Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نجونو تړلي ښوونځي؛ یوه ډاکتره طالبانو ته: تر کله به د پردیو خیرات ته محتاج یوو

۳۱۱ ورځې کېږي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګه محرومې شوې دي.


یوه وېډيو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې یوه ډاکتره مېرمن له څو نورو ښځو سره د طالبانو یوې ادارې ته ورغلې او د نجونو د ثانوي ښوونځيو د خلاصولو غوښتنه کوي.




دغه وېډيو چې په ټولنیزو شبکو کې ډېره خپره شوې ده، معلومه نه ده چې په کوم ولایت کې ثبت شوې ده، خو دا ښځه طالبانو ته په خطاب کې وايي: " تر کله به موږ د پردیو خیرات ته محتاج یوو؟ ښځه او نر نه غواړي، غیرت په کار دی، زما لوراو خور باید درس ووایي چې خدمت وکړي."


د طالبانو له بیا واکمنېدو ۳۱۱ ورځې تېرېږي او په دې موده کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو محرومې شوې دي.


د نړیوالې ټولنې او د بشر حقونو د سازمانونو له ډېرو غبرګونونو سره هم طالبانو د نجونو د ښوونځيو په برخه کې انعطاف نه دی ښودلی.


هغه زده کوونکې، چې اوس ښوونځي ته له تګه منع شوې دي، د خپلو زده کړو د راتلونکې په اړه اندېښمنې دي.


په کابل کې د یوه ښوونځي د ۱۲ ټولګي زده کوونکې وايي، په وروستي تعلیمي کال کې له زده کړو پاتې شوې او دا ورته ځورونکې ده.


نوموړې وايي، ښوونځي ته د بېرته تګ هیلې یې ورځ تر بلې مړاوې کېږي.


هغه زیاتوي: "د ډېرې اندېښنې خبره ده چې یو کال کېږي د نجونو ښوونځي تړلي دي او نجونو د زده کړو حق نه لري. که ښوونځي خلاص وای، سږ کال به موږ د دولسم ټولګي فارغان درلودای خو له بده مرغه اوس یې نه لرو."


په هرات کې د نجونو د یوه ښوونځي ښوونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، ډېرې زده کوونکې تر دې حده ناهیلې شوې دي چې په ژور خفګان اخته شوې دي.


هغې وویل: "د زده کوونکو یوازځنۍ خبره دا ده چې ستړې شوې دي او نور هیلې نه لري. له یوې خوا زه د یوې ښوونکې په توګه هغوی ته انګېزې ورکوم چې صبر ولري او هیله منې اوسي خو له بلې خوا له حقیقتونو سره مخ کېږي، ځکه هره ورځ خبرونه اوري. باید ووایم چې د زده کوونکو رواني حالت ډېر خراب دی."




د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د ښوونځيو د خلاصولو په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې خو تر دې مخکې یې ویلي وو، چې د ښوونځیو د خلاصولو پرېکړه د طالبانو د رهبري په لاس کې ده.


خو د یوه کال له تېرېدو سره هم طالبانو له نړیوالو فشارونو سره د نجونو ښوونځي خلاص نه کړل او دا زده کوونکې لا تر اوسه بې برخلیکه دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus