د پاکستان پوځ وایي، ځواکونو یې په شمالي وزیرستان کې اته اسلامپلوه ملېشې وژلې دي. دوی وایي، دغه کسان په هغو جلا جلا عملیاتو کې لهمنځه تللي چې د افغانستان سرحد ته نږدې په بویه او دوسالي سیمو کې پرون شنبه ترسره شول. د چارواکو د معلوماتو له مخې وژل شویو کې درې تنه د ټي.ټي.پي یا تحریک طالبان پاکستان غړي شامل دي. تر اوسه پاکستاني طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي او د پوځ دغه ادعا خپلواکو سرچینو هم نهده تأیید کړې. وزیرستان تېر کال د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د ډېرو بریدونو او دغهراز د حکومتي چارواکو او مشرانو د هدفي وژنو شاهد و.
د امریکا سنا جرګې کرونا ځپلو سره د ۱،۹ تریلیونه ډالرو د مرستو سند ته رایه ورکړه. دې کار د کانګرس لهخوا د دغه سند تصویب او د ولسمشر لاسلیک ته لاره هواره کړه. د مرستو دغه اندازه د امریکا د ټول اقتصاد نژدې یو پر ۱۰مه برخه جوړوي. ډیموکراتانو د دغه سند ملاتړ او جمهوريپالو یې په مخالفت رایې وکارولې چې بالاخره د یوې مثبتې رایې په تفاوت تأیید شو. په سنا کې د اکثریت مشر سناتور چک شومر وویل، "موږ د امریکا خلکو ته وایو چې مرستې پر لاره دي". د دې سند له مخې به اکثره امریکایي وګړي ۱،۴۰۰ ډالر مرسته ترلاسه کړي.
د ارمنستان له مخالفو ډلو د جوړ ائتلاف استازي نن د مارچ په ۷مه د دغه هېواد له ولسمشر ارمن سرکیسیان سره د روان سیاسي کړکېچ په اړه خبرې کوي. له څه باندې ۱۰ ډلو جوړ دغه ائتلاف ارمنستان کې له وخته مخکې پارلماني ټاکنو او دغهراز د صدراعظم نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه کوي. مخالفان به له ولسمشره وغواړي چې د صدراعظم لهخوا د لوی درستیز د لیرې کولو پرېکړه د اساسي قانون محکمې ته راجع کړي. دوی د خپلو غوښتنو د منلو لپاره حکومت ته د مارچ تر نهمې مهلت ورکړی او ویلي یې دي، د هېواد برخلیک د ولسمشر په واک کې دی. Читать дальше...
د فراه ولایت په ابونصر فراهي ګمرک کې لګېدلی اور مړ شوی، خو سوداګرو تهیې مالي زیان اړولی دی. د فراه والي تاج محمد جاهد پرون ماښام رسنیو ته ویلي چې دوی سیمې ته یو پلاوی لېږلی چې د اور د لامل او کره زیان په اړه پلټنې وکړي. ښاغلی جاهد زیاتوي: "په دغې اور لګېدنه کې د سوداګرو درې زېرمې، دوه ټانکر او یو بار وړونکی موټر سوځېدلی دی، الحمدالله چې ځاني زیان نهلري او د ابو نصر فراهي ګمرک نورو برخو ته هم زیان نهدی رسېدلی." جاهد وایي، د دغه اور په مړه کېدو کې د ایران د جنوبي خراسان ولایت اطفائیو هم برخه اخیستې ده. Читать дальше...
د افغانستان د کرنې وزارت وایي، د وچکالۍ له کبله به دا هېواد راتلونکی کال نږدې درې ملیونه ټنه غلې ته اړتیا ولري. د افغانستان د ډېر وګړو ژوند پر کرنه ولاړ دی، خو سږنۍ وچکالۍ داسې اندېښنې پیدا کړي چې د غلې دانې حاصلات به ښه نهوي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي هم همدا اندېښنه ښيي او له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې یې وویل، دوی سر له اوسه د بزګرانو او بېوزله افغانانو د لاسنیوي لارې چارې لټوي. ښاغلی احدي زیاتوي: "وړاندوېنه دا ده چې سږ کال ممکن شاوخوا ۳۰ فیصده ورښت کم... Читать дальше...
د افغانستان په اړه ګڼو امریکايي ورځپاڼو د زلمي خلیلزاد په وروستي وړاندیز لیکنې خپرې کړي دي. فارین پالېسي فارین پالېسي خپرونې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر راتلونکو اقداماتو لیکنه کړې. د دې لیکنې سرلیک دی" بایډن پلان لري چې افغانستان مات نه شي" خپرونه وايي، داسې نوې جزئیات راڅرګندیږي چې څنګه د امریکا متحده ایالاتونه دې ته چمتوالی نیسي، څو له افغانستانه خپله سرتیري وباسي، خو تر شا ګډوډي پرې نه ږدي. په دې لیکنه کې د "سولې د انتقالي حکومت" په نوم یوې طرحې ته چې په وروستیو... Читать дальше...