هند وايي، افغانستان ته یې په تېرو څو اونیو کې ۳،۶ ټنه روغتیايي مرستې او همدا راز د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ضد واکسین پنځه لکه ډوزه استولي دي.
نوې ډېلي همدا راز وايي چې افغانستان ته د هغو غنمو د استولو پر چاره هم کار روان دی چې مخکې یې له افغانانو سره ژمنه کړې وه.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون یوې خبري غونډې ته وویل، هند د غلې، د کرونا ضد واکسین او ضروري درملو په ګډون د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته ژمن دی.
هند ډېر پخوا د پاکستان له لارې افغانستان ته د پنځوس زره ټنه غنمو او درملو د استولو ژمنه کړې وه.
ویل کېږي چې نوي ډېلي او اسلام آباد، افغانستان ته د دې مرستې د استولو د څرنګوالي په اړه وروستۍ پرېکړې ته نژدې شوي دي.