پولیسو د قزاقستان په پلازمېنه استانه او د دې هېواد په لوی ښار الماتي کې د الګا په نوم د یو ناراجستر شوي سیاسي ګوند ۱۴ فعالان نیولي دي. د ازادي راډیو د قزاستان د برخې د راپور پر بنسټ، دغه کسان پرون نیول شوي دي. په الماتي کې مېشت د بشري حقونو مدافع باخیتجان تورګوژینا نن خبریالانو ته ویلي، دغه نیونې د دې ګوند له خوا د پلان شویو لاریونونو د مخنیوي په موخه شوي. د هغه په خبره، لاریونونه د استانې د اوسنۍ نړیوالې دوه ورځنۍ ناستې سره هممهاله پلان شوې وو. په ياده ناسته کې ګډونوالو د اقلیمي تغیراتو،... Читать дальше...
پاکستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د پایپ لاین پروژه ده، د چټکتیا لپاره یوه ګډه طرحه لاسلیک کړه. دا ګډ تطبیقي پلان 'جی آ پي' د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په حضور کې د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان د تېلو وزیر مصدق ملک او د ترکمنستان د دولت وزیر او د ترکمن د ګازو د شرکت مشر مسقط بابایوف لاسلیک کړ. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دې کتنه کې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل،... Читать дальше...
په بدخشان کې د فاتحې پر مراسمو د بريد مسوولیت داعش وسله والې ډلې ومانه. د رویټرز د راپور پر بنسټ، داعش نن جمعه په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا چادونه دوی کړې ده. د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدی د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو، په دې چادونه کې د بغلان ولایت پخوانی امنيه قومندان صفي الله صمیم وژل شوی دی. د راپورنو پر بنسټ، په ياده چادونه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان وو. د داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د جون میاشتي د شپږمې چاودنې مسوولیت هم منلی و. Читать дальше...
د کاناډا په ځنګلونو کې د لګېدلي اور لوګی د امریکا د شمالي برخې ځینو سیمو ته خپور شوی او هوا يې د ساه اخيستو لپاره ککړه کړې ده. په امریکا کې خلکو ته د احتیاط په توګه د ماسکونو اغوستلو سپارښتنه شوې چې دا ډول هغوی د ککړې هوا له اغېزو خوندي شي.
د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو پنجاب ته د کویلې وړونکو اتحادیې "ال پاکستان کول سپلایرز اسوسیېشن" مرکزي جنرل سېکرټري خالقداد وطنپال د جون پر نهمه مشال راډیو ته وویل، احتجاج یې له هغه وروسته پیل کړی وو چې د جون پر لومړۍ نېټه په هرنايي کې وسلوالو د دوی ۴۲ لارۍ په نښه کړې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، که اړتیا وي امریکا به په افغانستان کې د داعش او القاعده د مهمو څېرو د له منځه وړلو لپاره مستقیم اقدام وکړي. انټوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د 'داعش د ماتولو لپاره د نړیوال ایتلاف' د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته، په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې امریکا او متحدین به یې اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي. د هغه په وینا داعش لا هم یو فعال ګواښ دی او امریکا او... Читать дальше...
عمران خان په ۱۹۹۶ز کال کې تحریک انصاف جوړ کړ خو تر ۲۰۱۱ز کال وروسته هغې پارټۍ ته له بېلا بېلو ګوندونو ګڼ مشران ورغلل او د ۲۰۱۳ز کال په انتخاباتو کې تحریک انصاف په لومړي ځل د قامي اسمبلۍ ۳۵ څوکۍ وګټلې. دا راز هغه ګوند په خیبر پښتونخوا کې حکومت هم جوړ کړ.
د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوونکي سازمان (وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز) او د بلوچ یکجهتۍ کمېټۍ مشرانو، فعالانو او د ورکو کسانو د کورنیو غړو د جون پر اتمه په کراچۍ کې مظاهره کړې ده. د مظاهرچيانو وينا وه چې په بلوچستان کې د خلکو د ورکېدو عمل لا هم دوام لري. هغوی د ورکو بلوڅانو د موندلو او خوشې کولو غوښتنه کوله. د بلوڅانو د حقونو سازمانونه او فعالان تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې خلک ورکوي، خو پوځ دا تور په وار روار رد کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو ځانګړې استازې په جلا ناستو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ورستیو حالاتو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړي. د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، په دوبۍ کې یې د متحده عرب اماراتو د دولت د رییس له سلاکار انور قرقاش سره په افغانستان کې پر ګډو ګټو خبرې کړي. وېسټ تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي: "د افغان ښځو او نجونو حقونو ته په خپلو تعاملاتو کې د لومړیتوب ورکولو لپاره د متحده... Читать дальше...
د افغانستان کورني کرکټ په چوکاټ کې د میرویس نیکه په نوم د پیل شویو درې ورځنیو سیالیو په دوام نن شنبه د سپین غر ـ بند امیر او بوست ـ امو لوبډلو ترمنځ لوبې پیل شوي دي. دغه سیالۍ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان او شهید نجیب ترهکي په لوبغالو کې جریان لري. بوست لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ ترسره کړې ده او ټولټال یې ۱۵۹ منډې کړې دي. اوسمهال امو لوبډله توپوهنه کوي. د سپین غر پر وړاندې بیا د بند امیر لوبډلې ښه توپوهنه پیل کړې ده چې، تر دې دمه یې تر ۳۰۰ زیاتې منډې کړې دي. دغه سیالۍ به دوه نورې ورځې هم دوام لري.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د کافا اتلولیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له کوربه قرغزستان سره کوي. دغه سیالي به سبا شنبه د جون ۱۰مه د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، د فوټبال ملي لوبډله د تمریناتو لپاره له سعودي عربستان قرغزستان هېواد ته تللې ده. خبر زیاتوي، تېره ورځ یې د قرغزستان په پلازمېنه بشکک کې لومړني تمرینات ترسره کړل. یاد فدراسیون وايي، په دې تمریناتي کمپونو کې د نوي ټاکل شوي مشر روزونکي عبدالله المطیري له لوري لوبغاړو ته د... Читать дальше...
د اوکراین د دفاع وزارت یوه چارواکې وايي، د اوکراین د ختیځې سیمې دونیڅک د جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت کړکېچن دی او سختې جګړې روانې دي. د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا ملیار نن جمعه ویلي، چې د ختیځې سیمې دونیڅک د جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت کړکېچن دی او هلته جګړې روانې دي. ملیار نن په ټلګرام کې لیکلي، د جګړې د لومړۍ کرښې په ټولو ساحو کې وضعیت کړکېچن دی. د هغې په وینا، 'دښمن' خپلې عمده هڅې د لیمن، بخموت، افدییفکا او ماریینکا پر استقامتونو متمرکزې کړي او سختې جګړې روانې دي. د اوکراین د... Читать дальше...
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د فعالو نادولتي سازمانونو د فعالیت د بندېدو د راپورونو په اړه اندېښنه وښوده. وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف پرون وویل، ممکن د طالبانو حکومت هغه نړیوال سازمانونه چې په کلیوالي ټولګي کې افغان ماشومانو ته زده کړې ورکوي له فعالیته منع کړي د دغه سازمان ویاند وايي، که دا کار وشي دا به د شاه تګ پر لور یو بل ګام وي چې افغانستان ورسره مخ کېږي. سټیفن دوجارېک تېره ورځ ناوخته په یو خبري کنفرانس کې د طالبانو... Читать дальше...
بزګري ستړی کار دی، یوازېتوب یې بیا بیخي سختوي، خو ۷۰ کلن محبوب یې لا د بېچلې ایښودو ته نه دی اړ کړی. نرګس حسن زۍ یوه شېبه په پوله ورسره ناسته او څو خبرې یې ورسره کړې دي. د دې راپور اورېدو لپاره لاندې غږیز فایل کېکاږئ:
د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، په دوبۍ کې یې د متحده عرب اماراتو د دولت د رئیس له سلاکار انور قرقاش سره په افغانستان کې پر ګډو ګټو خبرې وکړې. وېسټ تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي: "د افغان ښځو او نجونو حقونو ته په خپلو تعاملاتو کې د لومړیتوب ورکولو لپاره د متحده عرب اماراتو د اصولي مشرتابه ستاینه کوم." هغه هیله ښودلې چې د افغانانو ملاتړ لپاره د متحده عرب اماراتو او متحده ایالتونو همکاري دوام وکړي. ټوماس وېسټ چې له تېرې سې شنبې تر نن پورې د بریتانیا... Читать дальше...
د تاجکستان چارواکي وايي، د افغانستان د پخوانیو پوځیانو په ګډون په لسګونو افغانان د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي. د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې د راپور له مخې دغه افغانان د افغانستان پولې ته څېرمه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د تصفیې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي. د تاجکستان چارواکو د دې موضوع په اړه سم د لاسه کومه تبصره نه ده کړې. د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې ته ځینو سرچینو پرون پنجشنبه دغه راپور تایید کړی او ویلي یې دي، له ځینو توقیف شویو سره وسلې هم نیول شوي او دوی پلازمېنې دوشنبې ته لېږدول شوي دي. Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت یوه نوې پروسه اعلان کړه، چې له مخې یې افغان وګړي کولی شي، خپله مشروطه ازادي، یا لنډمهالې استوګنه تمدید او هلته خپل ژوند او کاروبار ته دوام ورکړي. دغه وزارت پرون پنج شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، نوې پروسه ساده شوې او لګښت به نه ورباندې راځي او پر شرایطو برابر کسانو ته د دوو کلونو لپاره د مشروطې ازادۍ یا استوګنې د تمدید امکان برابروي. د کورني امنیت وزارت وايي، افغان وګړي که پر شرایطو برابر وي، هڅول شوي چې په امریکا کې د دایمي استوګنې موقف خپل کړي.... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د جون پر نهمه قامي اسمبلۍ ته نوي مالي کال بودیجه وړاندې کوي، د هغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ګراني زیاته شوې او روزګار کم شوی دی. حکومت وايي، د یو لړ پالیسیو په مرسته وضعیت ښه کوي، خو خلک وايي، حکومت دې عملي اقدامات وکړي. خلک وايي، ګراني او خراب اقتصادي وضعیت به سږ کال په اکتوبر کې د انتخاباتو یوه لویه موضوع وي او هغو ګوندونو ته به رایه ورکوي چې د روزګار موقعو برابرولو پخې ژمنې وکړي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورت.
د بلوچستان د پښین اوسېدونکی محمد اکرم ترین له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې په کراچۍ کې د هندواڼې شربت خرڅوي. دی وايي، ۲۵ کسان ورسره کار کوي او په ټرکونو، ټرکونو هندواڼې اخلي. ترین بېوزله کسانو ته وړیا شربت هم ورکوي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د هغه هېواد اقتصاد په ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال کې یوازې صفر اعشاريه ۲۹ فیصده وده کړې او په دې توګه حکومت د پینځه فیصده ټاکلي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی. د اقتصادي ودې د کمېدو یو لوی لامل د صنعتي څانګې کمزوري کېدل دي.
په هند کې د افغان سېکانو او هندوانو یوه پلاوي د هند له بهرنیو چارو وزیر سره خپلې ستونزې شریکې کړې. په دې غونډه کې چې پرون په نوي ډیلي کې وشوه، افغان هندوانو او سېکانو د خپلو ویزو مشکل ایس جی شنکر ته بیان کړ او هغه ته یې وویل چې دوی په افغانستان کې خپلو مذهبي تاریخي ځایونو ته اندېښمن دي. جي شنکر تر غونډې وروسته وویل چې ځینو افغان سېکانو او هندوانو ورته وویل چې دوی غواړي بېرته افغانستان ته ستانه شي، نو د بهرنیو چارو وزارت به پر داسې یوه میکانیزم کار وکړي چې دغو افغانانو ته د تګ او راتګ په ویزو کې اسانتیاوې برابرې کړي. Читать дальше...
د اروپایي ټولنې د اساسي حقونو اداره وایي، د دې ټولنې غړي باید د اوکرایني کډوالو دایمي منلو ته چمتو شي. دې ادارې په خپل کلني راپور کې چې پرون د اتریش په پلازمېنه ویانا کې خپور شو وویل چې له دې کډوالو سره چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي سمې مرستې وشي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، د ۲۰۲۲م کال د فبروري له وروستیو راپه دې خوا شاوخوا اته میلیونه او درې لکه اوکراینیان له خپل هېواده وتلي چې له دې ډلې څخه څه باندې پنځه میلیونه یې د اروپایي ټولنې په څو هېوادونو او سویس او ناروې کې په موقتي ویزو ژوند کوي.
روسي ځواکونو لږ وروسته تر دې د خرسون سېلاب ځپلي سیمې پرون وویشتې چې د اوکراین ولسمشر دې سیمې ته ورغی. ولودومیر زیلینسکي پرون د ژغورونکو هڅې له نږدې ولیدې. ژغورونکي هڅې کوي چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د دنیپر پر سیند د لوی نړېدلي بند له امله په سېلابونو کې ایسار شوي دي. د ازادي راډیو یوه خبریال له سیمې راپور ورکړ چې د ماسپښین له دوو بجو وروسته د خرسون په کورابل سیمه کې څو سترې چاودنې واورېدل شوې. د دې سیمې د پوځي ادارې مشر الکساندر پروکودین وایي چې روسیي ځواکونو د خرسون ساحلي سیمې او د ښار منځ په نښه کړ.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې عالي محکمې پرون د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکیني صدراعظم عمران خان ضمانت د قتل په یوه دوسیه کې ومانه. د عمران خان مدافع وکیل وویل چې دا په دې معنا ده چې په راتلونکو څوارلس ورځو کې د دې قضیې په تړاو څوک عمران خان نه شي نیولی. عمران خان د مې په نهمه د درېیو ورځو په مخه توقیف شو چې له امله یې په پاکستان کې پراخې خونړۍ مظاهرې وشوې. پر ده په لسګونه تورونه لګېدلي دي. عمران خان په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان صدراعظم شو او پروسږ کال پارلمان د عدم اعتماد رایه ورکړه. Читать дальше...
په کندهار کې د هوږې کروندګر وایي، حاصلات يې زيات دي، خو د ساتنې لپاره یې سړې خونې او د پلور بازار نهشته. سږ کال د کندهار په شپږو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ جريبه ځمکه د هوږې کښتونه شوي، چې ۲۷۰۰ ټنه حاصل به ورڅخه ترلاسه شي. نور تفصيل د لاندې غږي فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: