هرات کې د کراتې سيالۍ ترسره شوې
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه سيالۍ د هرات او فراه ولایتونو د ١٠٠ تنه ورزشکارانو په ګډون سره د هرات ولايت بدني روزنې او ورزش ریاست په لوبغالي کې تېره ورځ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې دوه ورځې وړاندې پیل شوې د کوچنيانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو له مخې په ١٦وزنونو کې دغه لوبغاړي د يو بل پر وړاندې ولوبېدل.
د دې سیالیو هدف په یاد ولایت د کراتې ورزش ته وده او د ځوانانو هڅول ښودل شوي.