د ښځو د حقونو يو شمېر فعالين وايي، د مارچ د اتمې نماځنه بايد داسې وشي چې په ټولنه کې ښځو ته د نارينهوو په شان برابر حق ورکړل شي. د ښځو د حقونو فعاله له خېبر پښتونخوا څخه کابل ته د امن او ثبات کنفرانس ته راغلې لايبه يوسفزۍ وايي، جنګ نارينهوو راوستی، خو امن به ښځې راولي. له اغلې یوسفزۍ سره د دغه کنفرانس په څنډه کې د ازادي راډیو مرکه کړې او په سر کې يې د دغه ورځې په اړه پوښتلې ده. د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
د تېرو کلونو په څېر به د مارچ پر اتمه نېټه د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت غونډې او دستورې جوړېږي.
د 2001 م کال د فیبرورۍ د میاشتې په پای کې طالبانو په بامیانو کې د بودا د دوو سترو مجسمو د نړولو هوډ څرګند کړ. د همدې کال د مارچ په دویمه نیټه یې ددې مجسمو نړول پیل کړل چې د مارچ تر یولسمې یې دوام وکړ. د افغانستان د څو لسیزو اوږدې جګړې یوازې د بودا مجسمې نه دي زیانمنې کړي، بلکې په دې هیواد کې ډیر لرغوني اثار په بیلابیل ډول زیانمن شوي. پر جګړو سربېره غیرې قانوني کیندنې، د لروغونو اثارو قاچاق، طبیعي افات او نه پاملرنه نور ګواښونه دي چې افغانستان کې لرغونې او تاریخي اثار ګواښي. طالبانو تازه... Читать дальше...
د افغانستان اقتصاد وزارت وايي، د طبیعي زېرمو د پروژو د شفافیت په برخه کې یې یوه امتحاني پروسه پیل کړې. د دې وزارت ویاند عبدالصبور نریمان وايي، دغه پروسهیې په افغانستان کې «د روڼتیا په برخه کې د نوښت بنسټ» په مرسته په ټولو دولتي ادارو کې د اطلاعاتو برخې مسؤلانو ته د اطلاعرسونې په هدف په امتحاني ډول پیل کړې. په همدې حال کې له فساد سره د مبارزې شبکه د دې امتحاني پروسې پیل د زېربنايي پروژو په برخه کې د اطلاعرسونې لپاره مهم ګام بولي. دغه پروسه په داسې حال کې پیلېږي چې د روڼتیا نړیوال سازمان د... Читать дальше...
په سویس کې د ښځو پر نقاب د بندیز د ټولپوښتنې ابتدايي نتایج ښيي چې په دې هېواد کې به په عامه ځایونو کې په هغو چادریو بندیز ولګېږي چې یو شمېر مسلمانې ښځې یې له سره تر پښو د ځان پټولو لپاره کاروي. سویس د یکشنبې په ورځ په دې اړه ټولپوښتنه وکړه چې په عامه ځایونو کې پر نقاب بندیز ولګوي کنه. په ټولپوښتنه کې شااوخوا ۵۱ سلنه سویسیانو د هغو وړاندیز په پلوۍ رایې ورکړي چې غواړي، له ګوتو په شمېر استثناوو پرته هېڅوک باید دې هېواد کې اجازه ونهلري چې په عامه ځایونو کې خپل مخ پټ کړي. که څه هم د مخ پټولو... Читать дальше...
د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې لومړنۍ محکمې د هرات پخوانی والي احمد یوسف نورستاني په دوهنیم کاله تنفیذي بند محکوم کړ. ښاغلی نورستاني هرات کې د ولایت پر مهال له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې تورن دی او دغې محکمې یې نن په غیاب کې دا قضایي پرېکړه وکړه. د محکمې د پرېکړې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له ښاغلي نورستاني سره یوځای د هرات ۷ برحاله او پخواني مسؤلین هم د جرمونو د شریکانو په توګه په دوهنیم دوهنیم کاله بند محکوم شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو د دولت بودجې ته زیان... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، طالبان راتلونکي پسرلي کې د جګړې لپاره چمتووالی نیسي. مسعود اندرابي په کابل کې خبریالانو ته وویل، هغه اطلاعات چې امنیتي بنسټونو ترلاسه کړي طالبان د جګړې لپاره چمتووالی نیسي، خو افغان امنیتي بنسټونه خبرې او سوله د حل غوره لاره بولي. ښاغلي اندرابي د یکشنبې په روځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۷» په کابل کې د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د دفاع وزارت مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخېل سره ګډه غونډه کې خبریالانو ته وویل، طالبانو خپلې ژمنې نهدي عملي کړي او لکه... Читать дальше...
