د پولې دواړو خواوو ته پراته خلک وايي، اغزن تار یې اقتصاد او سوداګرۍ ته لوی زیان اړولی، باړ له خپلوانو بېل کړي، دودیزې او کلتوري رابطې یې پرې شوي، د یو شمېر کلیو خلکو ځمکې، کورونه او ځنګلونه یې د کرښې
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د راتلونکي په اړه اندېښنه وښوده. دغې کمېټې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت یوې اعلامیه کې ویلي چې سږکال دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکي او رسنۍ د بېساري جدي امنیتي او مالي ګواښونو سره مخامخ دي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې وژل شویو افغان خبریالانو ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې پر خبریالانو هدفي وژنو او هم د کرونا وبا د خورېدو له کبله منفي اغېزو، د خپرونو د محتوا او تولید په برخه کې د رسنیو... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ وایي د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو په ویاړ به له ايران سره د هلمند اوبو د هوکړهليک لاسليکوونکي، محمد موسی شفیق په نوم د عالي دولتي مډال د جوړېدو حکم لاسلیک شي. د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل، جمهور رئیس د محمد موسی شفیق د غوره کارونو په پار یاده پرېکړه کړې ده. ښاغلی مینهپال زیاتوي: "د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي په وړاندیز او د جمهور رئیس اشرف غني د لارښوونې سره سم، د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو... Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او ټاکل شوی پلاوی د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ورسېدل. په دې غونډه کې چې د مسکو په بلنه سبا/ د مارچ ۱۸مه پیلېږي، د افغانستان د سولې بهیر او دې هېواد ته د تلپاتې ثبات پر لارو چارو خبرې کېږي. د ولسي جرګې د دارالانشأ لوی رئیس عبدالقادر ځاځي وطندوست ازادي راډیو ته وویل چې دا پلاوی به په یوه واحد دریځ په دې غونډه کې برخه واخلي. ښاغلی وطندوست زیاتوي: "دریځ به دا وي چې د نظام ملاتړ به کوي او د افغانستان د خلکو د هغو غوښتنو پر... Читать дальше...
یونېسف وايي چې د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس ښایي په ۲۰۲۰ کال کې د شاوخوا ۲۲۸ زرو اضافي ماشومانو په مړینې، د ۱،۱۰۰۰ میندو د مړینې او د ۳،۵ ملیونه نهغوښتونکو اومېندواریو کې رول ولري. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق/ یونېسف نن په خپل راپور کې دا خبره کړې ده. په دې ارزونه کې چې د یونېسف په سپارښتنه شوې ده، په یو شمېر هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان، هند، نیپال، بنګلهدېش او سریلانکا کې، د خورې شوې کرونا وبا پر مهال اړینو عامه روغتیایي خدمتونو... Читать дальше...
په کندهار کې په انلاین ډول د توکو د پېر او پلور مرکزونو وده کړې ده. د کندهار د ښاروالۍ مسؤلین وایي په دې ښار کې ۲۳ انلاین مرکزونه فعال دي چې بېلابېل توکي پلوري. د کندهار د ښاروالۍ د رسنیو د څانګې مسؤل زمري څرګند ازادي راډیو ته وویل: "بېلابېلو رستورانتونو، پلورنځيو او سوداګریزو مارکېټونو په کندهار ښار کې اوس انلاین سیستم ته مخه کړې ده. دوی په ټولنیزو رسنیو کې خپلو ورځنيو توکو ته چې له بهر څخهیې واردوي، بازار موندنه کوي." دغه مرکزونه د خلکو لهخوا پلورل شوي توکي حتی د هغوی تر کورونو یا دفترونو پورې رسوي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو پلټونکو د برما/ میانمار له خلکو غوښتي چې هر هغسې شواهد راټول کړي چې دوی یې د عامو اعتراض کوونکو پر وړاندې د پوځ له لوري جرایم ګڼي. دغه اعتراضونه وروسته له هغه راپورته شول چې پوځ تېره میاشت د میانمار پر حکومت کودتا وکړه او د هېواد مشره انګ سان سوچي یې توقیف کړه. یادې مظاهرې وروسته په تاوتریخوالي واوښتې چې د بشري حقونو د فعالانو په خبره لږترلږه ۱۸۰ کسان پهکې وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو پلټونکې ډلې مشر نیکولاس کومیان نن په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا شواهد به د برما د پوځ د مشرانو پر وړاندې دوسیو جوړولو کې وکارول شي. Читать дальше...
افغانستان کې د کرونا واکسينو شا او خوا یوه میاشت مخکې پيل شوه. رسمي چارواکي وايي، تر اوسه نژدې څلوېښت زره کسان واکسين شوي. ددې واکسينو د د تطبيق د بهير په اړه نور په دې راپور کې وګورئ.
د مارچ پر ۱۶ مه د پاکستان اپوزیشن اتحاد "پاکستان ډېموکرېټک موومنټ" له هغه وروسته له بحران سره مخامخ شو کله چې د اتحاد مشر مولانا فضل الرحمان تر غونډې وروسته د حکومت پر ضد اعلان شوی لانګ مارچ وځنډاوه. پي ډي اېم د مارچ پر ۲۶مه د هېواد له مختلفو برخو د اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ اعلان کړی وو، خو مولانا فضل الرحمان خبرې غونډې ته وويل چې په غونډه کې پيپلز پارټۍ له استعفاګانو ورکولو انکار وکړ او خواست يې وکړ چې وخت دې ورکړل شي چې پر دې خبره په خپله مرکزي کمېټۍ کې بحث وکړي. له دې وروسته پر ټولنيزو رسنيو... Читать дальше...
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کب/حوت ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي په هېڅ ډول به د خبریالانو اساسي حقونه د سولې په بهیر کې نقض نهشي. د ارګ پر رسمي فېسبوک پاڼه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد اشرف غني له خبریالانو او رسنیو غوښتي چې د خپلو فعالیتونو پر معیاري کولو تمرکز وکړي. له دغې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې څه موده مخکې د بېپولې خبریالانو سازمان په یو راپور کې ویلي و چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان د رسنیو د کارکوونکو لپاره له خونړیو هېوادونو څخه دی. Читать дальше...
تمه ده چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر نن په نړۍ کې د ډیموکراسۍ او دیکتاتورۍ رژیمونو په اړه وینا وکړي او د دې دواړو یوه پرتله وکړي. د ډامینیک راب دا وینا روېټرز اژانس ترلاسه کړې ده او ځیني مهم ټکي یې وار له مخه په یوه راپور کې رااخیستي دي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې خبرداری ورکړی چې ډیموکراسي په ټوله نړۍ کې په شا روانه ده او ښاغلی راب به په دې وینا کې هغه خطرونه هم بیان کړي چې استبدادي رژیمونهیې د نړۍ د ثبات او هوساینې لپاره رامنځته کوي. ټاکل شوې ده چې ښاغلی راب به د متحده... Читать дальше...
د ولسي جرګې یو شمېر غړې او د ښځو د حقونو ملاتړې د مسکو په غونډه کې د افغان ښځو په کمې ونډې نیوکه کوي. دوی وايي، په دې ډول ګډون سره د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه تر پوښتنې لاندې راغلې. د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزۍ وايي: "د ښځو ونډه ستاسې د سولې په طرحه کې چېرې ده؟ تاسې خپله په دې بهیر کې د ښځو پر ونډې پښې اېښي. ستاسې ټولې لیدنې له یو شمېر له کاره لوېدلو سیاستوالو سره دي، نو څه ډول کولای شئ چې د ښځو د حقونو ملاتړي و اوسئ؟ " د ولسي جرګې بله غړې شینکۍ کړوخېل بیا پر حکومت غږ کوي چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه په برابر ډول په نظر کې ونیسي. Читать дальше...
د پاکستان کلنی دفاعي بجټ له لسو تر یوولسو اربو ډالرو پوری دی خو دا نه ده معلومه چې په دې کې څومره پیسې د وسلو په اخیستو لګوي.
د افغان سولې په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون کوونکی افغان پلاوی نن (مارچ ۱۷مه) روسیې ته ولاړ. په دې پلاوي کې حکومتي چارواکي، سیاسي مشران او د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي شامل دي. د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پلاوي مشري کوي، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: دواړه لوري به د سولې پروسې د ګړندي کولو. په دوحه کې د سولې خبرو د پیاوړتیا. افغانستان کې د جګړې پای. له ترهګرۍ، جرمونو او نشيي توکو سره پر مبارزې. او د یوه خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان لپاره بحث وکړي. Читать дальше...
د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې نن چهارشنبه(د کب ۲۷مه) په کابل کې د افغانستان په کچه د نابینایانو لپاره د برېل خط یوه ځانګړې مطبعه پرانیستله. د دغې ادارې د کتابونو د چاپ او خپرولو مسوول روح الله هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د یادې مطبعې د پرانیستې هدف د هېواد په کچه نابینایانو ته د درسي توکو برابرول او د رسم العام خط په برېل بدول دي چې په خبره یې د نابینایانو د زده کړو لپاره به ګټور تمام شي. هوتک زیاته کړه: "موږ به د دې مطبعې له لارې ټول افغان نابینایانو لپاره درسي توکي، کتابونو،... Читать дальше...
د پېښور د ۱۴ کلن هلک شاه زېب د فاتحې لپاره خلک د هغه کورنۍ ته ور روان دي. شازېب د مارچ پر ۱۴مه پوليسو نيولی و چې وروسته په تاڼه کې مړ شو. پولیس وایي شاه زېب په خپله ځان زندۍ کړی خو کورنۍ يې دغه تورونه ردوي او وايي صوبايي حکومت دې د پېښې د پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړي. نور تفصيل د عظمت علي شاه په دې ويډيويي رپورټ کې کتلای شئ.
د مسکو په غونډه کې ګډون کوونکی افغان پلاوی نن روسیې ته ولاړ. په دې پلاوي کې حکومتي چارواکي، سیاسي مشران او د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي شامل دي. د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پلاوي مشري کوي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: دواړه لوري به د سولې پروسې د ګړندي کولو. په دوحه کې د سولې خبرو د پیاوړتیا. افغانستان کې د جګړې پای. له ترهګرۍ، جرمونو او نشهيي توکو سره پر مبارزې. او د یوه خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان لپاره بحث وکړي. ښاغلي عبدالله په... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د مېرمنو اقتصادي ځان بساینې لپاره په فراه کې د شنو خونو شمېر زیات کړی دی. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه (د کب ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې سږکال په ټول هېواد کې له هغې ډلې په فراه کې سلګونه شنې خونې جوړې شوي دي. نوموړي وویل چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه فراه کې ۲۹۰ شنې خونې جوړې کړي دي. دغه پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له لارې پلي شوي. د دغو شنو خونو له شمېر ۱۸۱ یې لویې او ۱۰۹ یې وړې دي. Читать дальше...
په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان ازادي راډيو سره په مرکه کې وايي، د افغانستان د سولې په اړه د امريکا نوې طرحه هر اړخيزه ده. نوموړی وايي، پاکستان په افغانستان کې له داسې حکومت ملاتړ کوي چې د دغه هېواد د خلکو د پرېکړې پر بنسټ رامنځته شوی وي. بشپړه مرکه یې په دې ویډيو کې وګورئ:
دا خبره د دې وزارت مرستیال ویاندې جلینه پورټر په سېشنبه د مارچ پر ۱۶مه په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړه.
د افغانستان د کلیو او بیارغونې وزارت د یو نوي پروګرام د پلي کېدو خبر ورکوي چې لارې به یې نږدې ١،١ میلیونه وچکالي ځپلو کسانو ته د کار زمینه برابره وي. د دغه وزارت ویاند محمد رفیق جنبش نن چهارشنبه (د کب ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروګرام د نړېوال بانک د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په مالي لګښت پلی کېږي. د انعطاف په نوم دغه لویه پروژه به د روان ۱۴۰۰ کال د ثور په میاشت کې پیل شي. ښاغلی جنبش وایې چې د دغې پروژې له لارې به وچکالۍ ځپلو ۸۵ زرو کسانو سره نغدي مرستې وشي او نږدې یو عشاریه یو میلیون کسانو ته به کاري زمینې هم برابرې شي. Читать дальше...
مچان، سربېره پر دې چې له کثافاتو سرهیې سروکار دی، ځان پاکوي. د دې حشرې د سترګو دید استثنایي دی، خو سرعتیې بیا داسې نهدی. د برایټ سایډ په نوم له امریکا خپرېدونکې وېبپاڼې په دې اړه یوه څېړنه کړې ده. مچ داسې ساده حشره نهده لکه موږ تاسو ته چې ښکاري. کله چې تاسو ورته ګورئ ډېر کله خپلې پښې پر ځان، سر یا وزر مښي. دی دا د دې لپاره نهکوي چې کوم ځای یې خارښ کوي، دی دا د دې لپاره کوي چې ځان له چټلیو پاک کړي. له بیولوژیکي پلوه د پښو پاکېدل د مچانو لپاره ډېر مهم دي، که د مچانو پښې پاکې نهوي دوی... Читать дальше...
د افغانستان ولسي جرګې د مارچ پر ۱۶مه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د دې جرګې مشر میر رحمان رحماني او د ولسي جرګې د دارالانشاء لوی رئیس عبدالقادر ځاځی وطندوست د افغان سولې په اړه د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره تېر ماښام (مارچ ۱۶مه) روسیې ته ولاړل . دوی د هغه ۱۲ کسیزه پلاوي لومړني کسان دي چې د مسکو غونډه کې د افغانستان د دولت استازیتوب کوي. د ملي مصالحې عالي شورا وایي، دا پلاوی چې مشري یې د یادې شورا مشر عبدالله عبدالله کوي، نن (د مارچ پر ۱۷مه) مسکو ته ځي. د دې شورا سلاکار مجیبالرحمن... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه به په دوحه کې د بین الافغاني خبرو ځای و نه نیسي. دا خبره د دې وزارت مرستیال ویاندې جلینه پورټر Jalina Porter پرون سې شنبه (د کب ۲۶مه) په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړه. نوموړې دغه راز وویل چې متحده ایالات نه د کومې بلې غونډې د کوربه توب پلان لري او نه ویلی شي چې نژدې راتلونکې کې نورې غونډې په پام کې دي او که نه؟ خو جلینه پورټر تایید کړه چې په مسکو کې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې به... Читать дальше...
د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سر له نننه د ۲۰ اورونو د درې لوبو لړۍ پیلېږي. دا درې سره لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي. لومړۍ یوه یې نن، بله یې بل سبا د جمعې په ورځ او درېیمه او وروستۍ یې د شنبې په ورځ ده. د دغو دوو لوبډلو ترمنځ تر دې مخکې په متحده عربي اماراتو کې دوه ټېسټ لوبې وشوې چې یو د یوه پر وړاندې مساوي شوې.