Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2023

Новости за 13.05.2023

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزن ضد واکسین کمپاین پیلېږي

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین د فرعي کمپاین د پیل خبر ورکوي. دې وزارت نن وویل چې، د دې کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا شپږ میلیون ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شي. یونېسف پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د پولیو لومړنۍ پېښه یې په ننګرهار ولایت کې ثبت کړې. افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو د پېښې موارد په کې موندل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

شریف: تاوتریخجنو اعتراضونو کې ښکېل کسان به د تروریزم په تور محاکمه شي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، هغه کسان به د تروریزم په تور محاکمه شي چې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له نیول کېدو وروسته په تاوتریخجنو اعتراضونو کې ښکېل وو. شریف نن په خپلو څرګندونو کې همدا راز ژمنه وکړه چې هغه کسان به محاکمې ته راکاږل شي چې په لاهور کې یې د پوځ د یوې قول اردو د قوماندان د استوګنځي په سوځولو کې لاس درلوده. شریف امنیتي چارواکو ته ۷۲ ساعته مهلت ورکړ څو په تاوتریخوالي کې ښکېل ټول کسان ونیسي. عمران خان چې د فساد په لسګونه قضیو کې تورن دی، د سې شنبې په ورځ د فساد ضد محکمې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د جنوب پراختيا په نوم د ورځپاڼې مسوول مدیر وژل شوی

په ایران کې د جنوب د پراختیا په نوم د یوې ورځپاڼې مسوول مدیر اکبر لیموچي د دې هېواد د جنوب لوېدیځ ولایت خوزستان په یو کافي کې وژل شوی دی. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې یوه وسله وال کس تېر ماښام کافي تر ننوتو وروسته پر لیموچي ډزې وکړې. بریدګر له سیمې په تېښته بریالی شوی دی. د دې پېښې لامل تر اوسه نه دی معلوم.

Pa.azadiradio.com 

د ځینو پوځي افسرانو د استعفا له اوازو وروسته پاکستان کې ټولنیزې شبکې بندې شوي

په پاکستان کې خواله رسنۍ نن وروسته تر دې بندې شوې چې پرون په‌کې اوازې خپرې شوې چې یو شمېر پوځي افسرانو استعفاوې کړې دي. په پاکستان کې خواله رسنۍ نن وروسته تر دې بندې شوې چې پرون په کې اوازې خپرې شوې چې یو شمېر پوځي افسرانو استعفاوې کړې دي. د پاکستان د پوځ ویاند دا اوازې رد کړې او ویې ویل چې پوځیان متحد دي او د پاکستان دښمنان د امنیتي ځواکونو د اختلافاتو هڅې کوي چې بریالي به نه‌شي. په پاکستان کې فېسبوک، یوټیوب او ټویټر نن قطع شوی دی. پرون په موقت ډول دا پاڼې وروسته تر دې فعالې شوې چې د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له نړیوالو سازمانونو د ګوټېرېش غوښتنه: د ښځو تر څنګ ودرېږئ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وايي، د ښځو او نجونو د حقونو په وړاندې د سیستماتیکو بریدونو پر وړاندې به هیڅکله هم چپ پاتې نه‌شي. هوسۍ چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د بیولوژۍ ځانګې د درېیم کال محصله وه وايي، د طالبانو په راتګ سره له خپلو درسونو محرومه شوې او اوس یې خیاطۍ ته مخه کړې ده. ۲۵ کله هوسۍ وايي، تعلیم یې حق دی او باید دا حق ترې وانه‌خیستل شي. اغلې هوسۍ له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، طالبان باید افغان مېرمنو ته خپل شرعي حقونه ورکړي. نوموړې وايي: "په دغه سیاسي تحولاتو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پخوانۍ ميناتوري په نوي سبک سره؛ يوې نجلې د دې هنر د غوړېدا هڅې پيل کړي

د هرات ولايت اوسېدونکې عفت سعادت حسیني هغه څوک، چې پخوانۍ ميناتوري يې له نوي سبک سره یو ځای کړې او د ګرافیک په توګه يې انځوروي. ٢٦ کلنه عفت سعادت حسیني چې اصلي د کابل ده او اوس په هرات کې ژوند کوي، د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي په ګرافیک څانګه کې يې لوړې زده‌کړې کړي دي. د عفت په خبره، وروسته له زده‌کړو هغې د "کهن‌وار" په نوم یو سبک جوړ کړی چې پخوانۍ میناتوري يې له اوسني ګرافیکي انځورونو سره یو ځای کړې ده. عفت ازادي راډيو ته وویل، کهن‌وار سبک د لرغونو ښکلاګانو ښکارندوی دی. نوموړې وايي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

عوامي نېشنل ګوند د ۲۰۰۷ کال د مې ۱۲مې پېښې قربانیانو په یاد غونډه وکړه

عوامي نېشنل ګوند د ۲۰۰۷م کال د مې د ۱۲مې نېټې د خونړۍ پېښې په یاد د کراچۍ په باچاخان مرکز کې یوه غونډه جوړه کړې وه. په یاده پېښه کې د ۵۰ په خواوشا کې کسان وژل شوي وو چې ډېری یې پښتانه وو. سیاسي ګوندونه او وکیلان وايي، د عدلیې د ازادۍ لپاره خلکو قربانۍ ورکړې خو په ځواب کې د هغوی کورنیو سره هېچا انصاف ونکړ. له کراچۍ د نیاز علي ویډیويي راپور.

Mashaalradio.com 

افتاب خان وايي په سوات کې د پوځي عملياتو پرضد به موثره اواز پورته کوي

دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د سوات د «ولسي پاڅون» مشر افتاب خان مېلمه کړی دی. نوموړی له ۲۰۲۲م کال له اګست مياشت راهيسې په سيمه کې د بدامنۍ پرضد د لاريونونو او احتجاجي مظاهرو مشري کوي. نوموړي تېر کال خپلې لوړې زدکړې مکملې کړې خو د نوکرۍ يا د کاروبار پرځای يې د ولسي پاڅون بنسټ کېښود. هغه وايي، په پاڅون کې زيات شمېر د ځوانانو دی چې د بدامنۍ پرضد راوتلي دي. د ده په خبره په سيمه کې کله هم د پوځي عملياتو اجازه نه ورکوي او ولس پوه دی او ټولو له پکار ده چې د موجوده بدامنۍ خلاف يو موټي شي. د خپروني کوربه ګل اياز دی.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ښوونځیو ډېری زده کوونکي د درسي کتابونو له نشتوالي شکایت کوي

د کابل ښار یو شمېر زده‌کوونکي او کورنۍ یې شکایت کوي چې د ښوونیز کال له پیله نږدې دوه میاشتې تېرې شوې، خو تر اوسه زده‌کوونکو ته درسي کتابونه نه‌دي وېشل شوي. د کابل ښار د يوه ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکې ستایش وايي، سږ کال د ښوونځي ادارې ورته ځينې اړين کتابونه نه‌دي ورکړي او له همدې امله له ګڼو ستونزو سره مخ ده. نوموړې پرته له دې چې خپل د ښوونځي نوم واخلي، ازادي راډیو ته یې وویل: "دوه میاشتې کېږي چې ښوونځي خلاص شوي، خو لا مو کتابونه نه‌دي ترلاسه کړي. ښوونکي موږ ته پوښتنې راکوي، خو نه یې شو ځوابولی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د پولیو مثبته پېښه؛ یونېسف: په ختیځ کې د پولیو ویروس د خپرېدو وېره شته

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبیلو ایچ او' وايي، که څه هم د تېر میلادي کال په پرتله په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د چاپېریالي مثبتو نمونو شمېر کم دی، خو تازه په ننګرهار کې د پولیو یوه مثبته پېښه رامنځته شوې ده. که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو د کمېدو خبر ورکړی، خو په روان ۲۰۲۳ لمریز کال کې په دې هېواد کې د پوليو تازه پېښه ثبت شوې ده. د روغتیا نړیوال سازمان له لوري په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د ګوزڼ وروستۍ مثبته پېښه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ: بلوچستان کې د شپږو پوځيانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي

د پاکستان پوځ نن وویل چې بلوچستان کې د شپږو پوځيان په ګډون ديارلس کسان وژل شوي دي. د پوځ په بیان کې راغلې دي، په مسلم‌باغ کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز د جمعې په ورځ سهار وختي وسله‌والو برید وکړ او درې کورنۍ یې برمته کړې. پوځ وایي، نن سهار یې سیمه تصفیه کړه او د تصفیوي عملیاتو پر مهال شپږ پوځیان او یو ملکي ووژل شول او د يوې مېرمنې په شمول شپږ تنه نور ټپیان شول. د پوځ په بیان کې راغلي چې شپږ سره ترهګر د عملیاتو پرمهال وژل شوې دي. تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه‌دی منلی، خو په بلوچستان کې اکثر... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ وایي مشران يې متحد دي او د مارشل لا هېڅ امکان نه شته

د پوځ ویاند د مې پر ۱۲مه په خپاره کړي یو بیان کې هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې د پوځ په مشرتابه کې، پاکستان د اوسني سیاسي کړکېچ پرسر اختلافات دي او له دې امله ځینې پوځي مشرانو استعفاوې ورکړي دي.

Pa.azadiradio.com 

آی‌پي‌ایل؛ راشدخان یوځل بیا د توپ اچونکو د جدول په سر کې راغی

د هند د غوره لیګ لوبو یا آي پي ایل په بالرانو کې د راشدخان نوم یو ځل بیا د جدول په سر کې راغی. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان چې د هند په غوره لیګ کې له ګجرات لوبډلې سره لوبېږي، په پرونۍ لوبه کې څلور وېکټې واخیستې چې له دې سره اوس په دولسو ترسره کړیو لوبو کې دی درویشت ویکټې لري. په ده پسې د هند د ملي لوبډلې لوبغاړي چاهل دی چې په دولس لوبو کې یې یوویشت وېکټې خپلې کړې دي او په درېیم مقام هم یو هندی لوبغاړی چاولا دی چې په دولس لوبو کې نولس وېکټې لري. د هند د غوره لیګ لوبو په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا په خليج کې خپل پوځي حضور پياوړی کوي

د امریکا متحده ایالتونه غواړي، په خلیج کې خپل پوځي حضور وروسته تر دې پیاوړی کړي چې ایران په وروستیو میاشتو کې تجارتۍ بېړۍ د فارس خلیج په اوبو کې ګرځولې او تهدید کړې دي. امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې په بحرین کې د دوی په یوه پوځي مرکز کې پر دې کار روان دی چې د هرمز په تنګي کې د کښتیو او الوتکو ګزمې زیاتې کړي. د امریکایي کښتیو قوماندان براډ کوپر په یوه بیان کې وویل چې په غیرقانوني او غیرمسوولانه توګه د ایران له لورې د سوداګرو د کښتیو د ګرځولو او نیولو مخه باید ونیول شي.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين ولسمشر ایټالیا ته ځي

تمه ده چې نن د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د ایټالیا پلازمېنې روم ته ولاړ شي. بل لور ته روسیې په بې‌پیلوټه ډرون الوتکو یو ځل بیا د اوکراین پلازمېنه کییف او یو شمېر مرکزي او جنوبي ښارونه په نښه کړي دي. د راپورونو له مخې د دې بمباریو له امله وسایل تخریب شوي دي. دا په نږدې دوو اوونیو کې شپږم ځل دی چې روسي ځواکونه پر کییف د ډرون حملې کوي. له اوکراینه رارسېدلي راپورونه وایي چې اوکرایني پوځیانو په باخموت کې چې له میاشتو راهیسې جګړه په‌کې روانه ده، پرمختګ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

لاهور ته له رسېدو سره سم زرګونه کسانو د 'عمران خان' تود هرکلی وکړ

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان وروسته تر دې چې له توقیف څخه خوشې شو، لاهور ته ورسېد او د ده په زرګونو پلویانو د خپل مشر هرکلی وکړ. ده تېره شپه تر خپل سفر مخکې په اسلام‌اباد کې د سترې محکمې مخې ته وویل چې پوځیانو دی نه و نیولی، اختطاف کړی یې و. بل لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سترې محکمې پر پرېکړه انتقاد کړی دی. سترې محکمې پرون وویل چې عمران خان تر راتلونکې چهارشنبې څوک نه‌شي نیولی. د عمران خان ملاتړیو د خپل مشر تر نیولو وروسته خونړۍ مظاهرې وکړې. اسوشېټېډپرېس... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان جمهوري غورځنګ د سپريم کورټ د "رويې" پرضد احتجاجي پرلت اعلان کړی

مولانا فضل الرحمان د مې پر ۱۲مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته په وینا کې تور ولګاوه چې ستر عدالت د  ۶۰ اربه روپو غلا کوونکي ته تحفظ ورکوي. هغه د تحريک انصاف نوم ياد نه کړ خو وې ويل چې په ټول هېواد کې غونډه ګردي او ترهه ګري روانه ده، د پوځي مشرانو پر کورونو حملې کيږي او عدالت ورته تحفظ ورکوي.

Mashaalradio.com 

د فلسطین د غربي څنډې ۱۴۳ کلن پخوانی حمام ولې مشهور دی؟

د اسراییلو تر واک لاندې په غربي څنډه کې یو فلسطیني ۱۴۳ کاله پخوانی حمام د خلکو لپاره بیا پرانیستی دی. په الخلیل یا هېبرون ښار کې هغه حمام د یهودانو او مسلمانانو ترمینځ د تاوتریخوالي پر مهال یوشمېر ځلې وران شوی او تړل شوی دی. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

ارواپوهان: د نشه‌يي موادو اعتیاد د کورنۍ جوړښت ويجاړوي

ارواپوهان وايي له کورنیو څخه د معتادینو لرې‌والی د دې سبب کېږي چې د هغوی درملنه ښه پايله ونه‌ لري او د کورنۍ له ملاتړ پرته بېرته د معتادینو له ټولۍ سره یو ځای کېږي. ۴۸ کلن ګل‌زمان د دوو ماشومانو پلار دی او تر نشو مخکې د موټرو د رانیولو او خرڅولو کاروبار کاوه، اقتصادي وضعیت یې ښه و او کله ناکله به یې له بې‌وزلو خپلوانو سره هم مالي مرسته کوله. دی وايي چې تر نشو وروسته یې لومړی کار پرېښود او وروسته یې ورو ورو اقتصادی وضعیت خراب شو. ګل‌زمان وایي چې پنځلس کاله کېږي خپله مېرمن او ماشومان یې نه‌دي لیدلي او خپلوانو هم هېر کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکمنستان له افغانستان سره د ۱۲۵ ټنه مرستې خبر ورکړی

ترکمنستان له افغانستان سره د ۱۲۵ ټنه مرستې خبر ورکړ. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړه چې په دې مرستو کې روغتیایي مواد او جامې شاملي دي. د دې خبرپاڼې له مخې د ترکمنستان یو شمېر روغتیایي کارکوونکي هم د هرات په تورغونډۍ ولسوالي کې هغه روغتیایي مرکز ته استول شوي چې په ۲۰۱۶م کال کې ترکمنستان جوړ کړی و.

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې د موټر اوښتو پېښه کې ۷ کسان مړه او ۲۱ ټپيان شوي

په بدخشان کې د موټر د اوښتو په پېښه کې ۷ کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي. باختر اژانس د سیمې د خلکو په وینا خبر ورکړ چې د جمعې په ورځ د خاش په ولسوالۍ کې یو موټر چې واده ته روان و چپه شو. په افغانستان کې د ترافیکي پېښو اصلي سبب د لارو خرابوالی او د موټروانانو بې پروایي بلل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

مککال د افغان نجونو او مېرمنو په اړه د يوې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال له ښځو او نجونو سره په افغانستان کې د طالبانو د چلند په خاطر د یوه بحث د جوړېدو غوښتنه وکړه. ټاکل شوې ده چې دا غونډه راتلونکې اوونۍ چهارشنبې په واشنګتن ډي سي کې جوړه شي. په دې غونډه کې به د افغانانو په استازيتوب په متحد ایالتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني او پخوانۍ افغان ډیپلوماته هدیه امیري ګډون وکړي.

Pa.azadiradio.com 

میلیټري نیوز: افغانستان یوځل بیا د تروریزم په نړیوال ډګر بدلېږي

ټایمز آف سان دییګو: په کلیفورنیا کې چاپېدونکې ټایمز آف سان دییګو ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د هغو کډوالو په اړه چې د مکسیکو په سرحد کې را ټول شوي دي یو مطلب خپور کړی. دا کډوال غواړي چې په متحدوایالتونو کې د کډوالو لپاره د کرونا د وبا د مهال د یوه قانون د اعتبار د مودې د پای ته رسېدو له فرصت څخه ګټه واخلي او امریکا ته ولاړ شي. د دې قانون موده د جمعې په ورځ پای ته ورسېده چې ورسره د متحدوایالتونو په سرحدونو کې د لسګونه زرګونه کډوالو برخلیک هم له یوه مبهم حالت سره مخامخ شو. دې قانون سرحدي ساتونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمران خان تر خوشې کېدو وروسته لاهور ته روان شوی

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان وروسته تر دې چې له توقیف څخه خوشې شو، د لاهور پر لور روان شو. ده تېره شپه تر خپل سفر مخکې په اسلام‌اباد کې د سترې محکمې مخې ته وویل، پوځیانو دی نه و نیولی، اختطاف کړی یې و. بل لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سترې محکمې پر پرېکړه انتقاد کړی دی. سترې محکمې پرون وویل چې عمران خان تر راتلونکې چهارشنبې څوک نه‌شي نیولی. د عمران خان ملاتړیو د خپل مشر تر نیولو وروسته خونړۍ مظاهرې وکړې. اسوشېټېډپرېس اژانس خبر ورکوي چې د مظاهرو په... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus