د سپينې ماڼۍ ډاکټر: د جو بايډن روغتيايي وضعيت په ښه کېدو دی
اشیش جها، په سپینه ماڼۍ کې د کوویډ نولس د مبارزې همغږي کوونکي، پرون (د جولای په 24) د ABC ټلوېزیون ته وویل د هغو اولسو کسانو له ډلې چې له بایډن سره په تماس کې پاتې شوي د هېڅ یو د کرونا معاینه مثبته نه ده ختلې.
د جها په وینا، بایډن خورا لږې نښې لري، او داسې انګیرل کېږي چې د متحده ایالتونو ولسمشر د BA5 ډوله کرونا ویروس باندې اخته شوی دی.