د افغانستان د اسلامي جمعیت اجرايي رئیس عطا محمد نور چې په وروستیو کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي وايي، د خلیلزاد له خوا پر وړاندې شوې طرحه کې، د افغانستان د سولې د بهیر د پیاوړتیا په هدف ترکیه د یوې غونډې د کوربه توب لپاره مطرح شوې ده. نور له ازادي راډیو سره په یوه مرکه همدارنګه وویل چې زلمی خلیلزاد دا ځل "له یو نوي چلند" سره افغانستان ته راغلی و. زلمی خلیلزاد کابل ته له سفر وروسته دوحې ته ولاړ او پرون یې دغلته له طالب استازو سره وکتل. هغه په کابل... Читать дальше...
په بامیان ولایت کې د سکي سیالیو ۱۱ پړاوه ترسره شول. دا سیالۍ د دوو ورځو لپاره د شااوخوا ۸۰ سکي لوبې کوونکو مسلکي نجونو او هلکانو له خوا ترسره شوه چې تر ۶۰ لوبغاړي یې شوقیان هم وو. دا لوبې د بابا غره په لمنو کې د زیات شمېر سیلانیانو په شتون کې ترسره شوې. د سکي لوبې له ۱۱ کلونو راهیسې د ملي او نړیوالو بنسټونو په ملاتړ په بامیان کې د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو په ګډون ترسره کېږي. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
په کابل کې د وزلوبې د دوهم لیګ د سیالیو په لړۍ کې نن شنبه (د کب ۱۶مه) درې لوبې وشوې. د افغانستان د وزلوبې د فدراسیون سکرتر جنرال فهیم نظري ازادي راډیو ته د دې لوبو د نتایجو په اړه معلومات ورکړل: "لومړۍ لوبه د نورستان او تخار ترمنځ وه چې تخار وګټله، دوهمه د سرپل او بغلان ترمنځ وه چې سرپل وګټله او وروستۍ لوبه د بلخ او هرات ترمنځ وه چې د بلخ لوبدلې وګټله." پرون د دې لوبو په لومړۍ ورځ د کندهار لوبدلې د پنجشیر لوبډلې ته، کابل، لوګر ته، سمنګان بامیان ته او کندز ننګرهار ته ماتې ورکړه. دا لیګ د... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو زړورو افغان مېرمنو ته افتخاري جايزې ورکوي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د هدفي وژنو ښکار شوي. دا وزارت هرکال د زوړور مېرمنو نړېواله افتخاري جایزه هغه مېرمنو ته ورکوي چې په خپل هېواد کې يې د خلکو او ټولنې سمون ته اغېزمن کارونه کړي وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هغه ۷ زړورو افغان مېرمنو ته افتخاري جایزې ورکوي چې په۲۰۲۰ میلادي کال کې د هدفي بریدونو ښکار شوي. په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه جایزې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کار کوونکې فاطمه خلیل، د... Читать дальше...
داسې مهال چې ځینو هېوادونو کې د کرونا وبا پر ضد د واکسینونو بهیر روان دی، د روغتیا نړیوال سازمان د کووېډ-۱۹ویروس د مخنیوي لپاره د تدابیر په نرمولو کې د احتیاط غږ کړی دی. دا مهال په برازیل او څو اروپايي هېوادونو کې د کرونا وبا څپه په زور کې ده او لا هم دا ویروس په ګڼو هېوادونو کې د خلکو روغتیا جدي ګواښ دی. امریکا کې له ۵۴ میلیونو زیاتو خلکو د واکسینو یوه ستن کړې د روغتیا نړیوال سازمان دا خبرداری د مارچ په پنځمه داسې مهال ورکړ چې امریکا متحده ایالاتو کې د واکسینونو پروسه روانه ده او تر اوسه... Читать дальше...
د پولنډ په ختیځ کې د یوه بس د ټکر په پېښه کې ۶ اوکرایني وګړي مړه شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي. اوکرایني چارواکي وايي، دا بس چې لسګونه اوکراینیان په کې سپاره وو، نن شنبه(د کب ۱۶مه) سهار د اوکراین سرحد ته نژدې د پولنډ جنوب ختیځ ښار یاروسلاو په لمنو کې یوې کندې ته ولوېده. د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند اولېه نیکولېنکو تایید کړه چې په پېښه کې وژل شوي شپږ کسان اوکرایني وګړي دي. د پېښې د علت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي. اوکرایني کارګران پولنډ ته- چې د پام وړ اقتصادي وده لري، د کار لپاره ځي او د دې هېواد د کار مهم ځواک جوړوي.
د نړۍ د کاتولیکو عیسیویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس د عراق په نجف ښار کې له ځواکمن شیعه رهبر ایت الله علي السیستاني سره وکتل. دا عراق ته د رومن کاتولیک عیسیویانو د مذهبي مشر لومړی سفر او په نړۍ کې د کرونا د وبا له خپرېدو وروسته د پاپ فرانسس لومړی نړیوال سفر دی. پاپ د بندو دروازو تر شا په دې کتنه کې هڅه وکړه چې د سوله ییز ګډ ژوند او د عراق د عیسوي ټولنو د پیاوړي کولو پیغام ورسوي. السیستاني له لیدنې وروسته په یوه بیان کې وویل چې عراقي عیسیویان باید په سوله کې ژوند وکړي او د نورو عراقیان په څېر له... Читать дальше...
د فراه چارواکي وايي چې له ایران سره پر پوله د فراه په ګمرک کې د لګېدلي اور د وژنې لپاره هڅې روانې دي. والي تاج محمدجاهد ازادي راډیو ته وویل، اور نن شنبه (د کب ۱۶مه) له غرمې مخکې د نفتي موادو د تشولو په ځای کې ولګېد. ښاغلي جاهد زیاته کړه چې دې اور پېښه کې د ګمرک کارګرانو او کار کوونکو ته زیان نه دی اوښتی. د اور د لګېدو علت تراوسه نه دی مالوم شوی. نژدې یوه میاشت مخکې، د فراه د ګاونډي ولایت هرات په اسلام کلا بندر کې هم د تېلو لېږدوونکي سلګونه ټانکرونه وسوځېدل چې د لسګونه میلیونه ډالرو زیان یې واړاوه.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، طالب مرکچیانو له امریکايي چارواکو سره د سولې د بهیر پر چټکوالي خبرې وکړې. د دې دفتر ویاند محمدنعیم رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل. ښاغلي نعیم زیاته کړه: "په دې ناسته کې دواړو لورو د دوحې موافقې ته خپله ژمنتیا وښوده او د پوره عملي کېدو په اړه یې خبرې وکړې. Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن وویل، له انتخاباتو پرته واک ته د رسیدو بله لاره نه شته. غني د ملي شورا د دریېم کال، اولسمې تقنینې دورې د پرانیستې پر مهال همدارنګه وویل، د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د انتخاباتو د نیټې په اړه " کولی شو خبرې وکړو او پایلې ته ورسیږو" ولسمشر غني په یو ډول له هغې طرحې سره چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړاندې کړې مخالفت څرګند کړ. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي... Читать дальше...
په خوست کې د ملي یووالي په اړه په جوړه شوې یوه غونډه کې ویناوالو وویل، که چیرې ځوانان یو لاس او یو موټی شي نو کولای شي د جګړې ښکیلې خواووې او نړیواله ټولنه په دې هیواد کې د جګړې بندیدو او دایمي سولې ته وهڅوي. نور حال په دې وېډیويي راپور کې. ولایتونو ځوانانو هم برخه په کې اخیستې وه. تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
سبا یکشنبه(د کب ۱۷مه) په کابل کې د امن او ثبات کنفرانس پیلېږي. د افغانستان سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د یکشنبې په ورځ د امن او ثبات کنفرانس د حکومت د لوړ پوړو چارواکو، د ولسي جرګې یو شمېر استازو سیاسونو او اغېزمنو څېرو په ګډون پیلېږي چې د دوشنبې په ورځ به هم دوام پیدا کړې. د دې وزارت د دفتر رئیس مجیب لحاظ ازادي راډیو ته وویل، په دې دوه ورځني کنفرانس کې له کوزې پښتونخوا او بلوچستان څخه هم سیاسي فرهنګي او ولسي څېرو محمد بېلور، سردار حسین بابک، جمیله ګیلاني، اکبر هوسي،لابیه یوسفزۍ، افضل خاموش،... Читать дальше...
د افغانستان د هوا پېژندنې ملي اداره د دغه هېواد په ۲۴ ولایتونو د سختو سیلابونو او ورښتونو د راوتلو خبر ورکوي. د دې ادارې د وړاندوینې برخې مسوول محمد نسیم مرادي له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "د روانې لمریزې میاشتې په ۱۶مه به کابل، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، دایکندی، بلخ، سمنګان، بدخشان، بامیان، میدان وردګ، بغلان، کندز، تخار، پروان، پنجشیر او سالنګونو کې د سختې واورې او بارانونو احتمال شته. د ورښتونو کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي میتره پورې اټکل شوې." د ښاغلي مرادي په خبره، په کونړ، ننګرهار، پکتیا،... Читать дальше...
د انګلستان او نیوزیلېنډ ښځينه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اووره لوبو دوهمه لوبه چې تېره ورځ ناوخته ترسره شوه یو ځل بیا انګلستان ښځينه لوبډلې بريا خپله کړه. لوبه د نیوزیلېنډ په توپ وهنې پیل شوه چې په ټاکلو شلو اوورونو کې دغې لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو یې د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه. انګلېنډ ټاکل شوی هدف د لوبې په اتلسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په زیان پوره او سيالې لوبډلې ته يې د شپږو وېکټو په توپير ستره ماتې ورکړه. دوهمه لوبه هم انګلستان ګټلې وه. انګلستان د دې لوبې په ګټلو سره د یادو لوبو لړۍ په خپل نوم کړ. Читать дальше...
د جوجېستو یو ورځنۍ سیالۍ نن شنبه(د کب ۱۶مه) په هرات ولایت کې ترسره شوې. د دغه ولایت د ورزشي امريت فني او مسلکي مدیر ضیاالحق ضیا نن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې ٥٠ لوبغاړو له لسو کلپونو څخه ګډون کړی وو. نوموړي وویل چې د لوبو هدف د کب له ٢٤ مې د هرات خلکو له قیام څخه ملاتړ دی. د سرچينې په وینا په دغه لوبو کې، د قهرمانانو، هېواد او جوانان افضلي کلپونو تر نورو لوبډلو ډېر امتیازونه ترلاسه او په ترتېب سره يې، لومړی، دوهم او درېيم ځایونه خپل کړل.
په کندهار ولایت کې د سولې جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې. د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس نصیر رحماني نن شنبه(د کب ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیاليو کې د کندهار،هرات ،فراه او خوست ولایتونو څخه بېلابېلو لوبډلو ګډون کړی. د ښاغلي رحماني په خبره له کندهار څخه اتفاق او ښاروالۍ له هرات څخه اټک انرژي، له فرا څخه ابومسلم او د کندهار سپین بولدک لوبډلو ګډون کړی. نوموړي وویل چې دغه سیالۍ نن شنبه پیل او لس ورځې به دوام وکړي.
ولسمشر اشرف غني وايي، د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د انتخاباتو د نېټې په اړه خبرو ته چمتو دی. ښاغلي غني نن شنبې (د کب ۱۶مه) د ملي شورا د اولسمې تقنیني دورې د درېیم کال په پرانېستونکې غونډه کې د وینا پر مهال په دې اړه څرګندونې وکړې: "موږ چمتو یو چې د نړیوالې ټولنې تر ادارې لاندې د ټول هېواد په کچه د ازادو او شفافو انتخاباتو د ترسره کولو په اړه بحث وکړو. د انتخاباتو د نېټې په اړه هم کولای شو چې خبرې وکړو او نتیجې ته ورسېږو." دا لومړی ځل دی چې ولسمشر غني د سولې د هڅو په ترڅ کې له وخته مخکې... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان له پارلمان څخه د اعتماد رایه ترلاسه کړه. د ۳۴۰ کسیز پارلمان د ولسي جرګې په غونډه کې عمران خان یوسل او اته اویا موافقې رایې وګټلې په داسې حال کې چې ۱۷۲ رایو ته اړتیا وه. د اپوزیسیون ۱۶۰ وکیلانو دا غونډه تحریم کړه. عمران خان وروسته له دې چې د مالیې وزیر د مشرانو جرګې په انتخاباتو کې، په سنا کې د خپل سیټ په ساتلو کې پاتې راغی او په نتیجه کې یې په دې جرګه کې د ده ګوند اکثریت له لاسه ورکړ، په خپله خوښه له پارلمانه د اعتماد رایې د اخېستو غوښتنه کړې وه.
افغان ځواکونه د کندهار په پنجوایي او ارغنداب ولسوالیو کې د پنځه ویشت طالبانو د وژلو ادعا کوي. د ۲۰۵م اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول خوجه یحیی علوي نن شنبه (د کب ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې پرون جمعه په دې دوو ولسوالیو کې د هوایي عملیاتو پر مهال همدا راز ۳۶ طالبان ټپیان شوي هم دي. ښاغلي علوي په عملیاتو کې د څو ماینونو د شنډولو خبر هم ورکړ: "په میوند او ارغنداب ولسوالیو کې طالب ترهګرو د ملکيانو او پوځيانو د مرګ ژوبلې په موخه ۱۳ کړۍ ماینونه ښخ کړي وو چې د ملي اردو د انجنیرۍ د ټیم له خوا کشف او شنډ... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له لوري افغان حکومت ته د نوې طرحې له سپارلو وروسته محمد اشرف غني وايي چې د انتخاباتو له لارې پرته د واک د لېږد پر سر هېڅ ډول معاملې ته چمتو نه دی. خو په خبره يې چې د نړیوالې ټولنې په مدیریت د انتخاباتو د نېټې او د ترسره کېدو په اړه بحث ته چمتو دی. ښاغلي غني چې د شنبې (د کب ۱۶مه) په ورځ یې د ملي شورا د ۱۷مې دورې د درېیم تقنیني کال پرانېست غونډې ته وینا کوله وویل چې د سولې راتګ ته چې ملي یووالی په کې نغښتی وي، هر ډول فداکاري ته حاضر دی. نوموړي زیاته... Читать дальше...
غونډه د مارچ پر شپږمه غرمه څه د پاسه ۱۲ بجې پیل شوه چې د عمران خان په ګډون د قامي اسمبلۍ نور غړي په اسلام اباد کې د پارلېمان ودانۍ ته رسېدلي وو.
په پېښور کې د ځوانو ډاکټرانو د ټولنې یو غړی ډاکټر اشفاق خټک وايي، د فبرورۍ پر ۲۴مه چې په هیواد کې د کورونا د کنټرول ملي مرکز په ټولبند کې د نرمۍ اعلان وکړ نو ورپسې سم دستي د کورونا پېښې مخ په زیاتېدو شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سږ کال د مارچ پر اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یو شمېر زړورو ښځو ته اوارډونه ورکوي.
د منځنۍ اسيا هېوادونو لومړنۍ سوداګريز محموله د غلام خان بندر له لارې کراچۍ ته روانه شوه. د خوست مطبوعاتي دفتر نن شنبه (د کب ۱۶مه) په یو بیان کې ویلي چې له تاجکستانه خوست ته د دغې لومړنۍ ټرانزيټي محمولې تر رسېدو وروسته د غلام خان بندر له لارې کراچۍ ته ولېږل شوه. په خبرپاڼه کې راغلي چې غلام خان بندر له پاکستان سره د نورو ټولو بندرونو پرتله د سوداګرو او ترانزيټي توکو له پلوه ارزانه او لنډه لار ده. سرچينه زياتوي، غلام خان لاره دا مهال د ټرانزيټي توکو پر مخ خلاصه او هره ورځ پرې ټرانزيټي توکي تېريږي... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوي ته دنده سپارلې چې د هلمند د حجارۍ او نجارۍ فابرېکې اقتصادي وضعیت وڅیړي. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن شنبه (د کب ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه پرېکړه د دغې فابرېکې د ستونزو هوارې لپاره په یوې فوق العاده ناسته کې وشوه. نوموړي وویل چې په یاده ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، ماليې وزارت، اقتصاد وزارتونو استازو ته دنده سپارل شوې، څو د هلمند د حجارۍ او نجارۍ فابریکې مالي ستونزې او عواید وڅېړي. ټاکل شوې چې د پلاوي د څېړنو نتیجه د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي. Читать дальше...