د پاکستاني طالبانو ډلې TTP د خپل پخواني ویاند خالد بلتې مړینه تائید کړه. د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، بلتي چې د محمدخراساني په مستعار نوم یادېدو او پخوا د دې ډلې له مرکزي مشرانو څخه و، د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وژل شوی. د TTP اوسنی ویاند چې هغه هم محمد خراساني نومېږي د بلتې د وژل کېدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې دوی به یې غچ واخلي. د بلتي د وژلو مسؤلیت تراوسه هېڅ یوې ډلې نه دی منلی. بلتي پخوا د TTP له قوماندانانو... Читать дальше...
ترکیې او ارمنستان پرون د خپلو اړیکو د عادي کولو لپاره د خبرو په درشل کې خوشبیني څرګنده کړې ده. د ترکیې او ارمنستان ځانګړي استازي به د مستقیمو خبرو لومړی پړاو د جون په ۱۴مه په مسکو کې پیل کړي. دا مذاکرات د روسیې په منځګړیتوب په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده. ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په انقره کې د اروپايي ټولنې د سفیرانو غونډې ته وویل، ترکیې له ارمنستان سره د خپلو اړیکو د عادي کولو بهېر پیل کړی دی. هغه زیاته کړه، د ارمنستان لپاره دا مهمه ده چې له دې فرصته ګټه واخلي او له اذربایجان سره هم ښې اړیکې ټینګي کړي. Читать дальше...
د هنګري حکومت وايي، هغو خلکو ته به د کرونا ضد واکسین څلورم ډوز هم تطبیق کړي چې له ډاکټر سره تر مشورې وروسته وغواړي. د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان د دفتر رئیس ګیرګلي ګولیاس د حکومت دا پرېکړه پرون اعلان کړه. له هنګري مخکې ډنمارک د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د واکسین څلورم ډوز به هغو خلکو ته چې کمزوري دي تطبیق کړي. همداراز اسراییلو او چیلي د کرونا ضد واکسین د څلورم ډوز تطبیق تر کار لاندې نیولی. د هنګري د نږدې لس ملیون وګړو څه باندې شپږ ملیونه خلکو لږترلږه دوه ډوزه او په دوی کې شااوخوا ۳ ملیونه خلکو د واکسین درېیم ډوز لګولی دی. Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي چې مخدوم عالم د ځینو راپورونو په اساس د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوی و. په فاریاب کې د طالبانو د دې ازبک ټبره قوماندان له نیول کېدو وروسته پرون د مرکز میمنې یو شمېر اوسېدونکي د لاریون لپاره لارو کوڅو ته راووتل او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق بېګا آزادۍ راډیو ته وویل چې په میمنه کې اوس کراري ده. وثیق وایي:" په فاریاب کې یو کس د استخباراتو له خوا بلل شوی و، تر څو د ځینو مواردو په اړه له هغه پوښتنې ګروېږنې وکړي. د دې کس د... Читать дальше...
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش په افغانستان کې د خلکو د ژوند او اقتصاد د ژغورنې لپاره د هغو مقرراتو د ځنډېدو غوښتنه کړې چې تطبیق یې په دې هېواد کې د اسعارو د کارولو مخه نیسي. ښاغلي ګوترېش پرون په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې همداراز د ځینو شرایطو له مخې د شااوخوا ۹،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د کنګل شویو اسعارو او شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه. ګوترېش وویل چې افغانستان ته باید د نړیوالو مالي مرستې پرېښودل شي څو د ملکي ادارو د مامورینو معاشونه اجرا شي او دولتي ادارې د روغتیا او تعلیم په څېر ضروري خدمات وړاندې کړای شي. Читать дальше...
په کونړ ولايت کې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د بستري کېدلو خدمات بند شوي دي. دا روغتيايي مرکز چې پخواني حکومت جوړ کړی ځيني مالي او تخنيکي لګښتونه يې د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا ورکول کېدل. د دې مرکز چارواکي وايي په وروستيو مياشتو کې د درملو او تخنيکي وسايلو په برخه کې له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او پنځه مياشتې کېږي چې کارکوونکو يې معاشونه هم نه دي اخيستي. په کونړ ولايت کې د معتادینو د درملنې شل بستريز مرکز مشر ډاکټر اجمل فضلي ازادۍ راډيو ته وويل چې د طالبانو حکومت او نړیواله... Читать дальше...