نوی کال د بامیان ولایت زرګونو خلکو د ده سرخ په کلي کې د تفریحي او محلي لوبو په کولو ونمانځه. سیمهییزې لوبې لکه وزلوبې، د پړي کشول، د هګیو جنګول، نیزهبازي او د جهنډې پورته کول د دې لرغوني جشن اصلي برخې وې. نور جزئیات دې راپور کې.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، له طالبانو تمه دا ده چې پسرلني عملیات پیل نهکړي، بلکې پر ځای یې له امریکا سره د دوحې د موافقې له مخې تاوتریخوالی کم کړي. ده زیاته کړه: "د هر ډول معنی لرونکې سولې هڅې باید د اورکم پر اساس وي، نو زما، د ناټو غړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره به پیغام اورکم وي او د طالبانو پسرلني عملیات به په بشپړه توګه برعکس پيغام وي." سټولټنبرګ د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې په انلاین خبري کنفرانس کې نن د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبان باید په روښانه... Читать дальше...
د بریتانیا او سویډن د درمل جوړولو ګډه کمپنۍ استرازینیکا وايي، په امریکا کې د دې کمپنۍ لهخوا د کرونا ویروس پر ضد د جوړ واکسین د پرمختللو ازموینو نتایج ښيي چې دا واکسین په سلو کې ۷۹ اغېزمن دی. پر دې واکسین په امریکا کې په شویو تحقیقاتو کې ۳۰ زره رضاکارانو برخه اخیستې وه. د دې ډلې له درېیو دوو برخې خلکو ته استرازینیکا واکسین او پاتې کسانو ته د دې واکسین خیالي دوزونه ورکړل شوي وو. څېړونکي وايي استرازینیکا د زړو خلکو په ګډون د ټولو عمرونو لرونکو ناروغانو ته ګټور دی. دې واکسین ته له امریکا پرته... Читать дальше...
د مسکو یوې پوځي محکمې د روسیې د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ لهخوا د پوځي تحقیقاتو د مرکزي ادارې پر ضد هغه دعوه رد کړې ده چې وايي دې ادارې په زهري موادو د ده د مسمومولو د قضیې له څېړنې ډډه کړې. د دې محکمې قاضي اندرې تالکاچینکو نن د مارچ په ۲۲مه نېټه حکم وکړ چې د ناوالنۍ د ادعا په اړه د تحقیقاتو د نهپیلولو پرېکړه قانوني وه. په حکم کې ویل شوي دي چې د ناوالنۍ حقوقي دعوه په غور نهارزېدله. مدافع وکیل ویاچیسلاو ګیمادي چې په محکمه کې یې د ناوالنۍ استازیتوب کاوه وویل چې د دې حکم پر وړاندې به د استېناف غوښتنه وکړي. Читать дальше...
نن د مارچ ٢٢مه د اوبو نړیواله ورځ ده، دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کېږي چې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) د موندنو پر بنسټ دغلته یوازې ۴۲ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري. افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه ادارو او افغان حکومت له هڅو سره سره لاهم لویه برخه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري او د څښاک له غیر صحي اوبو ګټه اخلي. د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې د موندنو له مخې چې د ٢٠٢٠ میلادي کال په جون کې خپره شوه، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې یوازې ۲۷... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته لاړ شي او د ناټو او د اروپایي ټولنې له مشرانو سره به وګوري. په دې سفر کې به دغهراز په افغانستان کې د نړیوالو د پوځي حضور راتلونکی هم وڅېړل شي. انتوني بلېنکن به سبا او بل سبا د مارچ په ۲۳مه او ۲۴مه په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي او د دې تړون له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او خپلو متحدانو سره به سلا مشورې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې په بروکسل غونډه... Читать дальше...
په پام کې ده د ملګرو ملتونو سرمنشي سبا د وري په درېیمه نېټه امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي. انتونیو ګوترش به په خپل راپور کې په سیاسي، پراختیايي، د بشري حقونو او د بشري مرستو په برخو کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په اړه امنیت شورا ته معلومات ورکړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د عمومي اسامبلې او امنیت شورا د پرېکړهلیکونو په اساس په هرو درېیو میاشتو کې امنیت شورا ته راپور ورکوي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ نن نوې ډېلي ته ولاړ. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د دې سفر د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دې سفر هدف د دوه اړخیزو پراختیا او د افغانستان د سولې لپاره د سیمهییزې اجماع پیاوړي کول دي." د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلي دي چې ښاغلی اتمر به د دې درې ورځني سفر پر مهال له خپل هندي سیال اس جې شنکر او د ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال په ګډون له نورو چارواکو سره وګوري.
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير ويلي، د نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر غونډه وشوه چې پکې پريکړه شوې چې د کورونا وايرس زياتېدونکيو پېښو د مخنيوي لپاره به نور سخت ګاموونه اخيستل کېږي.
د مارچ ۱۲مې په ټاکنو کې د یوسف رضا ګېلاني او حکومتي اتحاد کانديد صادق سنجراڼي سيالي وه چې وروسته د نتیجو اعلانولو پر وخت پريزايډنګ افسر د ګېلاني اووه رايې رد کړې.
د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت د یوې هلیکوپټرې له رانسکورېدو وروسته د دغې پېښې د عاملینو پر ضد عملیات روان دي. د میدان وردګ والي عبدالرحمن طارق د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۰۲» ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال علیپور (هغه سیمهییز قوماندان چې وسلهوالو یې دغه هلیکوپټره رانسکوره کړې او دوی هم تأیید کړې چې ښايي د دوی وسلهوالو ویشتلې وي) له خپلې ډلې سره د بهسودو له لومړۍ حصې تښتېدلی، مرکزي قرارګاه او ځینې پوستې یې لهمنځه تللې دي، خو دی وايي پر ضد يې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پلټنې روانې دي". Читать дальше...
همدا ډول غټې اسماني ډبرې ۶۶ میلیون کاله مخکې پر ځمکه لګېدلې وې چې په دې کره کې یې په سلو کې ۷۵ ژوندي موجودات لهمنځه یووړل.
د اسماني ډبرو په اړه به مو اورېدلي وي چې د ځمکې کرې ته خطر بلل کېږي. پرون همداسې یوه غټه اسماني ډبره په لیرې واټن کې د ځمکې له خوا تېره شوه. دغه اسماني ډبره چې ستور پېژندونکو ۲۰ کاله مخکې په نښه کړې وه او قطر یې ۹۰۰ متره اټکل شوی، پرون د دوه ملیون کیلومترو په واټن کې د ځمکې د کرې له خوا دومره تېزه تېره شوه چې سرعتیې ۱۲۴ کیلو متره په ساعت کې و. که څه هم دغه واټن ته په پام د نجومي فزیکپوهانو هغه د ځمکې د کرې لپاره ډېره خطرناکه نهده بللې، خو ستور پېژندونکو تهیې یو بېساری چانس برابر کړ چې... Читать дальше...
د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن وایي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو پرېکړه له ولسمشر جوبایډن سره ده. اسټن دا خبره د مارچ پر ۲۱مه کابل ته د خپل لومړني نا اعلان شوي سفر پر مهال خبریالانو ته کړې ده. نوموړي ویلي، افغانستان ته یې د سفر هدف د روان حالت جاج اخیستل وو. لایډ اسټن د امریکایي ولسمشر جوبایډن د کابینې لومړنی غړی دی چې افغانستان ته یې سفر وکړ. د امریکا د دفاع وزیر دا سفر په داسې حال کې دی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهلت ته څلویښت ورځې پاته دي. نوموړي کابل... Читать дальше...
د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د یوې پوځي هلیکوپټرې له رالوېدو وروسته په سیمه کې د جګړو او نښتو دوام. د بهسودو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، نن یکشنبه سهار له بامیان او یوشمېر نورو ګاونډیو ولایتونو افغان امنیتي ځواکونه د ځمکې له لارې له سلګونه پوځي ټانکونو سره دې ولسوالۍ ته رسېدلي دي. دوی وايي، اوس مهال په سیمه کې حالت عادي، خو وېروونکی دی. د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی صالحي وايي: "حکومتي ځواکونو له بامیان څخه حرکت کړی او اوس د بهسودو ولسوالۍ خاورې ته دننه شوي، د سیاهسنګ په سیمه کې چې د... Читать дальше...
د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې حضرت علي ته په منسوب زیارت کې د جنډې په پورته کولو سره د نوروز تر ټولو لوی جشن پیل شو.
د بخښنې نړیوال سازمان امنېستي انټرنشنل د فوتبال له نړیوال فدراسیون، فیفا غوښتي چې د ۲۰۲۲ کال د فوتبال د نړیوال جام لوبو پر کوربه هېواد، قطر فشار راوړي چې په دې هېواد کې د مهاجر کارګرو د کار حقوق ښه کړي. د بخښنې نړیوال سازمان نن په یوه بیان کې ویلي چې که څه هم قطر له هغې وروسته چې د فوتبال د نړیوال جام کوربهتوب یې خپل کړی، په وروستیو کلونو کې د کار د شرایطو د ښه کولو لپاره یو لړ مثبت اصلاحات راوستي، خو اکثره دغه اصلاحات سم نهعملي کېږي او له زرګونو مهاجر کارګرو څخه ناوړه استفاده او ورسره بد چلند دوام لري. Читать дальше...
یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو کابل ته د امریکا د دفاع د وزیر لوید استین په ناڅاپي سفر لیکنې او راپورونه خپاره کړي دي. لوید استین پرون په کابل کې له افغان جمهور رئیس اشرف غني سره وکتل. د دوی د خبرو یو بحث د تاوتریخوالي کمېدل او د پایدارې سولې ټینګول ښودل شوي. بلومبرګ بلومبرګ په یوه لیکنه کې ویلي، استین افغانستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې له دې هېواد څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو ضربالاجل نږدې کېږي. د پخواني جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په دوره کې امریکا تېر کال فبرورۍ کې طالبانو سره په دوحه کې افغانستان... Читать дальше...
د جمعیت علما اسلام یو صوبايي مخکښ او پخوانی صوبايي وزیر مولانا فېض الله مشال راډیو ته وویل چې له دوی سره بې له جرګو بله لاره نده پاتې شوې.
امریکا، اروپايي ټولنې او د اروپا شورا د ترکیې پر هغې پرېکړې کلکې نیوکې کړي چې خپل هېواد یې د ښځو د حقونو له تړونه ایستلی دی. د امریکا ولسمشر د انقرې دا پرېکړه "خواشینوونکې" بللې او اروپایي ټولنې بیا پر ترکي چارواکو غږ کړی چې بېرته دغه تړون ته ستانه شي. سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، له دغه تړونه د انقرې وتل "سملاسي او بېدلیله" دی. د جو بایډن په خبره، د ترکیې دا کار د هغو نړیوالو اقداماتو لپاره خواشینوونکی دی چې په ټوله نړۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف پیل شوي دي. Читать дальше...
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د الوتکې د نسکورېدو پېښه یو څرګند جنایت وباله. ښاغلي صالح نن په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، په بهسودو ولسوالۍ کې د پېښې په شپه د هېچا پر ضد پوځي عملیات نهوو پلان شوي. دغه الوتکه د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه کې په بهسودو ولسوالۍ کې نسکوره شوه. امرالله صالح په پېښه کې د څلورو پیلوټانو او د ځانګړو ځواکونو د پنځو غړو وژل کېدل یو څرګند جنایت وباله او د عاملانو د مجازاتو غوښتنهیې وکړه. په بهسودو کې د وسلهوالو د... Читать дальше...
له امان افغان راپیل او بیا تر دې دمه خو دا مزل د امیر شېر علي خان په واکمنۍ کې له شمسالنهار راپيل شو، سراجالاخبار لوړو پوړیو ته ورساوه او وروسته امان افغان پراختیا ورکړه. د پېړۍ په دې راپور کې د افغانستان د رسنیو تېر ۱۰۰ کلن مزل ته کتنه شوې ده.
د کاناډا یو پخوانی ډیپلوماټ مایکل کووریګ (Michael Kovrig) نن دوشنبه په چین کې د جاسوسۍ په تور محاکمه کېږي. دغې قضیې د اوتاوا او پیکېنګ ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي. تر دې مخکې تېره جمعه د یوه بل کاناډايي تجار مایک سپاوور (Michael Spavor) محاکمه چې د تړلو دروازو تر شا وه، پای ته ورسېده. سپاوورد ۲۰۱۸م کال په ډسمبر میاشت کې د کووریګ تر نیول کېدو وروسته نیول شوی و. د دغو کاناډايي وګړو نیول کېدو ته تر ډېره د کاناډا لهخوا د چین د ټکنالوژۍ کمپنۍ هواوې د مالي افسر مینګ وانژو د نیول کېدو د سیاسي غچ اخیستنې په سترګه کتل کېږي. Читать дальше...
جرمني د کرونا ویروس له کبله نافذ شوی ټولبند نور هم تمدیدوي، له دې سره جرمني وروستی اروپايي هېواد شو چې تازه محدودیتونه لګوي. دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د کرونا ویروس درېیمه څپه خپره شوې ده. د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل او نور حکومتي چارواکي نن دوشنبه د کرونا وبا پر موضوع د بحث لپاره غونډه کوي. د رسنیو راپورونه وايي د مېرکل د دفتر په یوه پرېکړهلیک کې د اپرېل میاشتې تر ۱۸مې په ملي سطحه د ټولبند د تمدید پېشنهاد شوی دی. د پرېکړهلیک په مسوده کې اضافي محدودیتونه هم پېشنهاد شوي لکه د... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د ناټو او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د امریکا پر پوځي حضور هم بحث وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، بلېنکن به د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې برخه واخلي. دی به د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره هم پر ځینو مسایلو بحث وکړي. په اعلامیه کې دغهراز راغلي چې بروکسل ته به په دې سفر کې د چین او روسیې، دغهراز په افغانستان کې د ناټو پر نقش، سایبري امنیت، د ترورېزم په... Читать дальше...