د اسلام اباد په سبزي منډۍ کې اخېستونکي وايي چې د لوی اختر له راتګ سره د سبزيو نرخونه لوړ شوي دي، خو سبزي خرڅوونکي وايي چې د بیو د لوړېدو له اختر سره هيڅ تړاو نشته بلکې په هېواد کې وار له مخه ګراني ده. تفصیل په ویډیو کې
په دې راپور کې به تاسو د فرهاد دریا د اروپا کنسرټونو ته بوځو چې د "خپ شویو غږونو" تر سرلیک لاندې ترسره شول. د کنسرتونو دغه لړۍ په همدې میاشت کې بشپړه شوه. صفي الله ستانکزي له فرهاد دریا سره د جرمني د فرانکفورت او برلین په کنسرټونو کې ملتیا کړې
در این گزارش شما را به سلسله کنسرتهای فرهاد دریا در اروپا، زیر عنوان "آوازهای خفه شده" میبریم. این سلسله کنسرتها در جریان ماه جاری برگزار شد. صفی الله ستانکزی در شهرهای فرانکفورت و برلین جرمنی، فرهاد دریا را همراهی کرده است.
د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو شاوخوا دوه ميليونه مسلمانانو د حج مراسم ترسره کړل چې د پاکستان حکومت په وينا، پکې ۱۷۹ زره پاکستانيان هم دي.
د افغانستان او نړۍ یو شمېر سیاسي څېرو او نړیوالو بنسټونو، په خپلو اختریزو پیغامونو کې په افغانستان کې پر سولې او ثبات ټینګار کړی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د طالبانو سرپرست حکومت باید په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت په موخه ملي خبرې اترې پیل کړي. په دغه پیغام کې، چې کرزي د چهارشنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه خپور کړی، زیاته کړې یې ده، دی د داسې سولې غوښتونکی دی، چې ټول خلک په کې د اعتماد او مالکیت... Читать дальше...
د البانیا په شینجین کې په سلګونو افغان کډوال دېره دي، چې نورو هېوادونو ته د تګ په انتظار دي. له دغو کډوالو ځینې یې په وروستیو کې راغلي او ځینې یې نږدې دوه کاله کېږي هلته په لنډمهاله استوګنځیو کې اوسي.
نن حاجیان د شیطانانو جوړ شوي سیمبولونه په کاڼو ولي، هوا ګرمه ده سهار په مکه مکرمه کې د سانتي ګریډ په حساب هوا دوه څلوېښت درجو ته رسېده وروسته تر اووه څلوېښتو لوړه شوه. د شیطانانو درې څلي د منا په دښته کې درول شوي دي، ګڼو زیارت کوونکو پرون منا ته څېرمه په مزدلفه کې کاڼي راغونډ کړل. د سعودي عربستان د حج وزارت په خپل ټویټر کې له حاجیانو غوښتي، چې د کاڼو د راغونډولو لپاره شاوخوا غونډیو ته ورنه شي. همدا راز یې له حاجیانو هیله کړې ده، چې واړه کاڼي راغونډ کړي او هر شیطان له شرعي اصولو سره سم اووه کاڼي وولي. Читать дальше...
د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ، چې افغانستان د بنګلهدېش پر وړاندې په راتلونکې جولای میاشت کې دوه لوبلړۍ ترسره کوي. د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام مهالوېش اعلان شو، چې افغانستان خپله لومړۍ سیالي د بنګلهدېش پر وړاندې کوي. د خپرونې په دوام به دا هم واورئ، چې د افغانستان ایمرجینګ لوبډله د اسیا کپ په سیالیو کې ګډون کوي او کرکټ بورډ هوډ کړی، چې یو وار بیا د افغانستان شل اوریزه لیګ دویم پړاو ترسره کړي. دغه راز د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دوو نړیوالو ټورنمنټونو کې برخه اخلي. او دا... Читать дальше...
چارواکي په پروان ولایت کې د بارانونو او سېلابونو له امله خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکوي. د پروان د کوه صافي ولسوال مولوي عبدالمتین نن ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د سختې ږلۍ او بارانونو په نتیجه کې سېلابونه راوتلي چې ۱۶۵ کورونه یې ویجاړ یا یې ځینې برخې ویجاړې کړې دي. د هغه په وینا، د دغو سېلابونو په نتیجه کې له درې سوو زیات څاروي تلف شوي او څه باندې ۶ زره کرنیزه ځمکه او شاوخوا ۶۰ کیلومتره سړک یې تخریب کړی دی. د راپورونو له مخې د پروان په سرخ پارسا... Читать дальше...
خواجه اصف د پاکستان شخصي ټېلېويژن جيو نیوز ته د جون پر ۲۷مه وويل چې په "پرمختلليو هېوادونو کې هم ټولنيزې رسنۍ تنظېمول کيږي."
نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې د امنیتي ګواښونو له امله په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د طالبانو له لوري امنیتي تدابیر ډېر شوي وو او د اختر د لمانځه تر پای ته رسېدو پورې مخابراتي شبکو هم کار نه کاوه. نن د لوی اختر له لمانځه وروسته په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د شرعي قوانینو په عملي کېدو د هیچا تر تاثیر لاندې نه دی او په دې برخه کې معامله نه کوي. د نوموړي د خبرو غږیزه بڼه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه خپره کړې ده. Читать дальше...
د دې اوونۍ د مشال تر رڼا لاندې کې پر دې بحث شوی چې د پاکستان حکومت له خوا په انتخاباتي قانون کې د راوړل شوي اييني بدلون ګټه به چا ته رسېږي او د دې هېواد پر راتلونکې سياسي منظر نامه به يې اغېز څه وي.؟
یو شمېر افغان مېرمنې وايي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د لګول شویو بندیزونو له امله خپګان د دوی د ژوند په بېلابېلو برخو ان د اختر په نمانځلو هم اغېز کړی دی. زینب وایي، اختر یې بې له کومې تیارۍ یا نمانځلو پیل کړ. دا وایي، د طالبانو د حکومت له خوا له لګول شويو محدودیتونو وروسته دا، نورې ښځې او نجونې په خپګان اخته شوي، ان د اختر د ورځې خوښۍ نمانځل یې هم هېر کړي دي. نوموړې وايي: "زما روحي وضعیت په داسې شکل خراب دی چې ان نه شم کولای اختر ونمانځم، یا هم له خپلې کورنۍ سره له اختر څخه خوند واخلم. روحي... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشنل یو ځل بیا د پوهنې د برخې د فعال مطیعالله ویسا چې له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی، د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. یاد سازمان په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د پوهنې د حقونو دا فعال په خپلسري ډول نیول شوی او په دوامداره توګه د نوموړي په بند کې پاتې کېدل، د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې د بیان د ازادۍ له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده. د قلم لار بنسټ مسوول او د پوهنې برخې فعال، مطیعالله ویسا درې میاشتې وړاندې د مارچ په ۲۷مه په کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شو. Читать дальше...
د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن نن وویل، چې سویډن تر اوسه غواړي چې د ناټو غړی شي که هغه د راتلونکې میاشتې د ویلنیوس له سرمشریزې مخکې وې یا وروسته. سویډن او فنلنډ تېر کال پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د لسیزو ناپېیلی دریځ یوې خوا ته کړ او له ناټو سره یې د یو ځای کېدو پرېکړه وکړه. فنلنډ په تېره اپرېل میاشت کې د ناټو رسمي غړی شو، خو د سویډن د غړیتوب پروسه د ترکیې او هنګري د مخالفت له امله ځنډېدلې ده.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په مرکز او ولایتونو کې له ټولو امنیتي او دفاعي ادارو په کلکه غوښتنه کړې، چې د اختر په مناسبت دې د خوښۍ ډزې نه کوي. په اعلامیه کې چې دې وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې خپره کړې ویل شوي، چې د تخلف په صورت کې به له سرغړونکو سره جدي چلند کېږي. د اعلامیې له مخې د دوی په ټکو ټول مجاهدين یې باید د ښارونو نظم او د امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي. په مخکېنيو ځینو اخترونو کې د خوښۍ ډزې یو شمېر کسانو ته د مرګژوبلې د اوښتو لامل شوي دي.
د لېتوانیا ولسمشر ګیتاناس ناوسیدا به نن په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره وګوري او له ناټو سره د اوکراین د یو ځای کېدو د هڅو په باب به ورسره خبرې وکړي. زیلینسکي پرون سې شنبې یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې دې اوکراین ته په دې تړون کې د غړیتوب سیاسي بلنه ورکړل شي. د لېتوانیا پلازمېنه ویلنیوس به د جولای له ۱۱مې نه تر دولسمې پورې د ناټو د سرمشریزې کوربه وي. د ناټو غړي د دغې سرمشریزې په درشل کې دې ته نږدې شوي چې، له اوکراین سره اړیکو ته پراختیا ورکړي،... Читать дальше...
د سازمان د جنوبي اسیا څانګې د جون پر ۲۷مه پر ټویټر ولیکل چې درې میاشتې وشوې چې طالب چارواکو ویسا نیولی دی او دا د نړیوالو انساني حقونو، د بیان ازادۍ او د سوله ییزې غونډې له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
د مردان په ګوجر ګړۍ کې زړې چړې او تبرونه تېرول کېږي خو د نوو چړو پر دوکانونو د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نه تر سترګو کېږي. خلک وايي چې په هېواد کې زیاتېدونکې ګرانۍ ورڅخه د اخيستو توان اخیستی دی.
د جون پر ۲۷مه د وزیراعظم دفتر په بیان کې ويلي چې شهباز شریف د نړيوال مالياتي فنډ د منېجنګ ډایرېكټرې کریسټالینا جورجېووا د جون پر ۲۶مه ټېلېفوني خبرې کړې دي.
په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ وايي، چې د لوی اختر د نمانځلو لپاره چمتووالی نه لري. په افغانستان کې خلک معمولاً اخترونه په خوښیو او تیاریو سره نمانځي. خو یو شمېر بېوزله افغان کورنۍ وايي، چې د اختر ورځې د دوی د ژوند له نورو عادي ورځو سره څه توپیر نه لري. د کابل ښار اوسېدونکې شکيلا، چې په کرايي کور کې ژوند کوي وايي، مېړه يې ناروغ دی او د خياطۍ او جامو مينځلو په پيسو د خپلو شپږو ماشومانو نفقه برابروي. نوموړې وويل، په دې اختر کې نه د اغوستلو لپاره نوې جامې لري او نه هم سم خواړه. هغې زیاته کړه... Читать дальше...
په پاکستان کې حکومت اعلان کړی چې د جون پر ۲۹مه به لوی اختر وي
د اوکراین د بېړنیو خدماتو اداره وايي، چې پر ختیځ کراماتورسک ښار د روسیې د راکټي برید د مړو شمېر اتو تنو ته لوړ شوی او ۵۶ نور یې ټپیان کړي دي. د روسیې پوځ پرون د جون ۲۷مه پر دې ښار دوه توغندي وویشتل. دا توغندي د ښار په مرکزي برخه کې پر هغه رسټورانټ ولګېدل چې ډېره ګڼه ګوڼه په کې وه. د بېړنیو خدماتو ادارې پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي، چې درې مړي د نړېدلې ودانۍ له کنډوالو لاندې راایستل شوي او د نورو مړو او ټپیانو د موندنې لپاره عملیات روان دي.
متحدایالات اوکراین ته د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو نوې کڅوړه ورکوي. د امریکا دفاع وزارت پنټاګون پرون د جون ۲۷مه وویل، په دې کڅوړه کې د روسیې پرضد په دفاعي عملیاتو کې له اوکرایني ځواکونو سره د مرستې لپاره د براډلي جنګي ګاډو او د ستریِکر زغرګاډو په ګډون پوځي وسایط او نور تجهیزات شامل دي. په دې اړه د پنټاګون په بیان کې راغلي، چې د دې پوځي مرستې هدف د روسیې د اشغال پر ضد په مبارزه کې د اوکراین ملاتړ دی. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر ټویټر د امریکا مرسته ستایلې او لیکلي یې دي، چې دا به د اوکراین ځواک نور هم زیات کړي.
په کندهار کې د ښځينه افغاني کاليو پېر او پلور ډېر شوی دی. د دې کالیو پلورونکي وايي، د هېواد په داخل کې د مشتریانو ترڅنګ د دې کاليو مینهوال تر ډېره له هېواده بهر دي. دا کالي چې معمولاً په اخترونو، ښادیو او د خوښیو په نورو مراسمو کې یې مېرمنې اغوندي، قیمت یې له درې زرو افغانیو څخه تر اته زره افغانیو پورې رسېږي. نور تفصيل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: