Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نوميالی سلفي ديني عالم مولوي سرداولي ثاقب تېره شپه کابل کې ووژل شو

مشهور ديني عالم شيخ سردارولي ثاقب تېره شپه کابل کې ووژل شو، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې په اړه يې څېړنې پیل کړي دي.


په جلال اباد کې د نارنج باغ دارلعلوم یو استاد شیخ احمدشاه رسنیو ته ویلي چې نوموړی تېره ورځ ناوخته په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له لوري په مرموز ډول وژل شوی دی.


مولوي سردار ولي ثاقب د اوږدې مودې لپاره د تېر حکومت پر مهال په جلال اباد ښار کې د نارنج باغ په نوم د دینې زده کړو په دارلعلوم کې مدرس پاتې شوی او زرګونه شاګردان يې درلودل.


په ننګرهار کې د نارنج باغ دارلعلوم د یو وژل شوي استاد او مشهور سلفي دیني عالم مولوي سردار ولي ثاقب د جنازې مراسمو کې د ختیځو ولایتونو سلګونه اوسېدونکو په کې برخه اخیستې وه.




د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي د شیخ سردارولي ثاقب د وژنې په تړاو يې څېړنې پیل کړي دي.


د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل: "د شیخ سردارولي د شهادت د قضیې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی دی، چې له تېرې شپې راهیسې يې خپلې څېړنې پیل کړي دي، له څېړنو وروسته به په ډاګه شي چې نوموړی د چا له خوا او ولې په شهادت رسېدلی او د وژل کېدو انګیزه يې څه ده."


په ننګرهار کې د نارنج باغ دارلعلوم یو استاد شیخ احمد شاه د جنازې له مراسمو وړاندې رسنیو ته وویل چې ښاغلی ثاقب تېره ورځ په کابل کې په خپل کور کې په مرموز ډول وژل شوی دی.


نوموړي وويل: "هغه پرون ماسپښین په شهادت رسېدلی دی، موږ د شپې لس بجې خبر شو، په مرموز ډول په شهادت رسول شوی دی، دښمن ورته کورته د دوست او ملګري په شکل ورغلی، په دې اړه نور تفصیلات الله ته معلوم دي."


دی وايي نوموړي په ننګرهار کې د دینې زده کړو په برخه کې پراخه خدمات ترسره کړي دي او زرګونه شاګردان يې روزلي دي.


مولوي سردار ولي ثاقب د ننګرهار د خوګیاڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی وو، نږدې څلویښت کاله عمر يې درلود او په دینې علومو په ځانګړی ډول په قران او احادیثو کې کې پراخه زده کړې وې.




د ښاغلي ثاقب په اړه ویل کېږي چې په سیاست کې يې کومه ځانګړې ونډه نه درلوده خو د نبوي سیرت د تدریس له امله يې په لر او بر پښتون میشتو سیمو کې پراخه شهرت ترلاسه کړی وو.


 




نوموړی د طالبانو د حکومت په لومړیو ورځو کې اول تری تم شو او وروسته يې جسد د کورنۍ له لوري په کابل کې وموندل شو.


د دې ترڅنګ په وروستیو کې په کابل او کندز کې د تصوف عالمانو پر حلقو خونړۍ حملې وشوې چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.


له دې وړاندې د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم په بېلابېلو وختونو کې دینې عالمان په نښه شوي دي.


مشهور دیني عالم سمیع الله ریحان، په کابل کې د وزیر اکبر خان جومات خطیب محمد ایاز نیازی، په جلال اباد کې د نارنج باغ مدرسې استاد رحمت شاه، په کابل کې د شېرشاه سوري جومات خطیب عزیزالله مفلح او د کابل د عالمانو د شورا رییس عبدالبصیر حقانې يې د یادولو وړ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus