د افغانستان په اړه ګڼو امریکايي ورځپاڼو د زلمي خلیلزاد په وروستي وړاندیز لیکنې خپرې کړي دي.
فارین پالېسي
فارین پالېسي خپرونې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر راتلونکو اقداماتو لیکنه کړې.
د دې لیکنې سرلیک دی" بایډن پلان لري چې افغانستان مات نه شي"
خپرونه وايي، داسې نوې جزئیات راڅرګندیږي چې څنګه د امریکا متحده ایالاتونه دې ته چمتوالی نیسي، څو له افغانستانه خپله سرتیري وباسي، خو تر شا ګډوډي پرې نه ږدي.
په دې لیکنه کې د "سولې د انتقالي حکومت" په نوم یوې طرحې ته چې په وروستیو کې د افغانستان په ځینو کورنیو رسنیو کې خپره شوې اشاره شوې.
همدارنګه د افغانستان په سوله کې تر هغې را وروسته چې جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه واک سنبال کړی، شوي پرمختګونه یاد شوي دي.
وال سټریټ ژورنال
بلې امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال هم په همدې تړاو لیکنه کړې چې سرلیک یې دی"د بایډن د ادارې چارواکو د افغان حکومت او طالبانو د یوې مشریزې وړاندیز کړی چې مؤقت حکومت جوړ کړي."
ورځپاڼه لیکي، د امریکا ځانګړي استازي د افغان حکومت او طالبانو د مشرانو د یوې غونډې وړاندیز کړی.
د ورځپاڼې په وینا دا ښايي د دې لپاره وي چې د طالبانو او د ټرمپ د ادارې ترمنځ شوې هوکړه یوې خوا ته کېښودل شي او له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل وځنډول شي.
ورځپاڼه د امریکايي او افغان چارواکو له خولې وايي، د افغانستان لپاره د امریکا لوړ پوړي استازي له خوا د لوړې کچې د یو کنفرانس د نظر وړاندیز د بایډن په اداره کې په دې اړه زیاتېدونکې اجماع څرګندوي چې دوحه کې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې ورو مخکې ځي.
وال سټریټ ژورنال لیکي:
دا نظر چې په دې اوونۍ کې سیمې ته د زلمي خلیلزاد د سفر په ترڅ کې وړاندې شوی، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د جرمني په بُن کې د افغانستان په اړه د کنفرانس جوړښت ته ورته یو څه دي.
په هغه کنفرانس کې د سېپټمبر د یوولسمې په بریدونو پسې د طالبانو د واکمنۍ له نړېدو وروسته د افغانستان لپاره یو مشر وټاکل شو .
ورځپاڼه د هغه کنفرانس او د دې کنفرانس چې وړاندیز یې شوی، توپیر دا ښيي چې هغې خبرو ته طالبان نه وو وربلل شوي، خو د لېکوال په وینا که اوس دوی په داسې یو کنفرانس کې ګډون سره موافقه وکړي، دوی به د خبرو پر میز په تېرو شلو کلونو کې تر بل هر وخت د زیات اغېز سره برخه ولري.
هېل
بلې امریکايي ورځپاڼې هېل د وال سټریټ ژورنال همدې راپور ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې سیپنې ماڼۍ دا راپور کم اهمیته بللی دی.
دې ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یو بیان په حواله ویلي: "دې راپور د لوبې وضعیت په سمه توګه نه دی تصویر کړی.
د امریکا متحده ایالاتونه رسمي وړاندیزونه نه کوي او لا هم د ځواکونو د راتلونکې وضعیت په اړه د ټولو اړوند انتخابونو ارزونې ته دوام ورکوي."
سپینې ماڼۍ زیاته کړې: "استازي زلمي خلیلزاد د ډیپلوماسۍ د مخته وړلو پر یو لړ لارو چارو خبرې کړي، تر دې پرته پر بل هېڅ هم نه"
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د جمعې په ورځ وویل، د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لاره په افغانانو پورې اړه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس یوې خبرې غونډې ته ویلي: "ځانګړی استازی خلیلزاد او ټیم یې سیمه کې دي. دوی له افغان او سیمې له مشرانو سره ګوري د وړاندې تګ پر لاره ورسره خبرې وکړي، د وړاندې تګ داسې لاره چې ډاډمنې پایلې ولري.
د افغانستان د سولې د خبرو پایله افغانانو پورې اړه لري. موږ باور لرو چې دا پایله باید د افغانانو د هېلو او امیدونو څرګندوی وي."
د هېل ورځپاڼه وايي، دا وړاندیز داسې مهال دی چې د ولسمشر بایډن اداره په افغانستان کې د خپل راتلونکې اقدام په اړه غور کوي.