د هرات-تورغونډۍ پر لویه لار د ماین چاودنې د افغانستان شپږ سرحدي ځواکونه ووژل. د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د یکشنبې په مازدیګر د رباط سنګي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې هغه مهال وشوه چې د دغو ځواکونو هاموې ټانګ پر خښ شوي ماین برابر شو. ښاغلی قتالي زیاتوي: "د لارې په اوږدو کې زموږ د سرحدي ځواکونو یو موټر د دښمن پر ماین برابر شوی دی، په خواشینۍ سره چې زموږ شپږ سرتېري شهیدان شوي دي، دښمن پر لویه لاره فزیکي حضور نهشي درلودلی، متأسفانه له موقع استفاده کوي او ماینونه ږدي." په... Читать дальше...
په نیمروز کې د کمال خان بند د پرانیستې مراسم چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي، دوه ورځې ځنډېدلي دي. د نیمروز چارواکي وایي، دغه بند به د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شي او په خبرهیې ولسمشر محمد اشرف غني یې د پرانیستې مراسمو کې ګډون کوي. د نیمروز د والي ویاند رحمتالله عمري ازادي راډیو سره خبرو کې د بند د ګټو په اړه وویل: "د دغه بند استنادي دېوال ۱۶ متره لوړوالی لري، دا بند ۲،۷۸۸ ملیون متر مکعبه اوبه زېرمه کوي، د دې ترڅنګ دا بند کولای شي چې ۹ مېګا واټه برېښنا هم تولید کړي." کمال خان بند چې د نیمروز په... Читать дальше...
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، دوی د ځایي خلکو په غوښتنه د څرخ ولسوالۍ ودانۍ له خپل اصلي ځای نه بل ځای ته لېږدولې ده. د لوګر امنیه قوماندانۍ پرون یوه خبرپاڼه کې وویل، د ولسوالۍ پخوانۍ ودانۍ د پوهنې ریاست اړوند وه او اوس دوی د ولسوالۍ مرکز د "ډبر" سیمې ته انتقال کړ. د لوګر ځایي رسنیو بیا ویلي، طالبانو پرون د څرخ ولسوالۍ مرکز ته نږدې له امنیتي ځواکونو سره سخته جګړه کړې ده. امنیه قومانداني د جګړې خبره نهمني، خو وايي کله چې دوی د ولسوالۍ مرکز بل ځای ته انتقال کړ، طالبانو د پخواني مرکز ځیني پاته شوني وسوځول. Читать дальше...
د بلاروس په پلازمېنه مېنسک او نورو ښارونو او دغهراز د پولنډ په مرکز وارسا کې پرون د بلاروس د رژیم مخالفانو مظاهرې وکړې. دا د هغو اعتراضونو د دوام برخه ده چې بلاروس کې د تېرې اګسټ میاشتې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته پيل شوي دي. د مېنسک په سوخاریو (Sukharevo) سیمه کې د ښځو لاریون سولهییز او د نورو ښځو د ملاتړ په خاطر و. مظاهرهچیان د الکساندر لوکاشینکا چې ټاکنو کې بریالی اعلان شوی استعفا او له سره ټاکنې غواړي. د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې هم یوه ډله اعتراض کوونکو د بلاروس د مخالفانو بیرغونه... Читать дальше...
د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي وایي، که امریکا او متحدانیې غواړي چې تهران بېرته د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته ستون شي، باید واشنګټن پر ایران ټول بندیزونه لیرې کړي. خامنهیي په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، "زموږ دریځ څرګند دی او بدلونیې نهدی کړی، د امریکا ټول بندیزونه باید له هوکړې سره سم لیرې شي چې موږ بېرته اټمي تړون ته وګرځو". ده وویل، پر ایران د فشار راوړلو تګلاره ناکامه وه او خبرداری یې ورکړ، که د جو بایډن اداره هم دغه کار ته دوام ورکړي، ناکامه به شي. د امریکا ولسمشر جو بایډن... Читать дальше...
د امریکا د دفاع وزیر وایي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو پرېکړه له ولسمشر جو بایډن سره ده. لوید استین دغه خبره پرون کابل ته د خپل لومړني نا اعلان شوي سفر پر مهال خبریالانو ته کړې. نوموړي ویلي، افغانستان تهیې د سفر هدف له روان وضعیته جاج اخیستل و. لوید استین د امریکایي ولسمشر جو بایډن د کابینې لومړنی غړی دی چې افغانستان تهیې سفر وکړ، هغه هېواد چې د دوی د تاریخ اوږده جګړه پهکې روانه ده. دغه سفر داسې مهال ترسره شو چې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو مهلت ته ۴۰ ورځې پاتې دي. Читать дальше...