په بېلا بېلو وختونو کې د لامبلو په وخت ۳۲ کسان ډوب شوي دي. تفصیل په دې ویډیويي راپور کې:
د جرمني حکومت اعلان کړی، چې د روانې جون میاشتې له ۲۶مې یو ځل بیا د افغان کډوالو د منلو بهیر پیلوي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې له ورځې دغه هېواد ته د خپلو محلي کارکوونکو او له خطر سره مخ افغانانو د انتقال بهیر، چې څو میاشتې مخکې په موقت ډول درول شوې و، یو وار بیا پیلوي. د دې وزارت یو ویاند تېره ورځ جرمني خبري اژانس ته ویلي، چې افغان کډوالو ته به د ویزې د ورکولو کار د روانې جون میاشتې په ۲۶مه نېټه بیا پیل شي. نوموړي ویلي، چې دغه پروسه به په تدریجې ډول په راتلونکو... Читать дальше...
د واګنر شرکت د وسله والو تصویرونه په داسې حال کې خپاره شوي، چې د روسیې په جنوبي روستوف کې حضور لري. دا په داسې حال کې ده، چې دغه وسله والې نظامي ډلې د روسیې دفاع وزارت پر وړاندې نظامي خوځښت اعلان کړی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلوغړو د ګرفتاريو پر ضد د جون په ۲۳مه د اسلام اباد پريس کلب مخې ته مظاهره وکړه. تر دې وړاندې غورځنګ د جون په ۲۰مه د ملک په یو شمېرلویو او وړو ښارونو کې هم په دې اړه احتجاجونه کړي ول. تفصيل په دې ویډیويي راپور کې
د پاکستان په سېند صوبه کې سیلابونو که له یوې خوا ګڼ خلک بېکوره کړي نو بلخوا یې د سکولونو ودانیو ته هم زیان رسولی. هلته د سکولونو خرابېدو د تعلیم بهیر اغېزمن کړی او ماشومان په خیمو کې سبق وايي. د سیمې استادان وايي سکولونه دې زر جوړ شي. تفصیل د ایسوشي اېټېډ پریس خبري اژانس په ویډیويي راپور کې:
دا غوښتنه د امریکايي ولسمشر جوبایډن او هندي وزیراعظم نریندر مودي په هغه شریک بیان کې شوې ده چې د جون پر ۲۳مه د امریکا سپینې ماڼۍ پر خپله ویب پاڼه خپور کړی دی.
ملګري ملتونه وايي، د ایټالیا لامپيدوسا ټاپو ته څېرمه د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د چپه کېدو په پېښه کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان یوه ویاند پرون جمعه ویلي، دغه کښتۍ له تونس نه روانه شوې وه او د کامرون، بورکینا فاسو او عاج ساحل ۴۶ پناه غوښتونکي یې لېږدول. د ایټالیا لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ استازې چایرا کاردولیتي ویلي، دغه کښتۍ د پنجشنبې په ورځ ډوبه شوې او په تري تم شویو کې لږه تر لږه یو نوی زېږېدلی ماشوم هم شامل دی.
امریکا او هند له پاکستانه د ترهګرو خلاف د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان دې دا یقيني کړي چې ترهګر يې خاوره د بریدونه لپاره ونه کاروي. د امریکا په سفر ورغلي د هند وزيراعظم نرېندرا مودي او د امريکايي ولسمشر جو بایډن په ملاقات کې د دواړو هیوادونو ترمینځ په یو شمېر چارو کې د همکارۍ زیاتولو ژمنې هم شوې دي. پر دې اړه تفصيل د امريکا غږ ډیوه راډيو په دې رپورټ کې کتلی شئ.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د کرارۍ لپاره د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه. سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان د جمعې په ورځ له خپل اسراییلي ساري سره په ټلیفوني مکالمه کې دا غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې یو وار بیا ناکراري زیاته شوې ده. په لوېدیځه غاړه کې د تېرې اوونۍ هغه تاوتریخوالی چې فلسطینیان او اسراییلي ځواکونه په کې ښکېل وو، په څو کلونو کې تر ټولو خونړی بلل شوی دی. د سپینې ماڼۍ په وینا سالیوان له خپل اسراییلي سیال ځاچي هانیګبي... Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی به په افغانستان کې د جګړې له کبله د بې ځایه شویو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې له خپله کوره لیرې هم هیلې ولري. په افغانستان کې د یو 'این ایچ سي آر' دفتر نن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دوی د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت بېلابېل فعالیتونه تنظیم کړي دي. هر کال د جون میاشتې شلمه د کډوالو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، چې هدف یې کډوالو او هغو کسانو ته د درناوي جلبول دي، چې په بېلابېلو عواملو له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو... Читать дальше...
وروسته له هغې چې د روسیې د اجیرو سرتېرو یوه شرکت د روسیې د ځینو پوځي ساحو د نیولو ادعا وکړه، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، د خپل هېواد د خوندیتوب لپاره به هره ممکنه هڅه وکړي. هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د روسیې د اجیرو سرتېرو یوه شرکت د روسیې په جنوب کې د پوځي تاسیساتو د نیولو خبره وکړه. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په هغه وینا کې چې نن شنبه په ژوندۍ بڼه له ټلویزیون خپرېده د واګنر شرکت وروستي اقدامات له 'وسله وال بغاوت' سره تشبیه کړل او ویې ویل د وضعیت د ثبات لپاره به مشخص اقدامات وشي. Читать дальше...
په کراچۍ کې د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان د سفارت قونسل وايي، د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغانانو د خوشې کېدو هڅې روانې دي. سید عبدالجبار تخاري نن شنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، لا هم ۲۸۲ کسان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. نوموړي وویل: "د ټولو خوشې شویو کسانو شمېر ۲۳۸۰ تنه دی او په زندانونو کې د پاتې کسانو شمېر ۲۸۲ ته رسېږي. هڅې روانې دي، چې دوی هم خوشې او وطن ته ستانه کړای شي." تخاري وايي، تېره پنجشنبه هم د سند ایالت له زندانونو ۱۳ نور افغان بندیان خوشې او د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.
یو ماشوم یو شپونکی ګوري چې شپېلۍ غږوي، خوښېږي یې، خو د اخیستلو وس یې نه لري، په عادي لرګي یې هر وخت د غږولو تمثیل کوي، خو دا شوق، شوق پاتې کېږي که نه؟ اوس چې د پنځه څلوېښت کلونو دی کیسه یې اورئ. نسیم سهار سره ثنا کاکړ غږېدلې او دا راپور یې پرې چمتو کړی، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ: