د پولنډ په ختیځ کې د یوه بس د ټکر په پېښه کې ۶ اوکرایني وګړي مړه شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.
اوکرایني چارواکي وايي، دا بس چې لسګونه اوکراینیان په کې سپاره وو، نن شنبه(د کب ۱۶مه) سهار د اوکراین سرحد ته نژدې د پولنډ جنوب ختیځ ښار یاروسلاو په لمنو کې یوې کندې ته ولوېده.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند اولېه نیکولېنکو تایید کړه چې په پېښه کې وژل شوي شپږ کسان اوکرایني وګړي دي.
د پېښې د علت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
اوکرایني کارګران پولنډ ته- چې د پام وړ اقتصادي وده لري، د کار لپاره ځي او د دې هېواد د کار مهم ځواک جوړوي.