پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته که يو خوا بېکاري زياته شوې او ګڼ کسان يې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي، نو بلخوا په دا ډول نرواکه ټولنه کې ځېنې وخت مور و پلار يوې ماشومې نجلۍ ته د هلک جامې ورپه غاړه کړي چې بيا تر ځوانۍ د هلک په شان کار او ژوند وکړي. دغه دود ته په دري ژبه "بچه پوش" ويل کېږي. اسوشيېټېډ پرېس اژانس په کابل کې پر همداسې يوې کورنۍ ويډيويي راپور جوړ کړی چې احمد شاه اعظمي پښتو کړی دی.
شمالي کوریا نن دوه بالستیک توغندي وازمویل. دا ازموینه دوه ورځې وروسته تر دې پیونګ یانګ وکړه چې واشنګتن پرې نوي بندیزونه ولګول. په تېرو دوو اوونیو کې د شمالي کوریا له لوري دا د توغوندیو درېیمه ازموینه ده. د جنوبي کوریا لوی درستیز وویل چې د لنډ واټن دوه بالستیک توغندي یې له شمالي پی یانګ ولایته د هېواد د لویدیځو سمندرغاړو په لوري توغولي دي. د جاپان ساحلی ځواکونو هم راپور ورکړ چې شمالي کوریا توغندي توغولي دي چې ښایي بالستیک وي. د شمالي کوریا دولتي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت... Читать дальше...
د فاریاب په مرکز میمنه کې نن د طالبانو ځواکونه د ټانکونه ګزمه کوي. دا ځواکونه په دغه ښار کې له پرونیو شخړو وروسته راوتلي دي. په دې ترڅ کې ځیني سرچینې نن په میمنه کې د شخړو پرمهال د دوو کسانو د وژلو خبر ورکوي، خو رسمي سرچینو دا خبر نه دی تائید کړی. د طالبانو د قوماندان مخدوم عالم له نیولو وروسته پرون په میمنه کې اعتراضونه وشول او اعتراض کوونکو د هغه د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. مخدوم عالم د طالبانو قوماندان پرون په بلخ کې په خپله طالبانو ونیو. د طالبانو مرستیال ویاند احمد اله وثیق ازادي... Читать дальше...
د اوکراین د حکومت پر یو شمېر وېب پاڼو پراخ سایبري بریدونه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د لویدیځ او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سر کړکیچ زیات شوی دی. روسیې د اوکراین له پولې سره نږدې یولک پوځیان او پوځي وسایل ځای پرځای کړې دي. د اوکراین پوهنې وزارت نن سهار لومړی ځل دا خبر خپور کړ او په خپله فېسبوک پاڼه کې یې ولیکل چې د نړیوال سایبري برید له امله د جنوري د ۱۳مې او ۱۴مې شپې په ترڅ کې د پوهنې او ساینس وزارت وېب پاڼه په موقتي ډول بنده شوې ده. وروسته بیا کییف وویل چې له دې بریدونو سره د حکومتي... Читать дальше...
طالبانو له واشنګتنه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو غوښتنه ومني. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پرون له واشنګټنه هیله وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ورپرېږدي. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن جمعه (د مرغومې په ۲۴مه) پر ټویټر لیکلي چې د دوی حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي لهخوا له امریکا د افغانستان د پانګې د خلاصون غوښتنه ستایي. د مجاهد په وینا داسې دریځ نیول د ملګرو ملتونو بېپریتوب او د ملتونو د حقوقو په اړه د دغه مهم نړیوال سازمان پرستیژ ته ګټه رسوي. واشنګټن د افغانستان د مرکزي بانک... Читать дальше...
استرالیا د نړۍ د ټینس د اول نومره لوبغاړي نواک جوکوویچ ویزه لغوه کړه. د استرالیا د کډوالو د چارو وزیر الکس هاوک نن په په یوه بیان کې وویل، دا کار یې د خلکو د روغتیا په پار وکړ. جوکوویچ تر اوسه څه نه دې ویلي. د استرالیا د قانون له مخې دی کولای شي چې استېناف ته مخه کړي. ټاکل شوې وه چې ۳۴ کلن سربیایی ستوری، جو کوویچ راتلونکې دوشنبې په استرالیا کې د تینس لوبو په سیالیو کې برخه واخلي، دی د جنوري په شپږمه ملبورن ښار ته ورسېد. ده د کرونا د واکسین له کولو انکار کړی او استرالیا ته د هر کس د داخلېدو لپاره د کرونا واکسین شرط دی.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر له برمته کوونکو ازاد شو. ښاغلي سکندر د سې شنبې په شپه د شپې د لس نیمو بجو خوا ته خپل کور ته روان و چې د ښار د څلورمې او پنځمې امنیتي حوزې ترمنځ تری تم شو. د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیحالله شهزاد په فېسبوک کې لیکلي چې نجیبالله سکندر خوشې شو او اختطاف کوونکي نیول شوي دي.
کندهار کې سږکال د پنبې زیات کښتونه شوي خو مناسب بازار نه لري. په کندهار کې سږکال ډېره پنبه کرل شوې خو کروندګر د مناسب بازار د نشتونه شکایت کوي. د پنبې یو کروندګر عنایت الله پر خپله ځمکه له کلونو راهیسې پنبه کري. دی وايي تېر کال يې له خپلي ۱۳ جریبه ځمکې ۲۶ خرواره پنبه ټوله کړې او په ښه قیمت يې پېرلې ده خو سږکال يې په حاصل او بیه کې کموالی راغلی دی. عنایت الله وایي:" تقریباً دا ځمکه ۱۳ جریبه ده، پروسږکال يي ۲۶ خرواره پنبه وکړه خو سږکال به چې زیاته وکړي ۲۱ خرواره به شي، څه ناڅه مرضونه يي هم... Читать дальше...
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلاني جولي وایي، هېواد یې په افغانستان کې د روان بشري ناورین د حل لپاره ژمن دی. اغلې جولي دا ژمنه پر ټویټر وروسته تر دې کړې چې دې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره پر دې خبرې وکړې چې څرنګه دواړه هېوادونه د افغانانو ملاتړ کولای شي. د ملګرو ملتو د بشري چارو د ادارې په وینا، تر دوه ویشت ملیونه ډېر کسان په افغانستان کې د خوراک له کمښت او تر اته نیم ملیونه ډېر له لوږي سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتو سرمنشي له نړیوالې ټولنې او طالبانو وغوښتل چې په دې سخت حالت کې دې د افغانانو ستونزو ته پاملرنه وکړي. انتوني ګوترېش پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل:" زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره وړاندې ګام واخلي. زه د طالبانو له مشرتابه په ورته ډول بیړنۍ غوښتنه کوم چې اساسي بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه وپېژني او ساتنه یې وکړي." د ملګرو ملتو سرمنشي په ټویټر کې لیکلي دي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له دفترونو اېستل... Читать дальше...
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته ولاړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر کې لیکلي دي چې دا پلاوی د ترکمنستان په بلنه هغه هېواد ته تللی دی. په ټویټر کې ویل شوي چې د طالبانو پلاوی به د ترکمنستان له چارواکو سره د سوداګرۍ، انرژۍ، ریل پټلۍ، ټاپي پروژې او تحصیلي بورسونو په اړه خبرې وکړي.
په افغانستان کې د سوداګریزو خصوصي بانکونو د فعالیتونو د عادي کولو د هڅو په ترڅ کې د افغانستان بانک د «ATM» ماشیونو له لوري د پیسو د ایستلو د بېرته فعالېدو خبره کوي. د افغانستان بانک که څه هم د دغو ماشینونو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې خصوصي بانکونو هوکړه کړې چې دا ماشینونونه به په ځینو سیمو کې بېرته فعال کړي. د افغانستان بانک ویاند صابر مومند يه یو ویډیو پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي:" د افغانستان بانک د هغو پرله پسې ناستو په تعقیب چې د هېواد د بانکونو... Читать дальше...
هلته تللي ډېری سېلانیان د ځايي خلکو له مېلمه پالنې خوشاله دي.
ډېپلوماټانو د جنورۍ پر ۱۳مه په ویانا کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په غونډه کې د مهم پرمختګ په اړه څه و نه ویل.
په پاکستان کې حکومت هر کال بودیجه جوړوي چې د جولای پر لومړۍ نېټه د مالي کال تر پیلېدو مخکې یې باید پارلېمان منظور کړي.
امریکایي چارواکو یو ځل بیا د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تازه «NBC» ټلوېزیون سره مرکه کې وویل چې امریکا هڅه کوي د نړیوالې ټولنې په همکارۍ تر اړمنو افغانانو بشري مرستې ورسوي. ښاغلي بلېنکن ټینګار وکړ چې طالبان باید خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي. بلېنکن وویل:" زه د دې په اړه ژوره اندېښنه لرم که څه هم موږ غواړو چې طالبان خلکو سره د چلند په اړه، له تروریزم سره د مبارزې په اړه، د دې ډاډ ترلاسه کولو په اړه چې دوی د خلکو حقونه ساتي، ژمن... Читать дальше...
ګویتېرېش د جنورۍ پر ۱۳مه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې همداراز د ځینو شرایطو له مخې د شاوخوا ۹،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د کنګل شویو اسعارو او شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه.
له نشه يي موادو سره د مبارزې مرکز پخواني کارکوونکي وايي، طالبانو له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لغوه کړی دی. د دې مرکز کارکوونکی چې د امنیتي ستونزه له امله نه غواړي نوم يې واخیستل شي ازادۍ راډيو ته وويل، څو مياشتي کېږي چې معاش يې نه دي اخيستي او د دې مرکز په لغوه کولو سره له ناڅرګند برخليک سره مخ دي. دی وایي:" د هغو ژمنو له مخې چې مخکېني نظام له نړۍ سره درلودې، موږ له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړي محکمه درلوده، خو اوس د اسلامي امارت په تشکيلاتو کې دا محکمه لغوه شوې ده.... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډله بېګا ویسټ انډیز ته ورسېدل. دوی به هلته په نړیوال جام کې ولوبېږي. له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو څو ورځې په قطر کې د ویست انډیز د ویزو لپاره انتظار وایست او په ځنډ نړیوال جام ته ورسېدل. د دوی له ډلې یو وتلی لوبغاړی نوراحمدلکڼوال نن د کرکټ بورډ په فیسبوک باندې خپره شوې ویډیو کې ویلي:" ډېرو مشکلاتو نه بعد مو ویزې ترلاسه کړې. نړیوال جام کې ګډون کوو. له خپلو هېوادوالو غواړو چې دعاګانو کې مو یاد ساتئ" د نولس کلنو نه کم عمره افغان ملي ټیم به په نړیوال... Читать дальше...
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن وايي د لسګونو امریکايي ډیپلوماټانو او د هغوی د کورنیو د غړیو د یوې مرموزې ناروغۍ په اړه یې له روسیې سره خبرې کړي. هغه ویلي په دې لټه کې دي چې د هاوانا سندروم په نوم د دې ناروغۍ رېښې پیدا کړي ځکه تر دوو سوو امریکايي ډیپلوماټان، چارواکي او د هغوی د کورنۍ غړي پرې اخته شوي. ښاغلي بلېنکن له 'ام اس ان بي سي' سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل چې امریکا دا مسئله له روسیې سره شریکه کړې، خو تراوسه یې په اړه پرېکړه نه ده شوې چې څوک یې مسؤل دي. د امریکا... Читать дальше...
د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې تمه لري د خبرو اترو په پایله کې له ترکیې سره ډپلوماټیکې اړیکې جوړې او د مذاکرو په پایله کې د دواړو هېوادونو تر منځ سرحد پرانیستل شي. د ترکیې او ارمنستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې اترې نن ( د مرغومې په ۲۴مه) په مسکو کې پیلېږي. دواړه هېوادونه له کلونو دښمنۍ وروسته د اړیکو د رغولو په لټه کې دي. ټاکل شوې چې د خبرو لومړی پړاو د روسیې په منځګړیتوب د سیمه ییزې سولې د هڅو د یوې برخې په توګه پیل شي. د ارمنستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وان... Читать дальше...
په سعودي عرب کې له لسګونو کلونو راهیسې کېدونکې د اوښانو د ښکلا او ځغاستې په مېله کې دا کال د لومړي ځل لپاره ښځو هم برخه اخیستې دي. د ته ځينو ښځو خپل اوښان وروستي او ځينې د نندارې لپاره ورغلې وي. د سعودي عرب حکومت وايي ښځې او نارينه د خپل هېواد په کلتورۍ همغږۍ او اقتصادي پياوړتيا کې شريک کردار ترسره کولای شي. بشيرګواښ د اې اېف پي له ويډيو دا راپور جوړ کړی دی.
په کندز کې یو شمېر کسان له نهرونو د شګو او جغل راویستلو له لارې د خپلو کورنیو لپاره نفقه ګټي. دوی وایي هره ورځ سیاو یا سیاه اب نهر چې د کندز ښار شمال لوري ته د چرمګرۍ سیمې کې موقعیت لري ورځي او له ۴ تر ۵ سوو افغانیو ګټه کوي. ۴۵ کلن عبدالستار چې لس کاله کېږي همدا کار کوي وایي، په نږدې یو ساعت کې یوه کراچۍ شګه د نهر له اوبو راباسي، او هره کراچۍ شګه په ۷۰ افغانۍ پر خلکو پلوري. عبدالستار وایي:" دا دغلته اچوو،موټر چې راغلل نو بیا موږ یو موټر په ۳۰۰ افغانۍ خرڅوو او ۵۰ افغانۍ اجاره ورکوو. یو موټر... Читать дальше...
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان ته د پیسو استول جاري وساتي. مري اېلین مک ګرووارټي پرون په بروکسل کې له اسوشیتېدپرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، افغانستان د اقتصادي سقوط پر مورګه ولاړ دی. ګرووارټي وویل:" ۲۰۲۲ کال لپاره کافي پیسې نه لرو. هیله لرم چې په جنوري میاشت کې به ۱۲ ملیونه کسانو ته مرستې ورسوو، خو دا بیاهم د هغو خلکو نیمايي برخه ده چې نن د غذايي مصؤنیت د نشتوالي له سخت حالت سره مخ دي." مېرمن مک ګرووارټي یوځل بیا خپله هغه وینا تکرار... Читать дальше...
د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له شارژدافېرې سره په کتنه کې د افغانستان پر مسایلو خبرې کړي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یو بیان کې ویلي چې جنرال قمر جاوېد باجوه پرون د مرغومي په ۲۳مه له انجېلا اګیلر سره د کتنې پرمهال د افغانستان په ګډون د سیمې پر امنیت او نورو مسایلو بحث وکړ. بیان زیاتوي چې د پاکستان لوی درستیز او د امریکا د سفارت شارژدافېرې په افغانستان کې د روان بشري حالت په اړه هم خبرې وکړې. لویدیځو هېوادونو له افغانستان سره د... Читать дальше...