Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

خان: د 'ټي ټي پي' جنګیالي باید له افغانستانه بېرته پاکستان ته ستانه کړای شي

د پاکستان مخکېني صدراعظم عمران خان له افغانستان طالبانو سره د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي پر اړیکو تازه خبرې کړي.


عمران خان د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي باید د سولې د خبرو له لارې په ټولنه کې عادي ژوند ته راوبلل شي.


په دې مرکه کې چې نن خپره شوه، خان وايي، د پاکستان حکومت هغه مهال چې دی په واک کې و، د ټي ټي پي له جنګیالیو سره چې شمېر یې د ده په وینا، د کورنیو له غړو سره ۴۰ زرو ته رسېده دوه کارونه کولای شوای؛ یا به یې ټول وژل یا به یې عادي ژوند ته راوستل.


هغه وویل: "ګورئ، تر ټولو سم کار دا و، چې دا وسله وال په ټولنه کې ځای پرځای شي او عادي ژوند ته راستانه شي. دا کار په نوره نړۍ کې هم شوی. که د تروریزم پر ضد جګړه ختموئ نو باید دا کار د سولې له لارې وکړئ."




خان وايي، چې د ده حکومت دې هدف ته د رسېدو لپاره ځینې مقدماتي کارونه وکړل خو د ده په وینا، په اسلام آباد کې نوی حکومت د دې ربړې د حل لپاره وخت او لازم تفاهم نه لري.


نوموړي زیاته کړه: "موږ په ټولنه کې د دې وسله والو د ځای پرځای کولو لپاره بودیجه هم برابره کړې وه، خو زموږ حکومت وپرځول شو او اوس نوی حکومت نه د دې کار لپاره وخت لري او نه لازم تفاهم."


د پاکستان پخواني صدراعظم وویل چې پوځ د تحریک طالبان پاکستان پر ضد مبارزه هېره کړې او پر ځای یې خپلې ټولې هڅې پر دې متمرکزې کړې، چې د ده ګوند یعنې تحریک انصاف پاکستان له منځه یوسي.


د افغان طالبانو مشرانو د واک له نیولو وروسته لږترلږه دوه ځلې د پاکستاني طالبانو او اسلام آباد ترمنځ د سولې هڅه وکړه، خو نتیجه یې ورنه کړه او وروسته بیا په پاکستان کې د دې ډلې حملو زور واخست.


عمران خان په دې مرکه کې د پاکستان پر ځواکمن پوځ تور ولګاوه، چې له ده څخه د غچ اخیستنې کمپاین یې پیل کړی.


خان مخکې له دې هم ادعا کړې وه، چې پوځ له واکه د ده د لیرې کولو او د ده د وژنې لپاره دسیسې جوړې کړې دي.


عمران خان زیاته کړه، چې په پاکستان کې به رښتینې ډیموکراسي تر هغه مهاله ټینګه نه شي چې پوځ په سیاست کې لاسوهنې بندې نه کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus