د بخښنې نړیوال سازمان په هغه راپور، کې چې نن سه شنبه یې خپور کړی ویلي چې په توله نړۍ کې د اعدام د حکم په تطبیق کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په دغه راپور کې د افغانستان په ګډون په شلو هېوادونو کې د نږدې ۹۰۰ کسانو د اعدام خبره شوې ده.
روسیې نن وویل، تر اوسه یې په دې اړه چې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو موافقه چې د ملګرو ملتونو او ترکیې په مرسته شوې او د اعتبار موده یې بل سبا، د مې په اتلسمه پای ته رسېږي، وغځوي که نه؟ د کریملین ویاند دیمتري پسکوف نن خبریالانو ته وویل چې په دغه موافقه کې د دوې د برخې په اړه ډېرې پوښتنې تر اوسه بې ځوابه پاتې دي چې د ده په خبره: "موږ یې باید په اړه پرېکړه وکړو." د دغې موافقې له مخې د اوکراین د غلو صادراتو ته اجازه ورکول کېږي او همدارنګه د تفاهم له مخې د روسیې د خوړو او سرې د صادراتو مخه هم نه نیول کېږي. Читать дальше...
یو ۱۹ کلن افغان کډوال ابوبکر صدیق میاخېل د اروپا د ۲۰۲۳ کال د شارلماني ځوانانو جایزه ګټلې ده. نوموړی وايي: "ما د اروپا د شارلماني جایزې لومړی مقام وګاټه، د ۲۷ هېوادونو ځوانان د دې جایزو لپاره نوماندان و. ګټونکی یې د اروپایي ټولنې د استازو په رایو غوره کېږي." ۱۹کلن میاخېل د څو کلونو راهیسې په بلجیم کې ژوند کوي او اوس د نیویارک په راچسټر پوهنتون کې د فزیک برخې محصل دی. ابوبکر صدیق میاخېل د 'AILEM' په نوم یو اپلېکېشن جوړ کړی چې په اروپا کې د مهاجرینو سره د انګلیسي او فرانسوي ژبو په زده کولو کې مرسته کوي. Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په سیمهيیزه کچه اړتیاوو ته د انعطاف په منلو سره د ملګرو ملتونو مهمې ادارې باید د طالبانو د هغو کړنو پر وړاندې چې د بشري حقونو نړیوال قوانین او د ملګرو ملتونو منشور نقضوي، ثابت دریځ غوره کړي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په اسیا کې د بشري حقونو د څار سازمان د مرستیالې پاټریشیا ګاسمن په حواله په یوه راپور کې ویلي چې د ملګرو ملتونو وروستۍ څرګندونې د دې سازمان د ادارو ترمنځ د ګډوډۍ او نه همغږۍ د تورونو لامل شوي دي. په دې راپور کې د خوړو د نړيوال پروګرام او د ملګرو ملتونو... Читать дальше...
په خوست کې په یوه کور کې چاودنه شوې ده چې د سرچینو په حواله کېدای شي د پاکستان د بېپیلوټه الوتکو د میزایل برید وي. د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په بهرام خېلو کلي کې تېره نیمه شپه د یوه دیني عالم په کور کې یوه چاودنه وشوه چې د سرچینو په وینا احتمالاً د پاکستان د ډرون برید به وي. د پاکستاني طالبانو د تحریک یوه سرچینه وايي، دا چاودنه د بېپیلوټه الوتکې یا ډرون د برید پایله وه. سرچینې د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په برید کې د وزیرستان اوسېدونکی دیني عالم مفتي فاروق په نښه شوی دی. Читать дальше...
داسې مهال چې د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج مراسمو لپاره د زیارت کوونکو د لومړنیو کارونو د پیل خبره کوي، په ایران او پاکستان کې یو شمېر کډوال غواړي چې دوی ته هم ونډه ورکړي. پاکستان کې مېشت افغان کډوال سمیعالله وايي، غواږي سږ کال حج وکړي. نوموړی وايي: "زه اسلاماباد کې اوسم او غواړم سږ کال حج وکړم. موږ غواړو په همدې هېواد کې موږ ته ونډه را کړل شي، څو له دې پروسې برخمن شوو." سمیعالله وايي، د بېروزګارۍ او ستونزو له امله یې افغانستان پرېښود او پاکستان ته کډه شو، خو اوس یې چې اقتصادي حالت ښه دی، غواړي حج وکړي. Читать дальше...
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون یا 'آیایفآرسي' وايي، داسې مهال چې په افغانستان کې د اقتصادي زوال دویم کال دی او وچکالي هم پیل شوې، روان کال د دې هېواد دوه په درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون یا 'آیایفآرسي' په یوه نوي راپور کې ویلي، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو په ۳۳ کې خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې ښيي دا هېواد له څومره پراخ بحران سره مخ دی. دا راپور چې تېره شپه ناوخته خپور شوی په کې لیکل شوي، داسې مهال چې په افغانستان کې د اقتصادي... Читать дальше...
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې له تشدده ډکو مظاهرو کوونکو او پلانوونکو ته به یې د پوځي قوانينو (ارمي اېکټ او افیشل سېکرېټ اېکټ يا سرکاري خفيه قانون) تر مخه سزاوې ورکول کېږي. تر دې مخکې هم پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د خونړيوو مظاهرو او د پوځ پر ضد د تبلیغاتو تر شا د تحريک انصاف د ځينو مشرانو لاس دی.
د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د اعدام د حکمونو د پلي کېدا پر مهال نړیوال قوانین نقض شوي دي. د بخښنې نړیوال سازمان وایي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اعدام د حکم تطبیق په کې له سره پیل شوی. یاد سازمان 'په ۲۰۲۲ کال کې د اعدام سزا' په نوم په خپل نړیوال راپور کې افغانستان د داسې یوه هېواد په توګه یاد کړی چې په کې د یوه عادي جنایت له امله د اعدام سزا تطبیق شوې. په راپور کې راغلي چې افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې په... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل په نړۍ کې د اعدام د سزا په اړه په خپله تازه راپور کې وايي چې په ۲۰۲۲ کال کې اعدامونه د تېرو پنځو کلونو پرتله تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدل. ایران په دې برخه کې له ټولو مخکې شوی او ورسره هغه هیلې چې نړیوالو ته د قزاقستان په ګډون په شپږو هېوادونو کې د اعدام د حکم له منځه تلو سره پیدا شوې وې تتې شوي. ایمنسټي انټرنېشنل په خپل کلني راپور کې چې نن د مې په ۱۶مه خپور شو ویلي دي چې له چین پرته په نوره نړۍ کې د ۸۸۳ اعدامونو په سلو کې نوي یوازې د درېیو هېوادونو له خوا... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان يا هیومن رایټس واچ وايي، افغانستان که څه هم د رسنیو له سرخطونو لوېدلی، خو د دې سازمان په وینا په دې هېواد کې لا هم د بشري حقونو ناورین دوام لري. د هیومن رایټس واچ د اسیايي څانګې مرستیاله پاټریشیا ګاسمن وايي، د افغانستان له دریو دوه برخې وګړي اوسمهال له غذايي نا امنۍ سره لاس او ګرېوان دي چې په دې ډله کې له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ اته لکه پنځه اویا زره ماشومان هم شامل دي. د هغې په وینا، ښځې او نجونې تر ټولو زیات ګواښ سره مخامخ دي. مېرمن ګاسمن وايي، د افغانستان روان... Читать дальше...
د مې پر ۱۵مه په اسلام اباد کې له عمران خان سره د سپريم کورټ د ستر قاضي د رويې پرضد د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) پرلت ته د وينا پر مهال د مسلم ليګ (ن) مخکښې مریم نواز پر چيف جسټس د استعفا ورکولو غږ وکړ.
په ۲۰۰۸ز کال کې د چین په وېن چووان کې سختې زلزلې زرګونه کسان وژلي او ژوبل کړي ول. په ژوبلو کې یې یوه لیاو ژي هم وه چې دومره ژوبله شوې وه چې ډاکترانو یې دواړه پښې پرې کړې. خو اوس هغه نه یوازې په مصنوعي پښو نڅا کوي بلکې له نورو معذورانو سره هم مرسته کوي. د اې پي او سې اېن اېس له ویډیو جوړ رپورټ.
په نيوزیلنډ کې د یوې څلورپوړیزې لیلیې په ودانۍ کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه شپږ تنه مړه شوي دي. فرانس پریس اژانس لیکلي چې دغه اورلګېدنه نن سهشنبه سهار وختي شوې ده او په خبره یې ګڼ کسان له ودانۍ په تېښته بریالي شوي یا یې ځانونه له لوړو پوړونو غورځولي دي. په خبر کې د نيوزیلنډ د ښاروالۍ د چارواکو په حواله ویل شوي چې ممکن مرګژوبله زیاته وي، ځکه د راپورونو له مخې ۱۱ کسان چې په دغې لیلیه کې اوسېدل، لادرکه دي. تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نهدی څرګند شوی.
د روسیې د فدرالي امنیت خدماتو یا ایفایسبي په ولادي وستوک ښار کې د امریکا د قونسلګرۍ پخوانی کارکونکی رابرت شونوف له بهرنیانو سره په ناقانونه پټو همکاریو تورن کړی دی. ټاس خبري اژانس پرون دوشنبه د مې په پنځلسمه دغه خبر ورکړی دی. ټاس د قانون د تنفیذ ادارې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې شونوف په ولادي وستوک ښار کې ونیول شو او د مسکو لیورتوف زندان کې بندي شو. په مسکو کې د متحده ایالتونو سفارت ویلي چې په دې اړه له راپورونو خبر دي، خو د ویلو لپاره نور څه نه لري.
سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر جوبایډن به د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو له هر ګټونکي نوماند سره همکارۍ ته سترګې پر لار وي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دغو ټاکنو د لومړني سوله ییز پړاو هرکلی کړی دی. د ترکیې د ټاکنو عالي بورډ وايي، د ولسمشرۍ دویم دور ټاکنې د می په اته ویشتمه ترسره کېږي. د دغه بورد مشر احمد یینر په انقره کې یوې خبري غونډې ته وویل: "دا اوس ښکاره شوه چې هيڅ یوه کاندید د بریا لپاره لازمې رایې نه دي خپلې کړي. زموږ کمېټې پرېکړه وکړه چې د ټاکنو دویم دور... Читать дальше...
کابل کې د ۵۵۰ شرکتونو په ګډون نندارتون جوړ شوی چې په کې د لاسي صنایعو ځینو ښځینه سوداګرو هم ګډون کړی. د نندارتون ښځینه ګډونوالې وايي، د کاروبار لپاره یې نندارتونونه بسنه نه کوي او باید ورته ځانګړی مارکېټ جوړ شي. نور په ویډیو کې:
د هندوستان غوره لیګ یا ايېپيایل سیالیو په سږني پړاو کې یو وار بیا ګجرات ټایټانز د پلې اف پړاو ته لار پيدا کړه. ګجرات لوبډلې د مې په ۱۵مه سن رایزر حیدراباد لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د خپلو امتیازاتو مجموعه ۱۸ ته ورسوله او د لومړنۍ لوبډلې په توګه یې د پلې اف په پړاو کې خپل ځای پوښ کړ. په یادې سیالۍ کې ګجرات لومړۍ توپوهنه کړې وه او د ۱۸۹ منډو هدف یې ټاکلی و چې حیدراباد یې په ځواب کې ۱۵۴ منډې وکړې. د ګجرات لپاره شبمن ګېل سلیزه ووهله او د حیدراباد لپاره بیا په توپ اچونه کې بونیشور کومار ۵ لوبغاړي وسوځول. Читать дальше...
د ایران د روغتیا وزارت مسوولانو ژمنه کړې چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سره هر اړخیزه همکاري کوي. دا خبره باختر اژانس راپور کړې ده. د خبر له مخې د طالبانو د روغتیا وزارت د خوړو او درملي ملي ادارې د مشر ډاکتر عبدالباري عمر په مشرۍ یوه پلاوي په ایران کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت له مرستیال او د نړیوالو اړیکو له رییس محمد حسین نیکنام سره لیدلي. په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران د اقتصادي اړیکو پر ټينګښت، خوراکي توکو، درملو او طبي محصولاتو په کیفیت، خوندیتوب، د ذکر شویو توکو د قاچاق... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د نړیوال سازمان څانګه وايي، د ننګرهار ولایت په 'وچ تنګي' سیمه کې یې یو کلینیک جوړ کړی چې اړمنو ته اغېزمن تمام شوی. دغه سازمان وايي، د دې سیمې اتیا فیصده اوسېدونکي افغانستان ته تازه راستانه شوي او مخکې روغتیايي خدماتو څخه تر ډېره پورې محروم وو. افغانستان کې د آی او ام مشرې ماریا مویټا په خپل ټویټر کې لیکلي، دا کلینیک داسې وخت اړمنو ته پرانیستل شوی چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې خلک روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره باید ډېر اوږد واټن ووهي. هغې د... Читать дальше...
د طالبانو حکومت ادعا کړې چې پر خصوصي پوهنتونونو یې مالیه کمه کړې ده. د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت وياند حافظ ضياالله هاشمي په خپل ټويټر کې ليکلي، په ١٤٠٢ مالي کال کې د دوى د مشرتابه لهخوا پر خصوصي پوهنتونونو ماليه ۴ سلنه کمه شوې. هغه دا اقدام له خصوصي پوهنتونونو سره د طالب مشرانو خواخوږي بللې ده. دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې د پوهنتونونو د پسرلني سمستر له پیل وروسته د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنې ویلي چې د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو د بندیزونو او د خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو تبعه 'امي پاپ' د دغه دفتر د راتلونکې مشرې په توګه ټاکل شوې ده. د اسوشېټېډپرېس په وینا، امي پاپ به لومړنۍ ښځه وي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د نړیوال دفتر مشري کوي. پاپ د کډوالۍ د نړیوال سازمان د مشر انټونیو ویټورینو مرستیاله پاتې شوې او د دوشنبې په ورځ یې په یو لړ ټاکنو کې له هغه ډېرې رایې وګټلې. د آی او ام د مشرۍ لپاره ټاکنې د سویس په جېنوا کې وشوې او د پنځو کلونو په مخه یې امي پاپ غوره کړه.
د پاکستان ځايي چارواکي او پولیس وايي، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د دوو قومونو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په پایله کې ۱۶ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. دا شخړه پرون د مې ۱۵مه په نیمه قبایلي سیمه 'دره ادم خېلو' کې شوې ده. د پوليسو وياند فضل نعيم پرون د ازادې اروپا مشال راډيو ته وويل، د ډبرو سکرو د يوه کان د ملکيت پر سر د دواړو قومونو ترمنځ له اوږدې مودې راهيسې شخړه روانه وه او کله چې پرون د دې لانجې د هواري لپاره سره راټول شول نو نښته وشوه. د فضل نعیم په وینا، د دې نښتې په پایله کې ۱۶ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د ترکیې د ټاکنو عالي بورډ وايي، د ولسمشرۍ دویم دور ټاکنې د مې په ۲۸مه ترسره کېږي. احمد یینر په انقره کې یوې خبري غونډې ته وویل: "دا اوس ښکاره شوه چې هېڅ یوه کاندید د بریا لپاره لازمې رایې نه دي خپلې کړي. زموږ کمېټې پرېکړه وکړه چې د ټاکنو دویم دور به مخکیني مهالوېش پر اساس د مې په ۲۸مه چې یکشنبه به وي ترسره کړي." په لومړي دور ټاکنو کې چې یکشنبه وشول اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹ نیم سلنه او د هغه اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو نږدې ۴۵ فیصده رایې وګټلې. څه باندې ۶۴ میلیونو ترکانو رایې کارولې دي.
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر ناندريزه مسئله د انډيپنډينټ ورځپاڼې تبصره انډيپنډينټ: له بریتانیا خپرېدونکې انډيپنډينټ ورځپاڼې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په موضوع کې د جمهوري غوښتونکو او د ډیموکراټ جو بایډن د ادارې په وروستیو ناندریو لیکنه کړې ده. د ورځپاڼې په لیکنه، د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د یکشنبې په ورځ ویلي، دی ممکن د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن کانګرس ته د سپکاوي په جرم تورن کړي. د جمهوري غوښتونکو استدلال دا دی چې بلېنکن دوی... Читать дальше...