که په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د تاوتریخوالي ډک اعتراضونه تاوده وو، نو په ټولنیزو رسنیو کې د دې ګاونډي هېواد پر روان وضعیت د افغانانو بحثونه او تبصرې هم ګرمې وې. ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې په خپلو تبصرو او لیکنو کې د پاکستان وروستي حالات او پر دولتي او نظامي ادارو د اعتراض کوونکو بریدونه د خپل هېواد د څو لسیزو له وضعیت سره مقایسه کړي او ځینو دا د پاکستان لپاره د افغانستان د اوږدې کورنۍ جګړې منفي پایلې بللې دي. د ټویټر افغان کارونکي پامیر شنصب په پاکستان کې د یوې اور لګېدنې له تصویر سره د رحمان بابا یو شعر لیکلی او ویلې یې دي... Читать дальше...
د پاکستان سترې محکمې نن د مخکیني صدراعظم عمران خان نیول ناقانونه وبلل. دا حکم د عمران خان د نیولو په درېیمه ورځ او وروسته تر دې صادر شو چې د هغه د نیولو په غبرګون کې خونړي او پراخ اعتراضونه وشول. د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته لارښونه شوې چې د ځان د امنیت او خوندیتوب لپاره دې محکمې کې تر بیا حاضرېدو له پولیسو سره پاتې شي. ټاکل شوې چې د خان محاکمه سبا جمعه ترسره شي. خان د سه شنبې په ورځ ونیول شو او په غبرګون کې یې له پراخو ګډوډیو وروسته له پوځه د وضعیت د کنټرول مرسته وغوښتل شوه. په... Читать дальше...
د پاکستان سترې محکمې د دې هیواد د پخواني صدراعظم د بندی کېدو حکم چې مخکې د اسلام آباد یوې محکمې صادر کړی و، "بی اعتباره" وباله. پولیسو، د تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان د سی شنبې په ورځ په اسلام آباد کې ونیوه. د هغه تر زنداني کېدو وروسته په پاکستان کې خونړۍ مظاهرې وشوې چې تر اوسه دوام لري.
د موی تای په نړیوالو لوبو کې د افغان لوبغاړي پرلپسې بریا او د کرکټ نړیوالې شورا له خوا افغانستان ته د لږې بودیجې په اړه نیوکې.
په داسې حال کې چې کرکټ نړیوالې شورا یا آیسيسي د خپلې کلنۍ بودیجې د اعلان په ترڅ کې افغانستان ته د کال ۱۶،۸۲ میلیونه ډالره بودیجه ټاکلې، خو د کرکټ یو شمېر پوهان بیا یاده اندازه پیسې د افغانستان لپاره کمې ګڼي. د کرکټ نړیوالې شورا د چهار شنبې ورځې ناوخته افغانستان ته په کلني ډول ۱۶،۸۲ میلیونه ډالره بودیجه اعلان کړه. افغانستان ته دا بوديجه د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ ورکول کېږي. سره له دې چې د کرکټ نړيوالې شورا له خوا تازه اعلان شوې بودیجه د افغانستان لپاره د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاته... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی مير خان مقری دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی او له یوې مودې راهيسې له خپلې کورنۍ سره يوځای د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې اوسي. میر خان مقری وايي، د خپل پلار پر پله يې پل ايښی او په سندرو کې د مينې، سولې او د ولسونو د يووالي پيغامونه ورکوي. دی زیاتوي، ځينې خلک د سندرې له همدې "زوره وېرېږي او بنديز پرې لګوي." دی له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستانه له وتلیو هنرمندانو سره مرسته وکړي. په خپرونه کې د مير خان مقري خبرې او سندرې اورېدای شئ.
د پاکستان سترې محکمې د مخکیني صدر اعظم عمران خان د خوشې کېدو امر کړی دی. رویټرز خبري اژانس د پاکستان د جیو تلوېزیون په حواله دغه خبر خپور کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې نن په درېیمه پرلهپسې ورځ هم پاکستان کې د عمران خان تر نیولو وروسته تاوتریخجنې مظاهرې روانې دي. د پوليسو او تحريک انصاف پلويانو ترمنځ په نښتو کې اووه کسان مړه شوي او لسګونه ژوبل دي. بلخوا پوليسو د پاکستان تحريک انصاف لسګونه مشران او سلګونه پلويان نيولي دي. د پېښور لېډي ريډنګ روغتون وياند محمد عاصم نن د ازادي راډیو مشال... Читать дальше...
د زدهکړو د برخې د فعال مطیعالله ویسا او د شاعر او لیکوال ذبیحالله عیار ځینې همکاران او خپلوان د طالبانو له بنده د دوی د ژر ازادېدو غوښتنه کوي. د قلملار بنسټ یوې غړې حسینې سادات د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د برخلیک په اړه یې هېڅ معلومات نهشته، موږ د اوسني حکومت له مشرانو غواړو چې ژر تر ژره ویسا ازاد کړي. مطیعالله ویسا له هېڅ سیاسي بنسټ سره اړیکه نه درلوده او د ژوند ډېره برخه یې د دردېدلو افغانانو په خدمت کې تېره کړې ده. هغه هیچا ته ګواښ نه و او نه یې کوم سیاسي پروګرام درلود." ... Читать дальше...
څه د پاسه ۶۰۰ ورځې وشوې چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو دروازې بندې دي، خو طالبان یې لا هم د پرانیستلو لپاره د مناسبو شرایطو په لټه کې دي. د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر سید حبیب الله اغا وايي، د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره مناسبو شرایطو ته اړتیا ده. نوموړي پنجشېر ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې رسنیو ته ویلي: "اوسمهال شرايط مساعد نهدي، کله چې شرايط مساعد شي، د شريعت له احکامو سره سم به د ملت په همکارۍ او د علماو په ګډون دغه مسله حل شي." د ښاغلي حبیب الله... Читать дальше...
پر چيف جسټس عمر عطا بنديال، جسټس محمد علي مظهر او جسټس اطهر من الله باندې مشتملې درې کسيزې جرګګۍ دا امر په القادر ټرسټ قضيه کې د عمران خان د ګرفتارۍ پر ضد د پاکستان تحريک انصاف د درخواست د اورېدنې پر مهال وکړ.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي، په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۸۷۵ زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. نقیب احمد چې د کندهار ولایت اوسېدونکی دی او یوه لور یې په خوارځواکۍ اخته ده وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې ماشوم او مور ته مناسب خواړه برابرولای نهشو، ځکه یې لور خوارځواکه شوه. نوموړی وايي: "یوه لور مې په خوارځواکۍ اخته ده، ځکه اقتصادي چارې له صفر سره ضرب دي، دندې نهشته، هغوی ته کار نه ورکول کېږي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې زدهکړې کړي، نو هغوی نهشي کولای... Читать дальше...
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اروپايي ټولنې په منځګړتوب د خبرو اترو په درشل کې نن د مې ۱۱مه د دغو دواړو هېوادونو په پولو کې د نویو بریدونو راپورونه ورکړل شول او دواړو لورو یو بل د دې کار په پیل تورن کړل. د ارمنستان د دفاع وزارت وايي، د اذربایجان ځواکونو نن سهار د دغه هېواد د پلازمېنې ایرووان ختیځ په ۱۸۰ کیلومترۍ کې د دوی پر پوستو ډزې کړي چې په پایله کې یې درې ارمني سرتېري ټپیان شوي دي. خو د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي چې د ارمنستان ځواکونو نن د اذربایجان د پوځ پر پوستو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یو اذربایجانی سرتېری سخت ټپي شو. Читать дальше...
د افغان کرکټ بورډ ځیني پخواني چارواکي د آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا له خوا افغانستان ته ځانګړې شوې بودیجه ډېره کمه بللې ده. له دې ډلې د کرکټ بورډ پخواني اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي په خپل ټوېټر لیکلي چې د آی سي سي له خوا افغانستان ته پر ځانګړې شوې بودیجې خواشینی دی او دی په دې تمه و چې وګوري په کوم اساس افغانستان ته دا لږه بودیجه وړاندیز شوې ده. د کرکټ نړیوالې شورا پرون د خپلو دایمي غړیو لپاره د ۲۰۲۴-۲۰۲۷ کلونو په مخه کلنۍ بودیجې ځانګړې کړه. افغانستان ته تر ټولو کمه بودیجه ټاکل شوې ده. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د یونېسېف د خوړو د برخې مشرې مېلاني ګالوېن د مې پر ۱۰مه په بیان کې ویلي دي چې ۸۷۵،۰۰۰ افغان ماشومان سږ کال د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې دا یې ژوند هم ګواښلی شي.
د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف اندېښنه ښودلې چې زرګونه افغان ماشومان سږ کال د سختې خوارځواکۍ د لاسه د مرګ له ګواښ سره مخ دي. د یونېسف د خوړو د برخې مشرې میلاني ګلوین په یوه بیان کې ویلي چې ۸۷۵ زره افغان ماشومان سږ کال د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي چې دا یې ژوند ته هم خطر پېښولای شي. یونېسف ټینګار کړی چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ ماشومانو ته د خوړو د برابرولو په خاطر باید دوی ته کافي بودیجه په واک کې ورکړل شي. د ملګرو ملتونو دې ادارې خبرداری ورکړی که د خوارځواکو ماشومانو د تغدیې... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په افغانستان کې لا هم له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د افغان نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې بندې دي، د بازوان ښوونیز بنسټ په ننګرهار، لغمان، لوګر او میدان وردګ ولایتونو د ۷۰۰ نجونو لپاره د زده کړو کورني ټولګي جوړ کړي دي. د یاد بنسټ مسووله وايي: "ما دا کار له اول ټولګي پیل کړ. د اړتیا او د مشرانو په مشوره، هغوی غوښتل ښوونځي پیل شي، نجونې زده کړې وکړي، بیا زه ورسره همداسې مخته ولاړم." یلدا بازوان چې د پېښور پوهنتون د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې... Читать дальше...
په بیان کې د پاکستان له چارواکو غوښتنه شوې ده چې د عمران خان پرضد دې د مقدمې په اورېدنو کې د قانون سرلوړۍ او د قانوني کړنلارې درناوی وشي.
د لوبو یو منتظم نصیب الله مشال راډيو ته وویل چې له دې سیالیو يې موخه د ځوانانو یووالی، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځول او ښوونې روزنې ته د ماشومانو او ځوانانو هڅول ول.
د کراچۍ په ابراهیم حیدري سیمه کې وسلوالو پر یوې چینايي کمپنۍ برید کړی دی. پولیس وايي، د مې ۱۰مې په پېښه کې چینايي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی او ځواکونو پر وخت د ځوابي کاروایۍ پر مهال یو مشکوک وسلوال وژلی او بل تښتېدلی دی. چارواکي وايي، هغه چینايي کمپنۍ د کښتیو مرمت کوي. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. ویډیويي رپورټ.
پوليسو نن (د مې پر ۱۱مه) پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې د پي ټي ای مرستيال مشر شاه محمود قريشي، جنرل سېکرېټري اسد عمر، مرستيال صدر فواد چودري او همدا راز جمشيد اقبال چيمه، فلک ناز چترالي، مسرت جمشيد چيمه او مليکه بخاري يې ګرفتار کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر مولوی حبیب الله اغا وایي، تر اوسه په افغانستان کې هغه شرایط نه دي رامنځته شوي چې ځوانې نجونې دې ښوونځیو ته ولاړې شي. د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي دغه څرګندونې په پنجشېر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د پرانيستلو په مناسبت غونډه کې کړي دي. په خبر کې نه دي ویل شوي چې نوموړي د ټولو نجونو پر مخ بیا د ښوونځیو د دروازو د پرانيستلو لپاره د څه ډول شرایطو د رامنځته کېدو ویلي، خو له دې مخکې هغه او د طالبانو نورو چارواکو ویلي چې د شریعت په چوکاټ... Читать дальше...
انلاین انډينډنټ: انلاین انډينډنټ خپرونې د چین د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته پام اړولی دی. خپرونې د اسوشېټېډپرس خبري اژانس په حوله ویلي، چین له طالبانو غوښتي چې د افغانو ښځو او نجونو په اړه دې خپله تګلاره بدله او د ترهګري سره په مبارزه کې دې جدي چلند غوره کړي. د خپرونې په ټکو، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ په خپله ورځنۍ خبري غونډه کې وویل، نړیواله ټولنه اوس هم د طالبانو له موقت حکومت څخه ځینې اندېښنې او تمې لري او هیلهمن دي چې طالبان به په کورني او بهرني سیاست کې د منځلارۍ... Читать дальше...
یو شمېر افغانان چې په سوډان کې د کورنیو جګړو له امله افغانستان ته انتقال شوي وايي، په هغه هېواد کې د جګړو له پای ته رسېدو وروسته غواړي، بېرته ولاړ شي. میرویس حمیدي هغه افغان چې په سوډان کې یې یو هوټل جوړ کړی و، وايي، په دې هېواد کې یې د افغان زده کوونکو ترڅنګ پنځه نورو افغانانو ته کاري زمینه برابره کړې وه. هغه په سوډان کې د وروستیو جګړو له امله د سعودي عربستان په هڅو اوس افغانستان ته انتقال شوی دی. میرویس حمیدي ازادي راډيو ته وویل: "نږدې یو کال مخکې سوډان ته لاړم، هلته مې هوټل درلود، پنځه نور... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د پاکستان پرروان وضعیت اندېښنه ښکاره کړې او غوښتنه یې کړې چې په دې هېواد کې دې د قانون حاکمیت ته درناوی وشي. په هغې اعلامیه کې چې تېره شپه ناوخته د ملګرو ملتونو پر ویبسایټ خپره شوې ویل شوي چې انټونیو ګوټېرېش د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کېدو وروسته پیل شویو اعتراضونوته ته پام اړولی اوله ټولو اړخونو یې غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. هغه ټینګار کړی چې د سوله ییزو لاریونونو باید درناوی وشي. دغه څرکندونې داسې مهال کېږي چې د عمران خان د پلویانو اعتراضونه نن درېیمې ورځې ته غځېدلي دي. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ وتلي ستوري او پخواني لوبډلمشر محمد نبي هڅه پيل کړې چې دغه هېواد کې د سرطاني ناروغیو در درملنې یو روغتون جوړ کړي. محمدنبي په دې اړه پرون چهارشنبه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره کتلي چې د لیدو کتو جزییات او انځورونه یې باختر اژانس خپاره کړي دي. د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، د عامې روغتیا وزارت د دې اقدام په پلي کولو کې دغه افغان لوبغاړي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی. محمدنبي څه موده مخکې د عمرې د اداکولو پر مهال یوه پيغام کې ویلي و چې افغانستان ته... Читать дальше...