Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د هوا توده څپه؛ خلک: د برښنا پارچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي یوو

سږ کال له یوې خوا خورا ګرم اوړی او له بلې خوا د برښنا کمښت د پلازمېنې کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.


د کابل ښار د خیرخانې کوتل د سیمې اوسېدونکي حدیث هویدا ازادي راډیو ته وویل، په دې سخته ګرمۍ کې چې برښنا ته په کې سخته اړتیا ده په ۲۴ ساعتونو کې پنځه یا شپږ ساعته برښنا لري.


نوموړی وایي: "له یوې خوا ګرمي زیاته شوې او له بلې خوا له بده مرغه د برښنا نه موجودیت لویه ستونزه ده. په ټولو ۲۴ ساعتونو کې د سهار له خوا یوازې څلور ساعته برښنا لرو او د شپې له خوا کله کله د دوه ساعتونو لپاره راځي چې ان ډېره ګټه ترې نه شو کولای. د هوا ګرمېدا او د پاکو اوبو نه موجودیت د خلکو د ناروغۍ لامل ګرځي."


فرید صاحبزاده چې د کابل په زوړ ښار کې ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل، چې په تېرو شلو کې کلونو کې چې دی په کابل ژوند کوي لومړنی کال دی چې ګرمي دومره زیاته شوې.




دی وايي، د برښنا کمښت د ګرمۍ زغمل د خلکو لپاره سخت کړي دي.


هغه ازادي راډیو ته وویل: "د برښنا تګ راتګ هم زیات شوی دی، په ژمي کې که برښنا نه وي خو ښايي ستونزه دا وي چې خلک بخارۍ او اب ګرمي استفاده کوي خو په اوړي کې خو یوازې یخچال استعمالېږي او دا دومره برق ته اړتیا نه لري نو بیا ولې برق نه وي؟په ګرمۍ کې چې برښنا نه وي نو د ژوند یو مهم سهولت نه وي په دې حالت کې خلک څنګه ژوند وکړي."


د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ د بر بهار سیمې اوسېدونکی سنګر چې اوسمهال په جلال اباد ښار کې ژوند کوي وايي، په سیمه کې یې د برښنا جریان دومره کمزوری دی چې ان پکی او کولر نه شي ګرځولی.


سنګر وایي: "د نورو کلونو په پرتله سږ کال ګرمي بې حده زیاته ده. که څه هم برښنا شته، خو ډېره کمزروې ده پکه پرې تاوېږي، خو کار نه ورکوي نو د سختې ګرمۍ له امله هیڅوک د شپې له لوري خوب نه شي کولای."


د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو نوموړي نږدې یوه میاشت وړاندې ادعا کړې وه، چې د کابل په ګډون د افغانستان د ټولو زونونو برښنا ۲۴ ساعته ده او دوی هڅه کوي چې ټولو ولایتونو ته د برښنا جریان منظم کړي.


خو هغه مهال د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو د ۲۴ ساعته برښنا په تړاو د میوندي ادعاګانې رد کړې وې او ویلي یې وو، چې منظمه برښنا نه لري.


نړیوال بانک هم د تېرې سه‌شنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې به له جون تر اګسټ میاشتې پورې د تودوخې درجه له منځنۍ کچې لوړه وي.


د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې اداره هم وايي، په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان په شمال، جنوب، جنوب لوېدیځ، ختیځ او شمال ختیځو سیمو کې د تودوخې درجه له منځنۍ کچې لوړه شي.


خو په دې سخته ګرمۍ کې د برښنا نشتوالي د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus