کندهار کې د ښځو د ځانګړي سوداګریز مارکېټ تر بندېدو وروسته ډېری مېرمنو د اولادونو د روزنې لپاره کورونو کې کار ته مخه کړې. دغه مېرمنې وايي، د زياتو اړتیاو او کورنیو د ساتنې لپاره محبوره دي چې په کورونو کې دننه کار وکړي. مېرمنې وايي، په کورونو کې ګټه کمه ده، که د طالبانو حکومت بېرته د ښځو د سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو اجازه ورکړي، نو د دوی اقتصاد به بیا وغوړېږي. د ښځو سوداګریز مارکېټ په تېره جنوري میاشت کې د طالبانو د حکومت لهخوا په مؤسسو کې د ښځو د کار تر بندیز وروسته وتړل شو. ياد سوداګریز... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ناټو ته یوه نوې طرح وړاندې کړې او ویلي یې دي چې ناټو دې په راروانه جولای میاشت کې په خپله غونډه کې په دې ټلواله کې د غړیتوب د ترلاسه کولو په هدف د اوکراین د هڅو په اړه یوه مثبته سیاسي پرېکړه وکړي. زیلینسکي نن د کوپنهاګن د ډیموکراسۍ په غونډه کې چې ده د ویډیوکنفرانس له لارې وینا ورته کوله وویل، هغه وخت رارسېدلی دی چې په اروپا کې د بې برخلیکۍ حالت پای ته ورسېږي. د اوکراین لوېدیځ متحدان له دې هېواد سره د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره د وسلو او تجهیزاتو مرستې کوي، خو کییف... Читать дальше...
د ترکیې د انتخاباتو د کمېسیون مشر احمدیېنیر نن وویل چې د یکشنبې ورځې انتخابات دویم پړاو ته ولاړل. د ترکیې د قوانینو له مخې د دوهم پړاو انتخابات به د مې په ۲۸مه ترسره شي. د انتخاباتو د نتایجو له ننني اعلان وروسته معلومه شوه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹،۵۱ سلنه رایې ګټلي، خو د پوره بریا لپاره یې لازمې رایې نه دي پوره کړي او د اردوغان اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو په سلو کې ۴۴،۸۸ رایې ګټلي. اردوغان او قلیچدار اوغلو دواړو د انتخاباتو د دوهم پړاو هرکلی کړی. د څارونکو په باور اردوغان له شل کلنې... Читать дальше...
په نورستان کې د پنځه میلیون ډالرو په لګښت د شاوخوا ۲۰۰ رغنیزو پروژو د تطبیق چارې پیل شوي او تمه ده له دې سره به د دې ولایت زرګونه اوسېدونکو ته د کار امکان برابر شي. په دې پروژو کې د استنادي دېوالونو، سړکونو، سربندونو، او ویالو جوړول شامل دي. د نورستان د کلیو د پراختیا ریاست ویلي چې د دې پروژو لګښت ملګري ملتونه ورکوي. د نورستان لپاره د طالبانو سرپرست والي شېراحمدحقاني ویلي چې له دې پروژو څخه به د مرکز او ولسوالیو خلک ګټه واخلي.
په نوي ډیلي کې د جمهوري نظام د مهال سفیر وايي چې افغان سفارت د طالبانو حکومت ته نه دی سپارل شوی. فرید ماموندزي په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن خپور شو ویلي، د سفارت یوه کارکوونکي، قادرشاه هغه مهال چې دی په سفر تللی و هڅه وکړه د طالبانو په استازیتوب د سفارت واګي په لاس کې واخلي، خو د ده په وینا نوموړی بریالی نه شو. مخکې له دې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین ازادي راډیو ته ویلي و چې د دوی حکومت قادرشاه په هند کې د افغانستان سفارت ته د نوي شارژدافېر په توګه معرفي کړی. د هند حکومت تراوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یو شمېر کروندګر وايي، په کروندو او محصولاتو یې د ملخانو بریدونو ته اندېښمن دي. د بغلان یو کروندګر عبدالستار وايي، ملخانو یې د غنمو او نورو حاصلاتو یوه لویه برخه له منځه وړې ده. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ کښتونه یې ډېر وخوړل، زغر، اینجه او غنم مو کرلي وو. حکومت باید د دې ملخانو غم وخوري او مرګ ته یې دوا پیدا کړي." د بغلان ولايت يو بل کروندګر نجيب الله وايي، سږ کال د وچکالۍ ترڅنګ په کروندو یې د ملخانو برید یو بل تاوان و چې د دوی حاصلاتو ته واوښت. دا کروندګر وايي... Читать дальше...
د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې نن د ماشومانو د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شو. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي چې د دې کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کمعمره نږدې شپږ نیم میلیون ماشومانو ته د پولیو پرضد د واکسین څاڅکي ورکړل شي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د پولیو دویمه پېښه د یکشنبې په ورځ د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوه. د سږني کال لومړنۍ پېښه هم په دې ولسوالۍ کې ثبت شوې وه. پولیو په نړۍ کې له منځه تللې خو افغانستان او پاکستان یوازیني... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د اروپایي هېوادونو د سفر په لړ کې لندن ته رسېدلی او د بریتانیا له صدر اعظم ریشي سوناک سره یې کتلي دي. اسوشیتیدپریس خبري اژانس لیکلي چې بریتانیا به زیلنسکي ته د نورو وسلو او پوځي تجهیزاتو د ورکړې ژمنه وکړي. زیلنسکي پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې بریتانیا پخوا هم د دوی د هوایي او ځمکنیو ځواکونو په پیاوړتیا کې مخکښه وه او په خبره یې اوس به هم دغه همکاري دوام کوي. د اوکراین ولسمشر تر دې وړاندې امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته د دې لپاره سفر کړی چې د روسیې په وړاندې جګړه کې ترې پوځي تجهیزات او مرسته وغواړي. Читать дальше...
د ترکیې د ټاکنو کمېسیون د ماسپښین په شاوخوا درې نیمو بجو اعلان وکړ چې، هیڅ یوه نوماند پنځوس جمع یو فیصد نهدي پوره کړي. د کمېسیون مشر احمد یینر ( Ahmet Yener ) خبریالانو ته وویل، شاوخوا ۳۵ زره رایې لا هم نهدي شمېرل شوي، خو په خبره یې هغه برخهلیک ټاکونکې نهدي. د دغه کمېسیون د اعلان له مخې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹ اعشاریه پنځه او سیال یې کمال کلیچدار اوغلو ۴۴ اعشاریه نهه فیصده رایې خپلې کړي دي. ولسمشریزو ټاکنو ته دوه نور نوماندان سنان اوغان او محرم انجه هم ولاړ وو چې اوغان څه باندې پنځه او انجه نږدې یو فیصد رایې خپلې کړي دي. Читать дальше...
د پاکستان سرشمېرنې ادارې مشر ډاکټر نعیم الظفر ویلي، ټولو صوبو ته یې ویلي چې د مې تر ۱۵مې د وګړو شمېره پایې ته ورسوي او دا نېټه نوره و نه غزوي
نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر تېلاسیمیا غږېدلي یو. د مې پر اتمه د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ ولمانځل شوه. تېلاسیمیا یوه میراثي ناروغي ده چې دوه بڼې لري چې یوه یې وړه او بله یې لویه بلل کېږي. اکثر د وړې تېلاسیمیا لرونکي خلک علاج ته اړتیا نه لري خو د لویې بڼې لرونکي یې د دوامداره درملنې ضرورت لري. په خپرونه کې پر دې ناروغۍ تفصیلي بحث اورېدای شئ.
په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکي سازمان عورت فاونډېشن بلوچستان په وروستي خپاره کړي راپور کې ویلي پر ښځو د تشدد په پېښو کې له ۳۰۰ زیاتې ښځې وژل شوي او ځینې نورې ژوبل شوي دي
په افغانستان کې د مالیاتو په برخه کې د خصوصي سکتور تر پرلهپسې انتقادونو وروسته، د طالبانو حکومت وايي، د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په موخه یې مالیاتو کې تخفیف اعلان کړي. د طالبانو حکومت ادعا کوي چې، د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په موخه یې په مهمو مالیاتي موضوعاتو کې اسانتیاوې رامنځته کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د خصوصي سکتور استازو په وار وار د کمې ګټې او لوړو مالیاتو له امله شکایت کړی دی. طالب چارواکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دې اسانتیاو او په مالیاتو کې د تخفیف راوستو اعلان وکړ. Читать дальше...
په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهېل شاهين په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د دوی له لوري د نوي شارژدافېر د معرفي کېدو خبر ورکوي، خو د افغانستان سفارت بیا دا خبره رد کړه. په هند کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ټول ډيپلوماتان یې خپلو دندو ته دوام ورکوي. د سفارت په اعلامیه کې چې د دوی په رسمي فیسبوک پاڼه خپره شوې سفارت کې د بدلون خبرونه افواهات بلل شوي دي. دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین دوشنبې ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "قادرشاه،... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځانګړی مینهوال رحیم صدیقي وايي، د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ سيریز لپاره داسې کمیسونه جوړوي، چې شاته پرې لیکل شوي وي، د نجونو ښوونځي پرانېزئ. نوموړی وايي، په دې اړه باید پر نړیوالو په بیا بیا غږ وشي. ښاغلی صديقي وايي: "بنګلهدېش ته زما سفر دی، د افغانستان او بنګلهدېش سيریز دی. انشاالله دا راروانې میاشت کې، تیشټې مې جوړې کړي، شاته ورباندې د خویندو لپاره پیغام ورکوم، چې د نجونو ښوونځي باید پرانیزئ او نور داسې یو پاڅون به هم کوو، په نړیوالو باندې باید غږ وکړو."... Читать дальше...
په ترکیه کې د مې پر ۱۴مه خلکو د ولسمشرۍ او پارلېمان څوکیو لپاره رایې واچولې خو د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) د ترکیې د انتخاباتي ادارې له خولې ویلي دي چې تر اوسه شمېرل شوې رایې ښيي چې هېڅ نوماند هم په لومړي پړاو کې د ولسمشر کېدو لپاره اړین ۵۱ فیصده ووټونه نه دي ترلاسه کړي.
د افغانستان کرکټ بورد له سریلانکا سره درېیو یو ورځنیو یا پنځوس اوره لوبو ته نن خپله لوبډله اعلان کړه. کریکټ بورد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لوبې به د راتلونکې جون میاشتې له دویمې تر اوومې نېټې پورې د سریلانکا په همبانټوټا ښار کې ترسره شي. له سریلانکا سره په لوبېدونکو لوبغاړو کې په ترتیب سره د حشمت الله شهیدي، رحمت شا، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل، عضمت الله عمرزي، راشد خان، مجیب رحمان، نور احمد، عبدالرحمان، فضل الحق فاروقي او فرید ملک نومونه یاد شوي دي. Читать дальше...
غنچه ګل کریمي، چې په هرات ولایت کې یې د شاتو مچیو دوه لوی فارمونه جوړ کړي وایي، له همدې لارې خپل ژوند مخته وړي. په دې راپور کې، چې زموږ همکارې ثنا کاکړ جوړ کړی او د غنچه ګل په غږ پیلېږي، د نوموړې د ژوند، خاطرو او د مچیو ساتلو د طریقې په اړه به ډېر واورئ. د راپور اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي نن دوشنبه د مې ۱۵مه د بریتانیا له صدراعظم ریشي سوناک سره ګوري. زیلنسکي پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې بریتانیا پخوا هم د دوی د هوایي او ځمکنیو ځواکونو په پیاوړتیا کې مخکښه وه او په خبره یې اوس به هم دغه همکاري دوام کوي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې زیلنسکي د بریتانیا صدراعظم ته د خپل ملګري خطاب کړی او زیاته کړې ده چې لندن کې به دوه په دوه او دغه راز د پلاوو په حضور کې سره ګوري. د اوکراین ولسمشر تر دې وړاندې امریکا او یوشمېر اروپایي هېوادونو ته... Читать дальше...
رانا ثناالله زیاته کړه"دا تاسو (تحریک انصاف) چې څه کړې دي، تر دې وروسته به دا ووايم چې د دې حل يوازې دا دی چې دغه ګوند نور کاالعدم اعلان کړل شي."
د امریکا په کیلېفورنیا ایالت کې د سپیو د ښایست یوه سیالي او مېله شوې. دا مېله هر کال هلته کېږي چې پکې مالکان سپیو ته ښایسته جامې وراغوندي او له غونډې ترلاسه شوې پیسې د کوڅه ډبو سپیو ساتنې یو مرکز ته ورکوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
دا اعلان د مې پر ۱۲مه د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې تر هغې وروسته په خبرې غونډې کې کړی وو کله چې سپريم کورټ د عمران خان د خوشي کولو پرېکړه وکړه.
سهيل شاهين د مې پر ۱۵مه نېټه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې لیکلي، "قادرشاه چې هلته یې سفارت کې کار کاوه، د اوس لپاره شارزدافیر ټاکل شوی."
د امریکا د کانګرس یوه مخکښ غړي د تحقیقاتو لپاره له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د نامنظمه وتلو په اړه د ټولو مرکو د متن غوښتنه وکړه. د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس مایکل مککال پرون یکشنبې په رسمي ډول د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنځو هغو پخوانیو او اوسنیو چارواکو د مرکو غوښتنه کړې چې له افغانستانه د بې بندوبسته وتلو په پروسه کې ښکېل وو. مککال په خپل بیان کې ویلي، دوی د روانو څېړنو په ترڅ کې دې نتیجې ته رسېدلي چې پنځه تنه مهم معلومات لري چې له افغانستانه د بایډن د... Читать дальше...
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ريیس سهیل شاهین وايي چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو د حکومت له لوري نوی شارژدافېر معرفي شوی دی. شاهین نن دوشنبې ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "قادرشاه، چې هلته یې سفارت کې کار کاوه، د اوس لپاره شارژدافېر ټاکل شوی." ازادي راډیو په هند کې د افغانستان له سفیر فرید ماموندزي سره تماس ونیوه چې ایا لا هم د سفیر په توګه دندې ته دوام ورکوي او که نه خو هغه ځواب ونه وایه. مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې ماموندزی بریتانیا ته تللی او د هند حکومت ډیلي ته د بېرته تګ اجازه نه ده ورکړې.