د محمد وسيم د تره زوی شاکر الله د جولای پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې وسيم د لوی اختر پر دویمه ورځ (د جولای پر ۱۱مه) له خپل کور بهر ناڅاپه ورک شو. د هغه په وينا، د جولای پر ۱۳مه پوليسو خبر ورکړ چې له ملير کینټ سره نېږدې سيمه کې يې د محمد وسيم مړی موندلی او هغه پر سر دوه ډزه ويشتل شوی دی.
د عدالت مشر قاضي اطهر من الله د جولای پر ۱۳مه په خپره کړې تفصیلي پرېکړه کې لیکلي دي چې د ملي پارک پر څه د پاسه ۸،۰۰۰ اېکړه ځمکې د پوځ د ملکیت دعوه ناسمه ده. د پاکستان پوځ او بحري ځواک د عدالتي پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي ويلي دي چې د هېواد زیاتېدونکې ابادي باید کنټرول شي. نوموړي د جولای پر ۱۱مه په یوه ویډیويي بیان کې وویل چې د نفوسو زیاتېدل د هېواد د پرمختګ په لاره کې خنډ دروي. د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د پاکستان ابادي څه د پاسه ۲۱۳ مېلیونه ده. د نړۍ د نفوسو په اړه د یوې ووبپاڼې په وینا، پاکستان د ابادۍ له پلوه د دنیا پینځم لوی هېواد دی. شنونکي او پوهان وايي، په هغه هېواد کې د کورنۍ پلانولو په اړه د پوهاوي اړتیا ده. د ابادۍ زیاتېدو رفتار کنټرولولو په اړه ځانګړی رپورټ.
قبرس تر اوبو لاندې لومړی لرغونی پارک ګرځندویانو ته پرانیست. د مدیترانې سمندرګي پرغاړه په دې سیمه کې تر میلاد مخکې د دوه سوه څلور نوي او درې سوه یولس کلونو تر منځ د اماتوس پخوانۍ پاچاهي وه، دا هغه زمانه ده چې پر قبرس د لوی سکندر د دوو وارثینو دعوه وه. یو شمېر کتونکي په دې نظر دي چې ښایي له دې ځایه به د تجارتي سمندري بندر په توګه استفاده کېده.
ټاکل شوې چې د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه نن د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شي. د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رسنیو ته په استولي بلنیک کې ویلي، چې افغان حاجیانو ته به د طالبانو حکومت یو شمېر چارواکي او د دغه وزارت یو شمېر مسوولین هرکلی ووايي. د یادونې ده، چې سږ کال له افغانستان څخه ۱۳۵۸۲ تنو د حج مراسم ادا کړل. دغه افغان حاجيان د اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر هوايي شرکت په پروازونو کې سعودي عربستان ته تللي او بېرته به هم د همدغو دوو شرکتونو په الوتکو کې افغانستان ته راستانه شي.
د پیسو د نړیوال صندوق( ای ایم ایف) یو پلاوي له پاکستان سره موافقه وکړه چې د شپږ میلیارده ډالرو د پور غوښتنه بېرته را ژوندۍ کړي. دا پیسې له دوه زره نولسم کال را په دې خوا کنګل شوې وې. ای ایم ایف د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، که چېرته د دې سازمان اجراییوي بورډ دا موافقه تصویب کړه نو ډېر ژر به له دې پیسو د یو اعشاره اوولس میلیارده ډالرو پور پاکستان ته وسپاري. د ای ایم ایف پلاوي وروسته تر دې له اسلام اباد سره د پور د ورکړې موافقه وکړه چې د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف پر خپلو خلکو نوي مالیات وضع... Читать дальше...
د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې، انګلستان د ټاس په ګټلو سره لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ۲۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوخېدو ۱۱۰ د منډو هدف وټاکه. د هندوستان د توب اچونې په برخه کې د دغه هېواد نوموتي توپ اچونکي بومرا په خپلې توپ اچونه کې د ۱۹ منډو په بدله کې د انګلستان ۶ مهم لوبغاړي و سوځول. په دویمه پاڼۍ کې چې کله هندوستان توپوهنه پیل کړه پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو سره یې ټاکلې ۱۱۰ منډې پوره او لوبه یې د ۴ منډو په توپیر سره وګټله. هندوستان له انګلستان سره د درې یو ورځینیو سیالیو... Читать дальше...
د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال ملي لوبډله د اسیا اتلولۍ په مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره ځان چمتو کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه چمتوالی په کابل کې د «احمدضیا عظیمي» تر نظر لاندي کېږي. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، د هېواد د ۲۰ کلنو فوټبال ملي لوبډله په G ګروپ کې له عمان، تایلند او فلپین سره لوبې لري چې دغه سیالۍ به د سپټمبر له ۱۰ تر ۱۸ مې پورې په عمان کې ترسره شي. د یادونې ده، هغه لوبغاړي چې له ولایتونو دغې ملي لوبډلې ته پېژندل شوي، کابل کې د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې تمریناتي کمپ ته بلل کېږي.
د پکتیا چارواکي وايي، له یوشمېر زیانمنو کورنیو سره مرستې شوي، خو د زیانونو د کره معلوماتو ورغونډولو لپاره يې د سروې ټیمونه سېلاو ځپلو سیمو ته رسېدلي دي.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په کابل کې د افغانستان (پاورلفټينګ ) کلاستيک پنځم پړاو منتخبې سيالۍ پيليږي. دغه ریاست لیکي، ټاکل شوې چې دغه سيالۍ د را روانې شنبې په ورځ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مقام ٥٠٠ کسيز جيم کې د درېيو ورځو لپاره ترسره شي. د دې ریاست په وینا، په دغو سياليو کې به د کابل ښار پاورلفټينګ ١٥ کلپونو څخه تر ١٢٠ زيات ورزشکاران ګډون وکړي. يادې سیالۍ د سني ګټګوريو نوي ځوانانو او ځوانانو، ترمنځ په ٩وزنو کې له ٥٣کيلو ګرام څخه تر ١٢٠ کيلوګرام پورې ترسره کېږي.
بایډن په بیت المقدس کې له اسراییلو مشرانو سره خبرې کوي او بیا به په مقبوضه غربي څنډه کې د فلسطینۍ ادارې له ولسمشر محمود عباس سره ګوري.
د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې مظاهره چیانو موافقه وکړه چې د پارلمان له رئیس سره خبرو ته کښېني او دولتي ودانۍ تخلیه کړي. دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا چې پرون له اسعتفی پرته مالدیف ته تښتېدلی و له هغه ځایه سینګاپور ته تللی او اوس خبرونه وایي چې د سعودي عربستان جدې ښار ته رسېدلی دی. په سریلانکا کې وضعیت کړکېچن دی، حکومت بېړنی حالت اعلان کړی دی. د پارلمان رییس ماهیندا یاپا ابیواردینا اعتراض کوونکو ته وویل چې د دې لپاره چې ولسمشر استعفی نه ده کړې دی... Читать дальше...
افغان کرېکټ بورډ وايي، د شپږیزه لیګ اتم پړاو سیاليو لپاره تیاری روان دی او څلور ورځې وروسته به دا سیالۍ پیل شي. د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل، چې د شپږیزې په دې پړاو سیالیو کې د شپږو پر ځای اته لوبډلې برخه لري او په ټولو لوبډلو کې زیات شمېر ځوان لوبغاړي لوبیږي. که څه هم تېر کال ترسره نهشوې خو سږ کال يې اتم پړاو لوبو ته یوازې څلور ورځې پاتې دي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دې سیالیو لپاره په پراخه کچه تیاری روان دی. د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل: "د... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې نن د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اسراییل له صدراعظم یاییر لاپید سره ګډ تړون لاسلیک کړي چې پکې به دا ژمنه کوي چې ایران به نه پریږدي چې اټومي وسله ترلاسه کړي. د امریکا یوه جپګوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې له دې سره به د متحد ایالتونو او اسراییل ترمنځ د اوږدې مودې امنیتي اړيکي پراخ شي. دې چارواکي وویل، دا اعلامیه ډیره مهمه ده، په دې کې ژمنه شوې چې کله به هم اجازه ور نهکړي چې ایران اتومي وسله ترلاسه کړي او د بې ثباتۍ داسې هڅې وکړي چې اسراییل په نښه کړي. جو بایډن پرون... Читать дальше...
لانګ وار ژورنال مجله: لانګ وار ژورنال مجلې په یوه راپور کې لیکي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د مقاومتي ډلو له خوا د بریدونو په زیاتېدو سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د حکومت پر ضد د «له تاوتریخوالي ډک مخالفت» ملاتړ نهکوي. لانګ وار ژورنال زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې له یو بل سره خبرې وکړي. د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند د فارن ډیسک په نوم یوې مجلې د پوښتنې په... Читать дальше...
بي اېل اې د جولای پر ۱۴مه رسنیو ته په استولي دویم بیان کې ویلي دي چې پوځي افسر یې د جولای پر ۱۲مه د بلوچستان له زیارته له ځان سره بیولی وو او وروسته یې وواژه.
د طالبانو حکومت په مشرۍ د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره بیا ځلې ټولو هغه کسانو ته چې د (فوریکس اپلکېشن) له لارې د پېسو انلاین راکړې ورکړې کوي خبر ورکړی چې له دې وروسته په انلاین بڼه دغه معاملې ترسره نهکړي. دغه بانک ویلي، سره له دې چې د دغه اپلکېشن له لارې د پولې راکړې ورکړې په تړاو دوه اونۍ وړاندې بانک خبرپانه خپره کړې وه، خو اوس هم په ځینو ولایتونو کې دغه چاره ترسره کېږي. د افغانستان بانک ویلي، دوي هڅه کوي چې د دغه غیر قانوني کړنې د مخنیوي په موخه کسان تر پېژندنې وروسته قانون ته وسپاري. Читать дальше...
مشهور ديني عالم شيخ سردارولي ثاقب تېره شپه کابل کې ووژل شو، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې په اړه يې څېړنې پیل کړي دي. په جلال اباد کې د نارنج باغ دارلعلوم یو استاد شیخ احمدشاه رسنیو ته ویلي چې نوموړی تېره ورځ ناوخته په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له لوري په مرموز ډول وژل شوی دی. مولوي سردار ولي ثاقب د اوږدې مودې لپاره د تېر حکومت پر مهال په جلال اباد ښار کې د نارنج باغ په نوم د دینې زده کړو په دارلعلوم کې مدرس پاتې شوی او زرګونه شاګردان يې درلودل. په ننګرهار کې د نارنج باغ دارلعلوم... Читать дальше...
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرایل له صدراعظم یایر لاپید سره نن داسې هوکړه لاسلیک کړي چې دواړه لوري اټومي وسلې ته د ایران د مخنیوي ژمنې په کې کوي. رویټرز د جوبایډن ادارې د یوه چارواکي په حواله ویلي چې دا هوکړه به د امریکا او اسرایلو اوږدمهاله امنیتي اړیکې لا پراخې کړي. بایډن له ولسمشر کېدو وروسته پرون د منځني ختیځ لومړی سفر اسرایل ته په رسېدو پيل کړ. نوموړی له اسرایل وروسته سعودي عربستان ته سفر کوي.
اوکرایني چارواکي وایي، روسي ځواکونو تېره ورځ د دونباس سیمې د بشپړ نیولو لپاره هڅو ته دوام ورکړ او د اوکراین په ټوله ختیځه سیمه کې یې ډزې روانې وې. د لوهانسک والي سرهي هایدي ویلي، ځواکونو یې د لوهانسک په ګاونډ کې د دوو کلیو د ساتنې په هدف چې د جګړې تر اور لاندې و، مقاومت وکړ. هایدي ادعا کړې چې روسیه غواړي دونباس سیمه له خاورو سره خاورې کړي. بل لورته تاس خبري اژانس د یوه روس پلوه بیلتون غوښتونکي چارواکي په حواله ویلي، روسي ځواکونه سولدار ښارګوټي ته ننوتلي او څو ورځو کې به یې ونیسي. خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کډوالو نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د تېر ۲۰۲۱ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۲ اپرېل میاشت پورې ټول یو اعشاریه اته میلیونه افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. دغه سازمان په خپل یو تازه خپور کړي راپور کې ویلي، په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د کورنیو بې ځایو شویو شمېر نږدې شپږ میلیونو ته رسېږي چې د جګړو او طبعي پېښو له امله د خپلو کورونو پرېښدو ته اړ شوي دي. د هلمند ولایت اوسېدونکې فاطمه وایي د تېر ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام تر سقوط مخکې په دغه ولایت کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو... Читать дальше...
په افغانستان کې څو لسیزې جګړې او طبعي پېښې ډېرې داسې کیسې لري، چې په اورېدلو ارزي. څوک وژل شوي، چا په کې ټپ لیدلی، څوک د وطن او څوک هم په کوچینوالي د مور او پلار له غېږې بېل شوي دي. له دې کیسو، یوه یې د ناهید وکیلي ده، هغه چې له لسیزو ورسته خبره شوې، چې په ماشومتوب کې له غېږ اخیستل شوې، یا فرزندي ورکړل شوې او اوس په خپلې کورنۍ پسې ګرځي. ناهید وکیلي، نېږدې شپېته کلنه ده، د افغانستان د غور ولایت اصلي اوسېدونکې ده او اوس د امریکا د متحده ایالاتو په نیویارک کې اوسېږي. کیسه کوي، ماشومه وه، چې... Читать дальше...
د امریکا د خلايي تحقیق ادارې (ناسا)، د اروپا د خلايي څېړنو ادارې (ایسا) او د کاناډا د خلايي څېړنو مرکز د جولای پر ۱۲مه د جېمز ویب په نوم له لوی خلايي دوربینه اخیستل شوي انځورونه خپاره کړي دي. هغو ادارو جېمز ویب دوربین د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر په اخري اوونۍ کې خلا ته لېږدولی وو چې اوسمهال د ناسا په وینا، له ځمکې څخه شاوخوا ۱.۵ مېلیونه کېلومیټره لیرې دی. هغو ادارو له دوربینه تازه اخیستل شوي انځورونه خپاره کړي دي چې کیفیت یې خورا ښه دی. ناسا وايي، انځورونه د کاینات د هغو برخو دي چې له ځمکې څخه شاوخوا ۷،۶۰۰ نوري کاله لیرې دي. Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې دا لوبې راتلونکې اونۍ دوشنبې د جولای په اتلسمه په کابل کرېکټ لوبغالي کې پیل شي. د کرېکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته د دې لوبو د چمتوالي په اړه لیدونکو ته ډاډ ورکړ. نوموړي وويل: "د دغو سیالیو لپاره افغان کرېکټ بورډ پوره چمتوالی نیولی دی، که خدای کول په ډېر ښه شکل به دا لوبې په کابل کې پیل شي. کرېکټ بورډ د لیدونکو لپاره اسانتیاوې په پام کې نیولې دي، نو مینهوال کولی شي چې د لوبو ډګر ته راشي، له نژدې له دې لوبو خوند واخلي." د شپږیزې په دې اتم پړاو سیالیو کې... Читать дальше...
د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو دا خبر تایید کړ چې ډګرمن لایق د سې شنبې په ورځ زیارت سیمې ته څېرمه تښتول شوی دی. په سیمه کې سرچینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې هلته وسله وال پر سړک ولاړ وي، موټر پلټي او کله چې دوی د ډګرمن لایق موټر درولی او پوه شوي دي چې دی پوځي افسر دی له ځانونو سره یې بېولی دی. وسله والو د ډګرمن لایق مېرمن او ماشومان پرې ایښي دي چې ولاړ شي. تر اوسه چا د دې برمته نیونې مسوولیت نهدی منلی. د يادونې ده چې په دې وروستيو کې پر پاکستاني پوځيانو څو ځل غلچکي بريدونه هم وشول چې پهکې پوځيانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.