Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز 'لغوه' کړی

له نشه يي موادو سره د مبارزې مرکز پخواني کارکوونکي وايي، طالبانو  له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لغوه کړی دی.


د دې مرکز کارکوونکی چې د امنیتي ستونزه له امله نه غواړي نوم يې واخیستل شي ازادۍ راډيو ته وويل، څو مياشتي کېږي چې معاش يې نه دي اخيستي او د دې مرکز په لغوه کولو سره له ناڅرګند برخليک سره مخ دي. 


دی وایي:" د هغو ژمنو له مخې چې مخکېني نظام له نړۍ سره درلودې، موږ له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړي محکمه درلوده، خو اوس د اسلامي امارت په تشکيلاتو کې دا محکمه لغوه شوې ده. هغه کارکوونکي چې په دې مرکز کې يې کار کاوه ډېری يې له امنيتي ستونزو سره مخ دي، ځکه ازاد شوي زندانيان د دوی کورونو ته ورځي، دوی په مرګ ګواښي او ډېر بد چلند ورسره کوي. "


د مرکز بل کارکوونکی وایي:"  زه له نشه يي موادو سره د مبارزې د استيناف محکمې یو اداري کارکوونکی يم، زما سره د ابتدائيه محکمې قاضیان او نور کارکوونکي هم راسره دي چې ټول ۵۰ نفره کېږي. موږ له نشه يي موادو سره د مبارزې په مرکز کې وظيفه درلوده، کله چې اسلامي امارت راغلی پنځه مياشتې کېږي چې چا وظيفې ته نه يو ورغوښتي، موږ خپله څو ځله وظيفې ته ورغلي يو، خو موږ ته ويل شوي چې په مجموع کې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لغوه شوی او تاسي د معاش حق نه لرئ، له يوې خوا له بې وزلۍ او نامعلوم حالت سره مخ يو او له بلې خوا ګواښل کېږو. "


له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴ شمسي کال کې جوړ شو.


په دې مرکز کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ابتدائيه او استيناف اختصاصي محکمې، اختصاصي څارنوالۍ او تورنو کسانو لپاره توقيف خانه شامله وه چې هر کال به يې د نشه يي موادو لسګونه قاچاق کوونکي محاکمه کول.  


د روان شمسي کال په لومړيو مياشتو کې د مخکېني حکومت د زندانونو ادارې د شمېرو له مخې، په پلچرخي زندان کې نږدې ۱۰ زره زندانيان ساتل کېدل چې په سلو کې دېرش يې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي وو، خو پر کابل ښار د طالبانو له واکمنۍ سره سم دا ټول زندانيان ازاد شول.   


له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز يو پخوانی کارکوونکی چې خپل مستعار نوم احمد ښيي وايي، له زندانه ازاد شوي قاچاق کوونکي د تلیفوني پيغامونو او تليفوني اړيکو له لارې دوی تهديدوي.


احمد وایي:" پنځه مېاشتې کېږي چې موږ معاش نه دی اخيستی،موږ د ازاد شویو مجرمینو له امله له امنيتي ستونزو سره مخ يو، ډارېږو د هغو خلکو له خوا شکنجه نه شو چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيول شوي او محکوم شوي وو، موږ ډېر وېرېږو. "


د طالبانو حکومت څو ورځې مخکې د ځينو ادارو د لغوه کولو او عدلي او قضايي ادارو د ځينو کارکوونکو د ګوښه کولو په اړه وويل چې د دې ادارو کارکوونکي پخوا په فساد ککړ وو. 


د طالبانو د حکومت مرستيال وياند بلال کريمي وايي چې ځينې ادارې پړسېدلي او فعالیت ته يې اړتیا نه وه، له همدې امله لغوه شوي دي.


کریمي وایي:" ځيني هغه ادارې چې پخوا په مقطعي ډول د مقطعي مسائلو لپاره جوړې شوي وې، د تشکلاتي پاړسوب د مخنيوي لپاره او بل دا چې اړتیا هم نه ورته ليدل کېده کارونه يې ځنډول شوي دي، خو که دې ادارو ته بيا اړتیا پيدا شوه، کېدای شي بېرته جوړې او فعاله شي."   


د امريکا متحده ایالاتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې او قانون عملي کولو ادارې له پيله د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز سره مالي او تخنيکي مرستې کولې.


د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار په ۲۰۲۰ میلادي کال کې (له افغانستان څخه زده شوي درسونه) په نوم يو راپور خپور کړ، په دې راپور کې راغلي وو چې د امريکا متحده ايالاتونو له مرستو پرته د افغانستان دولت دا مرکز فعاله نه شي ساتلای، ځکه چې د دې مرکز فعالیتونه ډېر لګښت غواړي.  

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus