Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پخوانۍ ميناتوري په نوي سبک سره؛ يوې نجلې د دې هنر د غوړېدا هڅې پيل کړي

د هرات ولايت اوسېدونکې عفت سعادت حسیني هغه څوک، چې پخوانۍ ميناتوري يې له نوي سبک سره یو ځای کړې او د ګرافیک په توګه يې انځوروي.


٢٦ کلنه عفت سعادت حسیني چې اصلي د کابل ده او اوس په هرات کې ژوند کوي، د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي په ګرافیک څانګه کې يې لوړې زده‌کړې کړي دي.


د عفت په خبره، وروسته له زده‌کړو هغې د "کهن‌وار" په نوم یو سبک جوړ کړی چې پخوانۍ میناتوري يې له اوسني ګرافیکي انځورونو سره یو ځای کړې ده.


عفت ازادي راډيو ته وویل، کهن‌وار سبک د لرغونو ښکلاګانو ښکارندوی دی.


نوموړې وايي: "د دغه ډول اثارو له جوړولو څخه مې هدف دا دی چې خپل خوبونه رښتیا کړم او د تېر وخت د هنرونو ښکلا له اوسنیو هنرونو سره یو ځای کړم او د دې اثارو په جوړولو سره هغه هنرونه یاد کړم چې ډېر وخت مخکې هېر شوي او اوس یې هېڅ یادونه نه کېږي."




د خدای اووه اسمانونه، ارزو، سوله او کتابونه، هر ډول ژوند او زېری له هغو اثارو څخه دي چې عفت د پخواني میناتوري سبک په کارولو سره د ډیجیتال له لارې په ګرافیک کې انځور کړي.


عفت وايي، د ډیجیتالي میناتوري او نقاشۍ سربېره، په خټین لوښو کې تذهیب هم کاروي او تر اوسه یې پنځه اثار جوړ کړي دي.


عفت وایي، خپلو اثارو ته اړوند شعر او یا نثر هم لیکي او د خپلو اثارو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپروي.


هغه باور لري چې په دې ډول کار سره یې هنر کې یو ډول بدلون رامنځته کړی چې د لیدونکو د پام وړ ګرځېدلی.


اغلې عفت وايي: "په ټولو اثارو باندې چې زه کار کوم لیکنې یې زما خپلې دي اول یې د شعر یا د نثر په قالب کې لیکم وروسته په یو اثر بدلېږي. هیڅکله مې د لیکوالۍ ادعا نه‌ده کړې، خو اوس دا وړتیا لرم چې خپلې لیکنې د اثر په بڼه وړاندې کړم. دا زما د ژوند له نېکمرغیو شمېرل کېږي."


عفت وايي، د خپلو اثارو په جوړولو سره غواړي هغو افغان نجونو او ښځو ته چې د طالبانو په واکمنۍ کې له خپلو ټولو حقونو بې برخې شوې دي، انګېزه او هیله پیدا کړي.


نوموړې وايي: "بله موخه مې دا وه چې د خپل هېواد د نجونو لپاره یوه کوچنۍ الګو یا انګېزه اوسم، د هغو نجونو لپاره چې له ډېرو بندیزونو سره مخ دي، د هغوی لپاره یو پیغام و اوسم، چې ستونزو او بندیزونو ته تسلیم نه‌شي او د قوي هدف سره ژوند وکړي."


د عفت سعادت حسیني په خبره، د خپلو هڅو او زیار له کبله تر دې ځایه رسېدلې او نه یوازې دا چې ملاتړ یې نه درلود، بلکې تل یې په لاره کې د خنډونو پر وړاندې مبارزه کړې ده.




نوموړې وايي، په تېر جمهوري نظام کې يې په دې برخه کې رسمي دنده درلوده، چې د اعلانونو، د کتابونو په ډيزاينونو او داسې نورو چارو بوخته وه، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس هغه خپل کار انلاین پر مخ بیايي.


میناتوري د نقاشۍ یو ډول دی چې په ډېر ښکلا او ظرافت د نریو خطونو په رسمولو سره جوړېږي.


له دغه سبک څخه د متنونو د ښکلي کولو، په معمارۍ، د غالیو صناعت، ټوکر جوړونې او نورو برخو کې استفاده کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus