د ملګرو ملتو سرمنشي له نړیوالې ټولنې او طالبانو وغوښتل چې په دې سخت حالت کې دې د افغانانو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
انتوني ګوترېش پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل:" زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره وړاندې ګام واخلي. زه د طالبانو له مشرتابه په ورته ډول بیړنۍ غوښتنه کوم چې اساسي بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه وپېژني او ساتنه یې وکړي."
د ملګرو ملتو سرمنشي په ټویټر کې لیکلي دي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له دفترونو اېستل شوې دي، ښوونځیو ته نه ځي او هېڅ داسې هیواد په نړۍ کې نه شته چې د خپل نیمایي نفوس پر حقونو سترګې پټې کړي.
د ملګرو ملتو سرمنشي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د ښځو، نارینه و او ماشومانو د ژغورلو لپاره دې بیړنۍ مرستې وکړي.
ملګرو ملتو د ښاغلي ګوترېش تر دې څرګندونو یوه ورځ مخکې له نړیوالې ټولنې د افغانستان دننه د بې وزلۍ د مخنیوي لپاره د ۴،۴ میلیارډه ډالرو غوښتنه وکړه.