د افغانستان بانک ویلي چې د نویو چاپ شویو بانکنوټونو یوه برخه دې هېواد ته رسېدلې او عملآ ورڅخه ګټه اخیستل کېږي. د دې بانک مسؤلانو ازادي راډیو ته ویلي چې شاوخوا ۱۰۰ میلیارده نوي بانکنوټونه یې چاپ کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په بازار کې د زړو بانکنوټونو موجودیت په ورځنۍ راکړه ورکړه کې جدي ستونزې او انتقادونه راپارولي دي. خلک نیوکې کوي چې د ۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو نوټونو ډېری زاړه شوي او نور د استفادې وړ نهدي. فریدون رحماني او اجمل بخت د کابل دوه اوسېدونکي په دې اړه وایي:... Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، د سولې د چټکتیا لپاره مطرحه شوې طرحه به له ټولو سطحو سره شریکوي. ښاغلي عبدالله چې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۷» د مارچ د اتمې ښځو، د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته څرګندونې کولې وویل چې د سولې په اړه باید له هر وړاندیزونه ونهډار شو، ځکه وروستی تصمیم خپله افغانان نیسي. ښاغلی عبدالله وايي، د سولې په اړه چې د افغان سیاستوالو ترمنځ کومه تفرقه موجوده ده، دا له سولې سره مرسته نهکوي چې باید ورته رسېدنه وشي. Читать дальше...
د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس د عراق د شمالي ښار موصل په یوې لرغونې کلیسا کې د عراق د جګړې قربانیانو ته دعا وکړه. خلک نن سهار د الطاهرې کلیسا په انګړ کې راټول او د پاپ خبرو تهیې غوږ کېښود، د نصرانیانو دا یو لرغونی مرکز د داعش ډلې لهخوا نړېدلی دی. الطاهره د نړۍ یوه له لرغونو کلیساوو څخه وه چې ۱۴ پېړۍ تاریخ لري. پاپ په خپلو خبرو کې د عراق له مسیحیانو وغوښتل چې د هستوګنې سیمې پرې نهږدي. له ۲۰۱۴ نر تر ۲۰۱۷ کال پورې پر موصل ښار د داعش د ولکې له کبله سلګونه زره مسیحیان د عراق د شمالي سیمو پرېښودو ته اړ شول. Читать дальше...
د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې، په نړۍ کې تر ۱۱۶ میلیونه او ۵ لاکه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
په اسلام اباد کې د عصري ژبو ملي پوهنتون (نیشنل یونیورسټي اف ماډرن لینګوېجېز یا نمل) زده کوونکو د خپل یوه ملګري وژنې ضد مظاهره کړې. د مارچ پر څلورمه په پوهنتون کې د زده کوونکو د دوو ډلو ترمنځ په نښته کې یو زده کوونکی ووژل او پینځه ژوبل شول. وژلی زده کوونکی د کرک اوسېدونکی وو. د مارچ پر شپږمه د خبریالانو مرکز مخې ته په مظاهره کې زده کوونکو په تاوتریخوالي کې د ککړو کسانو ضد د اقدام غوښتنه وکړه. د اسلام اباد انتظامیې او پولیسو د نښتې لامل نه دی ښوولی خو پولیسو په بیان کې ویلي چې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ هڅې کوي. Читать дальше...
د افغانستان او د پاکستان د پښتون مېشتو سیمو یو شمېر مشران کابل کې جرګه شوي چې دغې سیمه کې روانې جګړې ته د حل لارې چارې ولټوي. دوی د 'امن او ثبات' په نوم هغه دوه ورځني کنفرانس کې راټول شوي چې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لهخوا جوړ شوی دی. د افغانستان د سرحدونو وزیر محبالله صمیم د دغه دوه ورځني کنفرانس د موخو په اړه وایي: "د دې جګړې او د دې بدبختۍ لمن نن خېبر پښتونخوا، وزیرستان او نورو سیمو ته هم غځېدلې، د دې لپاره چې دې سیمه کې امن او ثبات راشي، لازمه او ضروري مو وګڼله چې د امن... Читать дальше...
په کراچۍ کې د پولیسو د ځانګړي امنیت څانګه یو شمېر سرتېري په نوې طریقه روزي. چارواکي وايي، دا پولیس به په ښویېدونکو بوټانو (رولربلېډز) د ښار په ځینو برخو کې ګشت (ګزمه) کوي چې په تنګو کوڅو کې په اسانۍ په جرمونو کې ککړ کسان ونیولای شي. دوی د ښویېدا یا سکېټېنګ پر مهال د ډزو چل هم زده کوي. نور د رویټرز اژانس په ویډيويي رپورټ کې.
په پکتیکا کې د پالتو بند رغنیزې چارې عملاً پیل شوې. د پکتیکا د والي ویاند غازي دانش ازادي راډیو ته وویل چې د دې بند چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري ترسره کېږي چې په راتلونکو درېیو کالونو کې به بشپړې شي. دانش وایي، په دې بند ۱،۳۴ میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې له بشپړېدو وروسته به ۳،۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه کړي. د پکتیکا چارواکي وایي، د دې بند د جوړېدو پر مهال به د دې ولایت سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. د یادونې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د دې بند د چارو د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه،... Читать дальше...
هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د ملي شورا د ۱۷مې دورې پرانیست غونډه کې د ولسمشر غني په هغو خبرو تمرکز کړی چې ویلي، د انتخاباتو له لارې د واک لېږد، ورته یو اصل دی او هېڅ ډول معامله پرې نهکېږي. د لیکوال په اند چې د ولسمشر غني دا اشاره د سولې لپاره د امریکا نوې طرحې ته وه چې ولسمشر غني ورسره مخالفت کړی. ورځپاڼې لیکلي چې د ولسمشر غني ظاهراً څرګندونې داسې وې چې هغه چمتو دی څو د سولې او په قدرت کې د طالبانو ډیمکراتیک مشارکت لپاره د خپل حکومت موده کمه او ټاکنې ترسره شي چې مدیریتیې د نړیوالۍ ټولنې په غاړه وي. Читать дальше...
د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۲۲ نور ژوبل دي. له سیمې څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، چاودنه تېر ماښام اووه بجې په یوه رستوران کې وشوه. د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وايي چې دا پېښه د کبابو په رستوران کې د ګازو د ډبې د چاودنې په نتیجه کې شوې ده.
په سویس کې نن په دې ټولپوښتنه کېږي چې د ښځو بورقه منع کړل شي او که نهشي. دا ټولپوښتنه له دې سره سره کېږي چې په دغه هېواد کې د هغو ښځو چې د مخ په شمول سر تر پایه ځان پټوي، شمېر له لسګونو تنو نهاوړي. مخکې تر مخکې نظرپوښتنې ښيي چې د موافقو او مخالفو شمېر ډېر سره نږدې دی. که په ټولپوښتنه کې د خلکو اکثریت د بورقې پر ضد رایه ورکړه، نوی قانون به سړي هم له دې راګرځوي چې خپلې ښځې د مخ پټولو ته مجبوره نهکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په اروپا کې یو وار بیا د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. د دې ادارې په وینا په تېرو ۶ اوونیو کې په اروپا کې د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو وې، خو په وروستۍ یوه اوونۍ کې یو ملیون نوې پېښې ثبت شوې چې تر ورتېرې اوونۍ په سلو کې ۹ ډېرې دي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې اکثره نوې پېښې د کرونا د انګلیسي بڼې دي. د کرونا دا ډول ویروس په ۱۰ هېوادونو لکه بریتانیا، ایټالیا، ایرلنډ، جرمني، فرانسه، هالنډ، اسرائیل، اسپانیا او پورتګال کې زیات دی.
د یمن حکومتي سرچینو پرون (شنبه) وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد د مارب ولایت په نښتو کې لږترلږه ۹۰ تنه وژل شوي دي. د ایران له ملاتړه برخهمنو حوثي یاغیانو له تېرې میاشتې راهیسې د دې ستراتېژيکې سیمې د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي. دا تېل لرونکې سیمه د یمن په شمال کې د دولتي ځواکونو وروستی مرکز ګڼل کېږي. د یمن حکومتي سرچینو ویلي چې په وروستیو نښتو کې ۳۲ دولتي ځواکونه یا د حکومت پلوي قبایل وژل شوي دي. دوی د حوثي یاغیانو د وژل شویو کسانو شمېر ۵۸ تنه ښودلی دی.
په امریکا کې د ناروغیو د وقایې او مخنیوي مرکز وايي، تر پرون شنبې پورې په دغه هېواد کې تر ۸۷ ملیونه او ۹۱۲ لکه دوزه ډېر د کرونا واکسین خلکو ته ورکړل شوی دی. د دې مرکز په وینا تر اوسه پورې په امریکا کې څه باندې ۱۱۶ ملیونه او ۲۵۵ زره دوزه کرونا ضد واکسین وېشل شوی دی. د امریکا د ناروغیو د وقایې او مخنیوي مرکز زیاتوي چې تر پرون پورې څه باندې ۵۷ ملیونه او ۳۵۸ لکه امریکایانو ته یو دوز او نږدې ۳۰ ملیونو ته دوه دوزه واکسین ورکړل شوی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د مې میاشتې تر پایه به ټولو... Читать дальше...
د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس عراق ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له ستر شیعه مشر ایتالله علي سیستاني سره وکتل. دا تاریخي ملاقات په نجف ښار کې د کاتولیکانو د مشر د لومړني سفر پر مهال وشو. د ملاقات جریان په ژوندۍ بڼه د عراق له ملي ټلوېزیونه خپرېده او عراقیانو یې هم هرکلی وکړ. د پاپ فرانسېس او عراق کې د شیعه مذهبو د ستر مشر ایتالله علي سیستاني لیده کاته داسې مهال وشول چې د کاتولیکو عیسویانو مشر هڅه کوله د ګډ او سولهییز ژوند پيغام ولېږدوي. سیستاني له دغه ملاقات وروسته په یوه... Читать дальше...
تېر ماښام د کونړ مرکز اسعداباد کې، د کبابو په دکان کې چاودنې یو تن وژلی او ۲۲ يي ټپیان کړي دي حکومتې مسولین وايي پېښه د ګاز ډې د چاودنې له امله رامنځ ته شوي. د دي موضوع تفصیل په دې راپور کې
د ننګرهار چارواکي وایي، د انعکاس راډیو ټلوېزیون هغه ۱۰ کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي چې پرونیې له دندې استعفا کړې وه. دا خبره د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه کړې. د امان امان په نوم د انعکاس راډیو ټلوېزیون یوه خبریال چې پرونیې پر فېسبوک د استعفا خبر ورکړی و، ازادي راډیو ته وویل چې بېرته کار ته دوام ورکوي. ښاغلی امان وايي: "زما په شمول زموږ یو شمېر همکارانو د امنیتي اندېښنو او ستونزو له کبله استعفاوې ورکړې وې، تېر ماښام موږ په دې تړاو له والي صاحب... Читать дальше...
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د هدفي وژنو د درولو غوښتنه کړې ده. د کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د نوي زېږدیز کال له پیله تر اوسه افغانستان کې یوازې ۶ مسلکي ښځې په دې ډول بریدونو کې وژل شوې دي. دې ډله کې څلور مېرمنې ننګرهار کې وژل شوي چې درې یې د رسنیو کارکوونکې او یوه بلهیې ډاکتره ده. دوه نورې ښځې چې قاضیانې وې، څه موده وړاندې کابل کې د نامعلومه وسلهوالو لهخوا ووژل شوې. شهرزاد اکبر د مارچ د اتمې، یا د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي "جګړه... Читать дальше...