په ننګرهار کې د پولیو د واکسین د کمپاین دری ښځینه کاروونکې نن په دوه جلا پیښو کې ووژل شوې. که څه هم د بریدونو مسوولیت چا په غاړه نده اخیستی، خو طالبانو مخکې ویلي وو چې په خپلو سیمو کې د پولیو د کمپاین مخه نیسي. د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې پرون د پولیو د واکسين کمپاین پیل شو. افغانستان د نړۍ د څو ګوټو په شمار هیوادونو څخه دی چې د پولیو ناروغي پکې له مینځه نده وړل شوې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د تاجیکستان په دوشنبې ښار کې د آسیا زړه ـ د استانبول پروسې په غونډه کې په افغانستان کې له وخت وړاندې انتخاباتي طرحې جزیات شریک کړل. د دې طرحې موخه د افغان سولې پروسې ګړندي کېدل دي. ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د افغانستان اساسي قانون باید راتلونکی نظام وټاکي او که په قانون کې تعدیدل هم راځي باید په اساسي قانون د ذکر شوي میکانیزم سره سم تعدیل شي. طالبانو لا دمخه د افغان ولسمشر له دغه طرحې سره مخالفت ښودلی دی. نور حال په تاجیکستان کې د ازادي رادیو په راپور کې وګورئ
د اسیا زړه-استانبول پروسې کنفرانس کې د افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د هغه تاجک سیال امام علي رحمان سربېره، یو شمېر ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو استازو هم ویناوې وکړې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د سولې پروسه، د خپلو اهدافو قرباني نهکړي. هغه له دې هېواد څخه په مسؤلانه ډول د بهرنیو عسکرو په وتو ټینګار وکړ او زیاتهیې کړه، نړیوال باید د خپلو ګټو لپاره د افغانستان راتلونکي سره لوبه ونهکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا د افغانستان د سولې روان بهیر له خطر سره مخ وباله. Читать дальше...
له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ضربالاجل لپاره معکوس شمېر. نیوزیلند پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې خپل ۲۰ کلن مأموریت پای ته ورساوه او له دې هېوادهيې وروستي سرتېري هم ایستلي دي. نیوزیلند د امریکا لومړنی متحد دی چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې ۳،۵۰۰ سرتېري لرل، خو د ټاکل شوي وخت نهیې دمخه خپل ځواکونه له افغانستان نه وایستل، په دې موده کې یې ۲۰ سرتېري ووژل شول. که څه هم په افغانستان کې د نیوزیلند د سرتېرو وروستی شمېر۶ کسه وو، خو ایا د دوی وتل کولای شي د بهرنیو ځواکونو... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د جګپوړي غړي دولت بېګ تاجکي چې په ابو محمد التاجکي مشهور و، د وژلو خبر ورکړ. د ملي امنیت ریاست نن په خبرپاڼه کې ویلي دي چې دولت بېګ تاجکي د طالبانو له یوه سیمهییز قوماندان حضرت علي سره د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په لاره کې وژل شوی دی. په خبرپاڼه کې دا نهدي ویل شوي چې دا کسان کله د ځانګړو ځواکونو له لوري وژل شوي دي. په اعلامیه کې وړاندې راغلې دي چې دا کسان په غزني کې د ترهګرو د روزلو مسؤلین وو. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په مصر کې د سوئز په کانال کې د هغې لویې بار وړونکې بېړۍ تر خلاصېدو وروسته چې لارهیې بنده کړې وه، د کښتیو تګ راتګ پيل شو. تېره شپه ۲۷ بېړۍ پورې وتې او د دې کانال د چارواکو په وینا تمه ده چې نن ۱۴۰ نورې کښتۍ له دې اوبو تېرې شي. د سوئز کانال مسؤل اسامه ربیع پرون رسنیو ته د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې د رسېدلي زیان په اړه وویل: "هره ورځ له ۱۲ تر ۱۵ ملیونه ډالرو زیان اوښته." چارواکي وایي، هیلهمن دي چې هغه په سلګونه بېړۍ چې لارهیې بنده شوې وه په درې څلور ورځو کې له دې کاناله تېرې شي. ۴۰۰ متره... Читать дальше...
د افغانستان لویې څارنوالۍ د حکومت درې مخکېني او برحاله لوړپوړي چارواکي په امریکا کې د افغانستان سفارت د دېوال په پروژه کې په څه باندې ۷ لکه امریکايي ډالرو اختلاس تورن کړي دي. لویې څارنوالۍ دغه تور د افغانستان جمهور رئیس پر مخکېنيو سلاکارانو محمد همایون قیومي او شاه محمد څرګند او په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني لګولي دي. د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه دوسیه بشپړه او اړوند محکمې ته لېږل شوې ده. خو د افغانستان سترې محکمې ازادي راډیو ته... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د بنو له ښاره ۲۵ کيلوميټره ليري پرته، جانیخېل سيمه چې ځايياوسېدونکي یې د خپل ګړدود له مخې ځوني خېل بولي، له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې د وسله والو تر کنټرول لاندې وه. په دې سيمه کې د وزیر اتمانزو قبیلې جانیخېل قام دېره دی ځکه په همدې نامه یادېږي. هسې خو جانیخېل له پخوا څخه د بدامنۍ له وجې په خبرونو کې يادېدله خو دې سیمې د مارچ له ۲۱مې ډېر نوم پېدا کړ. د دې وجه د هغو وژل شوو څلورو ماشومانو مړي وو چې په دغه ورځ وموندل شول. دا هلکان شل ورځې مخکې تری تم شوي وو او نامعلومو کسانو تر وژلو وروسته په يو خوړ کې ښخ کړي وو. Читать дальше...
په ډيره اسماعيل خان کې د جيپونو د ځغل درې ورځنۍ سيالي پای ته ورسېده. دا لومړی ځل وو چې په ياده سيمه کې د جيپونو د ځغل مقابلې وشوې چې پکې نېږدې ۱۰۰ جيپ ځغلوونکو برخه اخيستې وه. د ښځو د برخې سيالي د کراچۍ تشنا پټېل او د سړو د برخې هغه د پنجاب صاحبزاده سلطان وکټله. نور حال په دې ويډيويي راپور کې.
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې نن درې تنه ښځينه واکسیناتورانې ووژل شوې او عاملینیې په تېښته بریالي شوي دي. په ننګرهار کې له تېرو شااوخوا درې میاشتو راهیسې تر دې دمه ۸ ښځې وژل شوي چې تازهیې دا د واکیسناتورانو د وژنې پېښه ده. دغې پېښې د ننګرهار د ښځو د حقونو د برخې یو شمېر ښځينه مدني فعالانې اندېښمنې کړي او د ځایي حکومتي مسؤلانو نهپاملرنه د دغسې پېښو لامل بولي. دوی وایي، که څه هم ځایي مسؤلین د هدفي وژونکو په ځانګړي ډول د ښځو د وژونکو د نیولو ژمنې کوي، خو تر دې دمهیې لا د یوې پېښې عامل نهدی نیولی. Читать дальше...
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا وایي، ملي شورا په خپله ۱۷مه دوره کې د لاسته راوړنو ترڅنګ جدي ستونزې هم لرلې. دغه بنسټ د افغانستان د ملي شورا د ۱۷مې دورې د کار په اړه خپلې موندنې د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۰» په کابل کې له رسنیو سره شریکې کړې. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا مشر نعیم اصغري وايي، دوی د ملي شورا د دوهم تقنیني کال او ۱۷مې دورې په اړه چې کومې څېړنې کړي، موندنې یې ښیي چې ملي شورا د سرپرست وزیرانو د کار د دوام په برخه کې پر حکومت فشار نهدی راوړی،... Читать дальше...
د مارچ پر ۲۸مه په خوست کې زرګونو خوستوالو د یوې ولسي غونډې له لارې د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ او له حکومت او نړیوالو يې وغوښتل چې د وروستیو شلو کلونو په لاسته راوړنو دې معاملې نه کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
ازبک کمپاینر او بلاګر چې د ازبکستان حکومت منتقد او د حقونو مدافع دی وړمه ورځ د مخ پټو کسانو لهخوا سخت وهل شوی دی. میر عزیز بازاروف د مارچ په ۲۸مه د داخلي ټپونو، ماتې پښې او مغزي ضربې له امله د تاشکند په یوه روغتون کې بستري شو. هغه له ازبک مشرانو غوښتي چې د هوموسکشیولټي یا همجنسبازۍ جرمي صبغه ورختمه کړي. دی بیا د همجنسګرایانو د یوه فعال ټاپه ردوي او په بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو مسئلو باندې غږېږي. میر عزیز بازاروف وايي: "ما ویلي چې زما په باور انتخابات منصفانه نهو. که مسایل همداسې غیر منصفانه... Читать дальше...
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک شول. دغه هوکړه لیکونه د افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني او تاجکي سیال یې امام علي رحمان په حضور کې لاسلیک شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواید احمدي نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د نورو برخو ترڅنګ په سوداګریزو، ټرانسپورټي، ټرانزیټي، انرژۍ او د سوداګریزو چارو د پراختیا برخه کې هم دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. د اسیا زړه- استانبول پروسې کنفرانس نن دوهمه ورځ ده. د تاجکستان جمهور... Читать дальше...
د پکتیا د مرکز ګردېز د څلورمې امنیتي حوزې په سیمه کې نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) سهار د نهو بجو خوا ته د برید پر مهال درې تنه ووژل شول. د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته د دې پېښې د قربانیانو په اړه وویل: "په خواشیني سره باید ووایم چې د څلورمې امنیتي حوزې یو کارمند، یو اشپز او یو شخصي موټروان شهیدان شوي." امیري زیاته کړه چې برید کوونکي له سیمې تښتیدلې دي او امنیتي ځواکونه د هغوی د موندلو په لټه کې دي. د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
نا پېژاندو وسله والو نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) د جلال اباد په ښار کې درې تنه واکسیناتوارنې وژلې دي. د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې پر دې مېرمنو د ښار په څلورمې او اوومې ناحیې کې ډزې وشوې: "متاسفانه نن مو هغه درې پیاوړې افغانې له لاسه ورکړې چې انسانیت ته یې کار کاوه. د دوی دنده دا وه چې کور په کور به ګرځېدې، کلي په کلي به ګرځېدې ترڅو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وکړي." تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی. په ننګرهار کې شاوخوا شپږ زره کار کوونکو د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړې دی.
د خوګیاڼي په خبره، په سږنۍ دغه دودیزه مېله او مشاعره کې به د مشاعرې ترڅنګ به دودیزې فرهنګي او ټولنیزې نندارې، د سندرغاړو کنسرتونه او د تیاتر نندارې هم وړاندې شي.
د دې هېواد ملي ادارې نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر چې د ۲۶ ښارونو نومونه خپاره کړل چې پکې د کورونا وايرس د خپرېدو شرح اته فيصده ده، په هغو کې زیاتره ښارونه په پنجاب او خيبرپښتونخوا کې ول.
د افغانستان د کرنې وزير د کندهار د کرنيزو شرکتونو له چارواکو او يو شمېر سوداګرو سره پر شته فرصتونو او ننګونې خبرې اترې وکړې. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې د نن ورځې په دې ليدنه کې پانګه والو د کرنې له وزيره د تازه او وچو مېوو د توليد او بازار موندنې لپار د زمينې برابرولو، د سړو خونو او میوو د زیرمتونو د زیاتوالي، د ګمرکي لګښتونو کموالي او په لويو لارو کې د سوداګریزو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې د کرنې وزیر انوارالحق احدي په غونډه کې د سوداګرو او کرنیزو... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه ـ استانبول کنفرانس په دویمه ورځ دې غونډې ته په وېنا کې يو ځل بيا د ټاکنو له لارې د واک په ليږد ټینګار وکړ. ولسمشرغني د تاجکستان په مرکز، دوشنبې کې روانې دې غونډه کې وویل افغانان سوله غواړي خو داسې سوله چې وینه توېیدل د تل لپاره ودروي. هغه د سولې بهیر په اړه وويل چې په دريوو مرحلو کې ترسره کېدای شي. د هغه په وېنا لومړی بايد د سولې داسې هوکړه وشي چې لویه جرګه یې تایید کړي. په دوهم پړاو کې داسې اوربند پکار دی چې نړيوال ضمانت او څارنه ولري. د هغه په خبره... Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي د سږکال نارنج ګل کلنۍ دودیزې مېلې او مشاعرې لپاره د پوره چمتووالي خبر ورکوي. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوږیاڼي ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د نارنچ ګل سږنۍ دودیزه مېله او مشاعره به د تېرو کلونو په پرتله د ځانګړو توپیرونو لرونکې وي. د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، په سږنۍ دغه دودیزه مېله او مشاعره کې به د مشاعرې ترڅنګ دودیزې فرهنګي او ټولنیزې نندارې، د سندرغاړو کنسرټونه او د تیاتر نندارې هم وړاندې شي. د خوږیاڼي په خبره، د هېواد له لر او بره یې د هرې... Читать дальше...
دوی له خلکو غواړي هغه هلکان او نجونې چې په ښوونځي کې د شاملولو عمرونه يې پوره کړي وي، د خپلو سیمو په نېږدې ښوونځیو کې دې شامل کړي.
د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې نوي ښوونیزکال کې به د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۰ زره نجونې او هلکان ښوونځیو کې شامل شي. دوی له خلکو غواړي هغه هلکان او نجونې چې په ښوونځي کې د شاملولو عمرونه يې پوره کړي وي، د خپلو سیمو په نږدې ښوونځیو کې دې شامل کړي. بل لوري ته ځايي خلک دې کار لپاره تیاری ښيي خو غوښتنه کوي چې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو هوارولو ته دې پاملرنه وشي. د پکتیا پوهنې ریاست، مدني فعالانو او قومي مخورو، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د ماشومانو د شاملولو لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی. Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان او چینايي کارپوهانو ګډ راپور هغه وړاندوینې سمې ثابتې کړي چې ویل کېدل کرونا د اسمان څکالي یا خفاش(شوپرک، الوتونکو ژویو) له لارې انسانانو ته انتقال شوې. د روغتیا نړیوال سازمان او چینايي کارپوهانو ګډ راپور نن رسماً خپور شوی ښيي چې ډېر احتمال شته کرونا په اصل کې له اسمان څکالي یا خفاشه انسانانو ته انتقال شوي وي. ښایي مستقیماً یا هم د نورو ژویو له لارې. دغه ګډ راپور له دې چې د کرونا د اصلي ځای په اړه څه نه دي ویلی، ګڼ شکونه را ولاړ کړي دي او هم امریکايي چارواکو پرې بې باوري... Читать дальше...
مسیر مسیر ورځپاڼې لیکلي, امریکا په دوو دلایلو له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو کې ځنډ کوي, لومړی دا چې په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او امریکايي چارواکي وېره لري چې د دوی د ځواکونو وتل به افغانستان خونړیو جګړو ته بوځي چې بیا دوی ته په سرخوږي واوړي. دوهمه مسئله چې لیکوال پرې تمرکر کړی هغه دا چې د امریکا او ناټو ترمنځ د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په دې اړه همغږي نه وه، اوس چې بایډن راغلی، غواړي هرڅه له ناټو سره په همغږۍ او ګډه وکړي، نو د ځواکونو وتل به څو میاشتې نور هم ځنډېدلي وي. د... Читать дальше...