Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2022

Новости за 25.07.2022

Pa.azadiradio.com 

امریکايي استازي د افغانستان په اړه د تاشکند غونډه کې ګډون کوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان په اړه په دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ٬ چې د امریکا پلاوی به له نړیوالې ټولنې سره په دې کنفرانس کې ګډون وکړي څو له افغانانو سره د واشنګټن پر ملاتړ ټینګار وکړي. نن او سبا د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ نړیوالې غونډې کوربه دی، چې په کې د څه باندې شلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي بلل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جګړه او اقتصادي کړکېچ؛ بې وزله افغان ماشومان: له مونږ ماشومتوب اخیستل شوی

د افغانانو د بې وزلۍ کیسې ډېرې دي، دې وضعیت له ډېرو ماشومانو د دوی ماشومتوب اخیستی دی. فریما د څلورو ماشومانو مور او د کاپیسا ولایت اصلي اوسېدونکې ده. د هغې ماشومان یې ۴ کلن، ۱۰ کلن، ۱۱ کلن او ۱۴ کلن دي. هغې د تېر حکومت په ستره محکمه کې د اجیرې په توګه کار کاوه، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته بې دندې شوه او اوس یې ماشومان د غریبۍ له امله د ماشومتوب رنګین ژوند نه لري. نوموړې وايي: "دنده مې درلوده خو اوس بې دندې شوې یم. اوس مې ماشومان لاسي کراچۍ چلوي او کار کوي. له ښوونځي او کورس څخه هم پاتې شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نجونو تړلي ښوونځي؛ یوه ډاکتره طالبانو ته: تر کله به د پردیو خیرات ته محتاج یوو

۳۱۱ ورځې کېږي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګه محرومې شوې دي. یوه وېډيو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې یوه ډاکتره مېرمن له څو نورو ښځو سره د طالبانو یوې ادارې ته ورغلې او د نجونو د ثانوي ښوونځيو د خلاصولو غوښتنه کوي. دغه وېډيو چې په ټولنیزو شبکو کې ډېره خپره شوې ده، معلومه نه ده چې په کوم ولایت کې ثبت شوې ده، خو دا ښځه طالبانو ته په خطاب کې وايي: " تر کله به موږ د پردیو خیرات ته محتاج یوو؟ ښځه او نر نه غواړي، غیرت په کار دی، زما لوراو خور باید درس ووایي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال پرمختګ جام سیالۍ؛ لومړۍ لوبه ابو مسلم لوبډلې وګټله

په کابل کې د فوټبال "پرمختګ" جام په لومړۍ لوبه کې ابو مسلم لوبډلې ۱-۰ بریا خپله کړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لیګ تېره ورځ په کابل کې پرانیستل شو. د فدراسیون په وینا، دغه سيالۍ چې د فوټبال ودې او پراختيا په موخه ترسره کېږي د څلور ولایتونو پنځه لوبډلې په کې ګډون لري. په دغو لوبډلو کې له کابل څخه استقلال، فراه نه ابومسلم، لوګر ولایت نه اتحاد او کاپيسا نه پېروزي لوبډلې د ليګ په بڼه لوبې کوي چې د لسو ورځو لپاره به وي.

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د کراتې سيالۍ ترسره شوې

هرات ولایت کې د کراتې سيالۍ ترسره شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه سيالۍ د هرات او فراه ولایتونو د ١٠٠ تنه ورزشکارانو په ګډون سره د هرات ولايت بدني روزنې او ورزش ریاست په لوبغالي کې تېره ورځ ترسره شوې. دغه سیالۍ، چې دوه ورځې وړاندې پیل شوې د کوچنيانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو له مخې په ١٦وزنونو کې دغه لوبغاړي د يو بل پر وړاندې ولوبېدل. د دې سیالیو هدف په یاد ولایت د کراتې ورزش ته وده او د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

Pa.azadiradio.com 

هندوستان کې د شطرنج نړيوالې لوبې پيلېږي

هندوستان کې د شطرنج نړيوالې لوبې پيلېږي. د وزرشي اژانسو د راپورنو له مخې، ټاکل شوې چې د شطرنج ۴۴ پړاوه نړيوالې ټيمي لوبې د هندوستان په چېناى ښار کې د روانې جولاى مياشتې په ٢٧نېټه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شي. دغه سيالۍ چې په هرو دوو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي، سږ کال به د نارينه وو په برخه کې د ١٨٨ هېوادونو لوبغاړي ګډون وکړي، چې افغانستان به هم د دغو هېوادونو په منځ کې شامل وي. دغه سيالۍ به د اګسټ په ١٠مه نېټه پاى ته ورسېږي.

Mashaalradio.com 

شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو ضد پرلت روان دی

د شمالي وزیرستان په ایدک سیمه کې له څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې پرلت دوام لري. پرلتوال وايي، حکومت دې د جولای پر ۱۴مه د جمعیت علمای اسلام (ف) د دوو سیاستوالانو او دیني عالمانو تر څنګ په ټولو هدفي وژنو کې ککړ کسان معلوم کړي او د سیمې امنیت دې باوري کړي. دا په داسې حال کې ده چې د جولای له ۲۴مې راهیسې په هدفي حملو کې شپږ کسان وژل شوي. سږ کال په هغه قبایلي ضلع کې ټول ۳۸ هدفي بریدونه شوي. په عین حال کې پوځ ویلي دي چې د شمالي وزیرستان په دوو برخو کې یې په عملیاتو کې درې وسله وال وژلي او درې یې نیولي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراين د روسيې د يرغل شپږمې مياشتې پيل؛ په ډېرو سيمو کې اوس هم جګړه روانه ده

روسي ځواکونو د اوکراین په شمال، جنوب او ختیځ سیمو بریدونه کړي، خو اوس ویل کېږي چې د روسیې پوځ جګړه کې له ځینو ستونزو سره مخ شوی. په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د روسي ځواکونو د جګړو پر مهال د اوکراین روغتیایي تاسیستانو او کارکوونکو ته هم زیان اوښتی دی. نن پر اوکراین د روسیې د جګړې د شپږمې میاشتې لومړۍ ورځ ده، خو اوس داسې ښکاري چې روسي پوځیان د پرسونل د کمښت ترڅنګ د هغو سلګونه تجهیزاتو د بیا جوړولو او ځای پر ځای کولو له ستونزو سره مخامخ دي چې جګړه کې ویجاړ شوي. پرون د جولای په ۲۴مه هم روسیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ميانمار پوځ څلور ديموکراسي پلوي فعالان اعدام کړي

د میانمار دولتي رسنیو نن خبر ورکړ چې د دغه هېواد پوځي حکومت څلور دیموکراسي پلوي فعالان اعدام کړل. دغه څلور فعالان تېر کال په دغه هېواد کې تر پوځي کودتا وروسته د تاوتریخوالي په کارولو تورن شوي وو. په اعدام شویو کسانو کې د میانمار د لیرې شوې مشرې آنګ سان سوچي په مشرۍ د ډیموکراسۍ د ملي لیګ پخوانی قانون جوړونکی فیو زیا تاو او د ډیموکراسۍ پلوه فعال کیو مین یو، شامل دي. په اعدام محکوم شوي کسان له پوځ سره په جګړه کې د ملېشو په مرسته تورن وو. د میانمار پوځ تېر کال د یوې کودتا په ترڅ کې واک ترلاسه کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان غر ختونکي علي اکبر سخي مړی اوس هم د 'کی ټو' غره کې پاتې دی

علي اکبر سخي تېره اوونۍ د پاکستان په ګلګیت بلتستان سیمه کې د نړۍ دویمې لوړې څوکې (کې ټو K2) ته د ختلو پر مهال مړ شوی. د (هایک او وینچرز افغانستان) د ګروپ په فېسبوک پاڼه چې خپله علي اکبر سخي جوړ کړی و د هغه د ورور راشد سخي په حواله راغلي چې په اسلام اباد کې د افغان سفارت له هڅو سربېره لا د علي اکبر سخي مړی په غره کې پاتې دی. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د دغه وتلي غرختونکي مړی باید دوی ته ورسول شي.




Pa.azadiradio.com 

د " اسلامي یووالي سیالیو" کې د افغان نجونو لانجمن ګډون

ټاکل شوې راتلونکې میاشت د افغانستان د نجونو د والیبال ټیم په ترکیه کې د " اسلامي یووالي " په نوم سیالیو کې ګډون وکړي. دا به واک ته د طالبانو له رسیدو راوروسته په نړیوالو سیالیو کې د افغان نجونو د یو ورزشي ټیم لومړنی ګډون وي. هغه څه چې په دې برخه کې لانجمن شوي، د ټیم د غړیو غوراوی دی. نور په دې راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د 'جمهوري غوښتونکو' په نوم سیاسي بهیر د موجودیت اعلان وکړ

د جمهوريت غوښتونکو په نوم يو سياسي بهير چې غړي يې تر ډېره د پخواني حکومت چارواکي او اوس مهال له افغانستانه بهر دي خپل موجوديت اعلان کړ. د جمهوري غوښتونکو سیاسي بهیر په خپره کړې اعلامیه کې چې یوه کاپي یې ازادي راډیو سره هم شریکه شوې راغلي، دوی په افغانستان کې د ملي اساسي قانون پر بنسټ د یو جمهوري او ولسواک نظام د جوړېدو چې د ټولو افغانانو د سیاسي ارادې پر بنسټ رامنځته شي غوښتونکي دي. د جمهوري غوښتونکو سیاسي بهیر ویاند پخوا په جمهوری نظام کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل، په یو خپور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شپږیزه کرېکټ سياليو کې نن کابل بازانو آمو نهنګانو ته ماتې ورکړه

آمو نهنګانو ۱۵۱ منډې کړې وې او شپږ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو خو سیال ټيم یې په داسې حال کې هدف ته ورسېد چې یوازې یو لوبغاړی یې اوټ شو. په لوبه کې د کابل بازانو لوبډلمشر رحمن الله ګربز ۶۵ او بل پیلیز/اوپنر لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ ۸۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. دا د افغانستان د شل اوریزو تجارتي کرېکټ سیالیو شپږیزې پنځلسمه لوبه وه چې د کابل په سټډیوم کې ترسره شوه. تر دې وروسته به مس عینک او پامیر زلمي ټیمونه سره مخ شي.

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د هاوان مرمۍ په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي

د ارزګان ولايت د امنيه قومندانۍ وياند اغاولي قريشي نن ازادي راډيو ته وویل چاودنه پرون د خاص ارزګان په شيشپر سيمه کې شوې ده. هغه وايي چاودنه د هاوان د يوې ناچاودې سرګلولې له امله رامنځه شوې ده چې په نتيجه کې دوه کسان وژل شوي. نوموړی وايي: "تېره ورځ د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ په شيشپر سيمه کې د هاوان د سرګلولې له امله رامنځته شوې چاودنه کې زموږ دوه هېوادوال شهيدان شوي دي." په ارزګان کې چې په تېرو وختونو کې د تېر حکومت او طالبانو ترمنځ سختې جګړي شوي  له امله یې وخت ناوخته دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک مسؤلينو له چيني سوداګرو سره د بانکي ستونز پر حل‌لاره خبرې کړي

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک چارواکو په کابل کې له یوشمېر چیني سوداګرو سره لیدلي. دغه بانګ په خپل ټویټر پانه لیکي، چې په دغه ناسته کې له چین هېواد سره دبانکي ستونزو په برخه کې د یوې حل لارې موندل او په افغانستان کې چیني سوداګرو ته د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په هدف بحثونه شوي دي. د افغانستان بانک وړاندې لیکلي، چې دواړو خواوو د صاداراتو او دغه شان د ښو بانکي اړیکو د رغولو په موخه د دغه ډول ناستو پر دوام ټینګار کړی. له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول چین یو له هغه هېوادونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د اوبلن ګاز واردات ډېروي

د طالبانو حکومت ويلي، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د اوبلن ګاز واردات به له دې وروسته زیات شي. د طالبانو حکومت د ارګ په ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت، د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت استازو له ترکمنستان سره ‏د اوبلن ګاز د وارداتو په برخه کې د دغه هېواد د اوبلنو ګاز و د واردوونکو شرکتونو ژمنې تایید شوي او ډېر ژر به عملي بڼه غوره کړي. د ارګ په ټویټر پاڼه وړاندې لیکل شوي چې له ترکمنستان سره د لسګونه زره ټنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تاشکند دوه ورځنۍ غونډه؛ طالبان: پر اقتصادي همکارۍ په‌‌کې خبرې کېږي

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند، د طالبانو د حکومت د یو کلنۍ په درشل کې نن او سبا د افغانستان په اړه د یو دوه ورځنۍ نړیوال کنفرانس کوربه دی. ازبکستان چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته، له دغه هېواد له خاورې د خپل امنیت په اړه اندېښمن دی، چارواکو یې په تاشکند کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې پیل کړي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دې وزارت سرپرست امیر خان متقي نن د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر ښاغلي ویلادیمیر نوروف سره وکتل. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پېښور سيار خان د ټرکونو انځورګرۍ ته نوی رنګ ورکړی

د پېښور سيار خان له کلونو راهيسې په پاکستان کې پر ټرکونو رسمونه او انځورونه جوړوي، خو نوموړي اوس پر دېوالونو او نورو شيانو هم د انځورونو جوړولو ته مخه کړې ده. د مشال راډيو همکار وسيم سجاد د نوموړي د فن په اړه ويډيويي راپور جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د روسيې له يرغل وروسته اوکراين کې نږدې۹۰۰ روغتيايي مرکزونه ويجاړ شوي

د اوکراین د روغتیا وزارت پرون یکشنبې وویل چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په نتیجه کې په دې هېواد کې لږ تر لږه اتلس روغتیایي کارکونکي وژل شوي او نژدې نهه سوه روغتیایي تاسیسات ویجاړ شوي یا وران شوي دي. دې وزارت دغه راز ویلي چې د روسیې د حملوپه ترڅ کې چې نن یې شپږمه میاشت پیل شوې، له پنځوسو زیات روغتیایي کارکونکي ټپیان شوي دي. د دې وزارت په وینا په دې موده کې ۱۲۳ روغتیایي مرکزونه ویجاړشوي او ۷۴۶ نورزیانمن شوي چې ترمیم ته اړتیا لري. روسیې د فبرورۍ په ۲۴ پر واکراین یرغل وکړ او مسکو تورن شوی چې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شو

نن د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین یو فرعي کمپاين پیل شو چې تر پنجشنبې به دوام کوي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو د ملي مرکز مشر ډاکتر نیک ولي شاه مومن هیله څرګنده کړه، چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم‌عمره نژدې اوه ميلیونه ماشومان واکسین کړای شي. په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د پولیو یوه مثبته پېښه په پکتیا ولایت کې ثبت شوې او تېر کال په دې هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

Pa.azadiradio.com 

د سپينې ماڼۍ ډاکټر: د جو بايډن روغتيايي وضعيت په ښه کېدو دی

د سپینې ماڼۍ یو روغتیایی چارواکی وایي چې د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن په کوویډ - 19 ناروغۍ له اخته کېدو وروسته اوس د ښه کېدو خواته روان دی. اشیش جها، په سپینه ماڼۍ کې د کوویډ نولس د مبارزې همغږي کوونکي، پرون (د جولای په 24) د ABC ټلوېزیون ته وویل د هغو اولسو کسانو له ډلې چې له بایډن سره په تماس کې پاتې شوي د هېڅ یو د کرونا معاینه مثبته نه ده ختلې. د جها په وینا، بایډن خورا لږې نښې لري، او داسې انګیرل کېږي چې د متحده ایالتونو ولسمشر د BA5 ډوله کرونا ویروس باندې اخته شوی دی.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus