د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن وایي، متحدایالاتونه به ډېر ژر یو شمېر امریکایي پوځیان اروپا ته واستوي. د ښاغلي بایډن په باور د اوکراین له پولي سره د ګڼو روسي ځواکونو له ځای پرځای کېدو سره لا هم دا وېره شته چې دا ځواکونه پر اوکراین د یرغل لپاره راغونډ شوي وي. ولسمشر بایډن پرون له فلادلفیا څخه واشنګټن ته تر ستنېدو وروسته په هوایي ډګر کې وویل: "په لنډ وخت کې به یو شمېر امریکایي سرتیري ختیځې اروپا او د ناټو غړیو هېوادو ته ولېږم." د ښاغلي بایډن په باور د دې پوځیانو شمېر به ډېر نه وي چې اروپا ته یې لېږي. Читать дальше...
د لویدیځ ډپلوماټان وایي، د ایران د اټمي تړون د ژغورلو خبرې وروستي پړاو ته نژدې شوي دي. ډپلوماټانو په لنډو دا خبره د ایران او د نړۍ د سترو ځواکمنو ترمنځ له یوې اوونۍ خبرو وروسته، وکړه. د جرمني، بریتانیا او فرانسې ډپلوماټان د روسیې او چین له ډپلوماټانو سره له تیر پسرلي راپه دې خوا د اترېش په پلازمېنه ویانا کې هڅې کوي چې واشنګټن او تهران د دوه زره پنځلسم کال اټمي تړون ته سره نژدې کړي. د اروپایي ټولنې استازې انریک مورا وویل، د خبرو برخه وال د سلامشورې لپاره خپلو هېوادونو ته تللي دي او دا اوونۍ به بېرته د خبرو میز ته سره کیني. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د بریتانیا پخواني مرستیال استازي مایکل کېټېنګ خبرداری ورکړ، که نړیوال افغانستان هېر کړي نتیجه به یې ډېره بده وي. اسوشیټېډ پرېس اژانس د مایکل کېټنېګ هغه خبرې رااخیستې دي چې د بریتانیا سکای نیوز ته یې کړي. دی وایي: "زما په فکر د افغانستان د خلکو پرېښودل او خوشې کول به دا ملت په سوالګرو بدل کړي چې دا نه د خپله افغانانو په ګټه دی، نه د سیمې او نه هم د نړیوالې ټولنې. دا به نه یوازې په بشري برخه کې بلکې په امنیتي برخه کې هم بدې پایلې ولري." ښاغلي کېټېنګ زیاته کړه، افغانانو ته... Читать дальше...
داسې مهال چې پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې، له ترهګرۍ په ملاتړ او افغانستان ته د ترهګرو په استولو تورن دی، د ملي امنیت سلاکار یې وايي، لا هم افغان خاوره د دوی پرضد کارول کېږي. معید یوسف د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۷مه) د ملي شورا د بهرني کمېټې په یوه غونډه کې ویلي، د افغانستان په سرحدي سیمو کې منظمې ترهګرې ډلې فعالیت کوي. ښاغلي یوسف د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو په اړه ویلي، پاکستانی دولت جنګ ځپلي افغانستان ته د طالبانو د بیا راتګ په اړه بشپړ خوښ نه دی. د طالبانو حکومت... Читать дальше...
د امریکا یوې محکمې د ولسمشر جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ نور مهلت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شوېو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي. د راپورونو له مخې د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي سارا نیتبورن د امریکا د عدلیې وزارت ته د فبروري تر ۱۱مې پورې وخت ورکړی، څو د افغانستان د دې شتمنیو په برخه کې خپلې سپارښتنې ور وسپاري. تمه وه چې د امریکا حکومت د افغانستان د دې شتمنۍ په اړه خپلې سپارښتنې پرون (د سلواغې په اتمه نېټه) سپارلې وای. د افغانستان بانک دا مالي شتمني د زمري په ۲۴مه نېټه پر افغانستان د... Читать дальше...
یو لیک څه باندې پنځوس کاله وروسته له پولنډ څخه لیتوانیا ته ورسېد. دا لیک د ۱۹۷۰ کال په مارچ کې له پولنډ څخه د اېوا په نوم ۱۲ کلنې نجلۍ په لیتوانیا کې خپلې قلمي همکارې ته استولی و. اېوا په دې لیک کې شکایت کړی چې اوس-اوس د دوی کلي ته بسونه نه راځي او دا باید د سانتي ګراد په منفي ۲۳ درجې سړو کې په پښو ښار ته ولاړه شي. لیتوانیایۍ مېرمنې ګینو ویفا چې اوس له شپېتو کلونو زیات عمر لري، دا لیک پرون د جنوري په ۲۸مه ترلاسه کړ. هغې ویلي چې اېوا یې ډېره لږه په یاد ده ځکه وروسته له دې چې له هغې څخه یې... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي یو ځل بیا د امریکا هغه اټکل چې وايي، د روسیې له خوا د اوکراین اشغال حتمي دی، رد کړ. ښاغلی زلنسکي پرون (د سلواغې په اتمه) په پلازمېنه کییف کې خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال وویل، له روسیې سره په کړکېچ کې زیاتوالی نه دی راغلی او زیاته یې کړه چې اوکراین ته اصلي ګواښ له دننه څخه بې ثباتي ده. د اوکراین ولسمشر وویل، په بهر کې داسې یو تصور شته چې دلته جګړه روانه ده، په داسې حال کې چې د ده په وینا دا تصور ناسم دی. ښاغلي زلنسکي همدا راز یادونه وکړه، که څه هم دی د... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان په ایران کې د بشري حقونو د مخکښې مدافع نرګس محمدي په برخه کې د محکمې حکم غندلی او پر تهران یې غږ کړی چې نوموړې دې سمدستي او بې قید او شرطه خوشې کړي. په دې سازمان کې د ایران د برخې څېړونکې تارا سپهري فر په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وویل، د نرګس محمدي ظالمانه نیول او له هغې څخه تحقیق، هغه هم یوازې یو کال وروسته له دې چې دا د یوه مخکیني حکم پر اساس له زندانه خوشې شوې وه او اوس هغې ته د حبس یو بل غیرعادلانه حکم دا ټول د دې لپاره کېږي چې نوموړې په هر قیمت خاموشۍ ته مجبوره کړي. Читать дальше...
په نیمروز کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې پرون له ایران سره په ګډ سرحد کې ایراني معترضانو د لاریون پر مهال له پولې هاخوا د افغان سوداګرو موټر زیانمن کړل. په نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست سرپرست رییس مفتي حبیب الله الهام ازادي راډیو ته وویل، د ایران له سیستان بلوچستان ایالت څخه یو شمېر معترضان چې د هلمند له اوبو یې د اوبه خور د برخې د زیاتېدو غوښتنه کوله د لاریون پر مهال د ایران په زابل سیمه کې د افغان سوداګرو د ټرکونو (لاریو) پر تم ځای برید وکړ او د څو لاریو شیشې یې ماتې کړې. Читать дальше...
د ایران د سیستان بلوچستان ایالت یو شمېر اوسېدونکو پرون د افغانستان پولې ته نژدې، پر مظاهرو د بندیز مقررات تر پښو لاندې کړل او د یوه لاریون په ترڅ کې یې د هلمند سیند د اوبه خور په اړه له افغانستان سره د بیا ځلي خبرو غوښتنه وکړه. د ایرنا د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د ایران امنیتي ځواکونو هغه مهال مداخله وکړه چې معترضانو په ګډ سرحد کې د افغانانو پر یو شمېر ولاړو لاریو حمله وکړه. د سیمې اوسېدونکو د ازادي راډیو خبریال ته وویل، لاریونوالو د لاریو شیشې ماتې کړې او زیان یې ور واړاوه. راپور... Читать дальше...
هند وايي، افغانستان ته یې په تېرو څو اونیو کې ۳،۶ ټنه روغتیايي مرستې او همدا راز د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ضد واکسین پنځه لکه ډوزه استولي دي. نوې ډېلي همدا راز وايي چې افغانستان ته د هغو غنمو د استولو پر چاره هم کار روان دی چې مخکې یې له افغانانو سره ژمنه کړې وه. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون یوې خبري غونډې ته وویل، هند د غلې، د کرونا ضد واکسین او ضروري درملو په ګډون د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته ژمن دی. هند ډېر پخوا د پاکستان له لارې افغانستان ته د پنځوس زره ټنه غنمو او درملو د استولو ژمنه کړې وه. Читать дальше...
د خوړو د نړیوال پروګرام یا 'WFP' مشر خبرداری ورکړی چې د افغانستان روان وضعیت ډېر کړکېچن دی. ډیوېډ باسلي د جرمني له دوېچوېلې ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې لوږه او قحطي د شااوخوا ۲۳ میلیونه افغانانو تر کورونو چې د افغانستان د وګړو څه باندې نیمايي برخه جوړوي رسېدلې ده. ښاغلي باسلي د نړۍ له شتمنو هېوادونو وغوښتل چې د یوه بشري بحران د مخنیوي په پار له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي. هغه ټینګار وکړ چې که د نړۍ میلیاردران خپله د یوې ورځې ګټه د افغانستان لپاره ځانګړې کړي نو په دې هېواد کې به د بشري بحران مخه ونیول شي. Читать дальше...