د افغانستان بانک مسؤلينو له چيني سوداګرو سره د بانکي ستونز پر حللاره خبرې کړي
دغه بانګ په خپل ټویټر پانه لیکي، چې په دغه ناسته کې له چین هېواد سره دبانکي ستونزو په برخه کې د یوې حل لارې موندل او په افغانستان کې چیني سوداګرو ته د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په هدف بحثونه شوي دي.
د افغانستان بانک وړاندې لیکلي، چې دواړو خواوو د صاداراتو او دغه شان د ښو بانکي اړیکو د رغولو په موخه د دغه ډول ناستو پر دوام ټینګار کړی.
له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول چین یو له هغه هېوادونو څخه و چې خپلې سوداګریزې اړیکي یې د طالبانو حکومت سره وساتلې>
دغه هېواد په ورستیو کې یې په زرګونه ټنه جلغوزي او نورې وچې مېوې د هوايي دهیلز له لارې دغه هېواد ته صادرې او له هغه خوا هم افغان سوداګر ځیني توکي وارد کړي چې د راپورنو پر بنسټ دغه لړۍ اوس هم روانه ده.