د افغانستان لپاره د بریتانیا پخواني مرستیال استازي مایکل کېټېنګ خبرداری ورکړ، که نړیوال افغانستان هېر کړي نتیجه به یې ډېره بده وي.
اسوشیټېډ پرېس اژانس د مایکل کېټنېګ هغه خبرې رااخیستې دي چې د بریتانیا سکای نیوز ته یې کړي.
دی وایي: "زما په فکر د افغانستان د خلکو پرېښودل او خوشې کول به دا ملت په سوالګرو بدل کړي چې دا نه د خپله افغانانو په ګټه دی، نه د سیمې او نه هم د نړیوالې ټولنې. دا به نه یوازې په بشري برخه کې بلکې په امنیتي برخه کې هم بدې پایلې ولري."
ښاغلي کېټېنګ زیاته کړه، افغانانو ته شا اړول به د لا زیاتو مهاجرتونو سبب شي او د مخدرو موادو کاروبار به دغه هېواد کې زیات شي. د ده په باور داسې لارې چارې باید ولټول شي چې د افغانستان اقتصادي څرخ ورسره وګرځي.
د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ د روان کال په ترڅ کې د افغانستان لپاره د دوه اعشاریه شپږ میلیارډه دالرو غوښتنه وکړه چې دا له اټکل سره سم یوه کس ته د ورځې یوازې دیرش سنټه رسیږي.