یو لیک څه باندې پنځوس کاله وروسته له پولنډ څخه لیتوانیا ته ورسېد.
دا لیک د ۱۹۷۰ کال په مارچ کې له پولنډ څخه د اېوا په نوم ۱۲ کلنې نجلۍ په لیتوانیا کې خپلې قلمي همکارې ته استولی و.
اېوا په دې لیک کې شکایت کړی چې اوس-اوس د دوی کلي ته بسونه نه راځي او دا باید د سانتي ګراد په منفي ۲۳ درجې سړو کې په پښو ښار ته ولاړه شي.
لیتوانیایۍ مېرمنې ګینو ویفا چې اوس له شپېتو کلونو زیات عمر لري، دا لیک پرون د جنوري په ۲۸مه ترلاسه کړ.
هغې ویلي چې اېوا یې ډېره لږه په یاد ده ځکه وروسته له دې چې له هغې څخه یې د خپل لیک ځواب ترلاسه نه کړ، نو دې هم هغې ته د لیکونو استول بند کړل.
ګینو ویفا وايي، لومړی یې فکر وکړ چې څوک ټوکې ورسره کوي ځکه دې ته له امکانه لېرې ښکارېدل چې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د یوه لیک رسېدل به ۵۱ کاله او ۹ میاشتې وخت ونیسي.