د امریکا متحده ایالاتو لپاره د روسیې سفیر نن د اضطراري سلا مشورې لپاره مسکو ته ستون شو. د امریکا د ولسمشر جو بایډن لهخوا د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین ته د «قاتل» خطاب کولو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړ. ولسمشر بایډن دا خبره څو ورځې مخکې په یوه ټلویزیوني مرکه کې وکړه چې وروسته ولادیمیر پوتین سم د لاسه په ځواب کې وویل چې د امریکا ولسمشر ته د ښه صحت هیله کوي. ده ویلي وو خلک هغه څه چې په ځان کې ګوري، په نورو کې هم ګوري. تر دې مخکې د امریکا په یوه استخباراتي راپور کې ویل شوي و چې... Читать дальше...
د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران په جنوب ختیځ کې په یوه بمي چاودنه کې یو تن ووژل شو او درې نور ټپیان شول. د ایرنا خبري اژانس په حواله، ایراني چارواکو دا چاودنه د هغې «ترورېستي ډلې» کار بللی چې د ایران له دښمنانو سره ارتباط لري. راپورونه وايي چاودنه د سیستان بلوچستان په سراوان سیمه کې شوې چې په وروستیو کې د تاوتریخوالي شاهده ده. د ایرنا په حواله دغه چاودنه هغې ډلې کړې چې له «نړیوال استکبار» سره ارتباط لري. دا هغه اصطلاح ده چې ایراني رسنۍ یې وخت ناوخت د امریکا متحده ایالاتو او د هغه متحدانو ته کاروي. Читать дальше...
د ننګرهار امنیه قوماندان وايي پولیس توانېدلي په تېرو دوو اوونیو کې د ترورېستانو درې لویې شبکې ونیسي. امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت، نن په جلالاباد کې رسنیو ته د دغو شبکو په اړه وویل: "په دوو اوونیو کې د ترورېستانو درې غټې شبکې چې د ترور، اختناق، په ښار کې د هرج و مرج او د ښار د ناامنیو هڅهیې کوله چې په داعش او طالبانو پورې تړلې شبکې وې، دوی ونیول شوې او د قانون منګولو ته وسپارل شوې." امنیه قوماندان وايي د دې شبکې پاتې کسان هڅه کوي چې د ناامنیو د ځینو پېښو په پلانولو سره خپل موجودیت ثابت کړي. Читать дальше...
پر سوشل ميډيا يا ټولنيزو رسنيوو ځينو خلکود کورونا واکسينو په اغېزمنتيا شکونه ښودلې خو د خېبر پښتونخوا د صحت د ادارې د عامې روغتيا د برخې مشر ډاکټر اکرام الله وايي دا شکونه بې بنياده دي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جنرال لوید استین کابل ته سفر کړی. ښاغلي استین کابل ته د سفر پر مهال له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره کتلي دي. د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په امنیتي وضعیت او تلپاتې سولې خبرې کړي. ښاغلی مینهپال زیاتوي: "په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په امنیتي وضعیت خبرې وکړې او د تاوتریخوالي په دوامیې اندېښنه وښوده. همدا ډولیې په افغانستان کې د تاتریخوالي د پای په اړه په رامنځته شوې اجماع... Читать дальше...
د امریکا دفاع وزیر تر دې مخکې په هندوستان کې و او هلته یې له خپل هندي سیال سره د هند او امریکا ترمنځ د پوځي همکاریو پر دوام خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس له وجې نور ۴۴ کسان مړه شوي دي چې ورسره د مړو ټوله شمیره ۱۳ زره ۸۴۳ ته رسیدلې ده.
د پاکستان د صدراعظم عمران خان ترڅنګ د هغه مېرمن هم په کرونا ویروس اخته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې صدراعظم خان څو ورځې مخکې د کرونا ضد واکسین لومړۍ ستن لګولې وه چې د روغتیا وزارت او نورو چارواکو په حواله پوره نهو واکسین شوی. د صدراعظم ځانګړي روغتیایي سلاکار فیصل سلطان په یوه ټویټ کې ویلي چې عمران خان ځان په کور کې له نورو جلا کړی دی. ښاغلي سلطان نن ویلي چې د صدراعظم د مېرمنې او د صدراعظم په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د دوو نورو لوړ رتبه چارواکو ټېسټ هم مثبت و. صدراعظم عمران خان تېره پنجشنبه... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لوید استین په نااعلان شوي سفر نن کابل ته ورسېد. د جمهوري ریاست یوې سرچینې چې نهغواړي نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، جنرال استین به له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم پر ځینو موضوعاتو خبرې وکړي. د امریکا دفاع وزیر تر دې مخکې په هندوستان کې و او هلتهیې له خپل هندي سیال سره د هند او امریکا ترمنځ د پوځي همکاریو پر دوام خبرې وکړې. لوید استین په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې د طالبانو او واشنګټن د موافقې له مخې ټول امریکايي ځواکونه باید د مې میاشتې تر لومړیو له افغانستانه ووځي. Читать дальше...
د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د یوې پوځي هلیکوپټرې له رالوېدو وروسته په سیمه کې د جګړو او نښتو دوام. د بهسودو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۰۱» سهار له بامیان او یو شمېر نورو ګاونډیو ولایتونو افغان امنیتي ځواکونه د ځمکې له لارې له سلګونه پوځي ټانکونو سره دې ولسوالۍ ته رسېدلي دي. دوی وايي، اوسمهال په سیمه کې حالت عادي، خو وېروونکی دی. د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی صالحي وايي: "حکومتي ځواکونو له بامیان څخه حرکت کړی او اوس د بهسودو ولسوالۍ خاورې ته دننه شوي، د سیاهسنګ... Читать дальше...
افغانانو په بلخ او نورو ولایتونو کې د نوروز جشن په لمانځلو سره ۱۴۰۰ هجري کال پيل کړ. د څه باندې ۴،۵۰۰ کسانو په ګډون د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې حضرت علي ته په منسوب زیارت کې د جهنډې په پورته کولو سره د نوروز تر ټولو لوی جشن پیل شو. په دغو مراسمو کې د بلخ والي فرهاد عظیمي تېر ۱۳۹۹ لمریز کال افغانانو ته یو ناخوښ او د ننګونو ډک کال وباله، خو هغه ویېویل چې تمه لري په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به په هېواد کې سوله تأمین شي او پراختیايي پروژې به پلې شي. هغه وویل: "هیله لرم چې د نوې پېړۍ په پيل سره زموږ په هېواد کې هم یوه نوې څپه پرانیسل شي. Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست، په کونړ ولایت کې له انسان تښتوونکو د یوه سوداګر د خلاصون خبر ورکړ. دغه ریاست نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د عصمتالله په نوم دغه سوداګر ۱۵ ورځې مخکې په جلالاباد کې تر تښتونې وروسته د کونړ شیګل ولسوالۍ ته لېږدول شوی و. دغه ریاست د عملیاتو په جریان کې د دوو انسان تښتوونکو د نیولو خبر هم ورکړی دی. په هغه وېډیويي کلېپ کې چې ملي امنیت رسنیو ته لېږلی، خوشې شوی سوداګر عصمتالله وايي: "زما له کورنۍ څخهیې د ۳۰ لکه افغانیو غوښتنه کړې وه، د والي صاحب، په ځانګړي ډول... Читать дальше...
ترکیې پرون ناوخته د سوریې د شمال پر هغه ساحه چې د کرد ملېشهوو په کنټرول کې ده، هوايي حملې پیل کړې. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې نن وویل، د ترکیې یوې جټ الوتکې د سوریې د عین عیسی سیمې په سیده کلي کې د ډیموکراتیکو ځواکونو پوځي سنګرونه ویشتلي دي. د دې څارونکې ډلې په خبره دا د «سولې پسرلي تر عملیاتو» وروسته لومړۍ حمله ده. ترکیې دغه پوځي عملیات د ۲۰۱۹م کال په اکټوبر میاشت کې د خپلو سوریايي متحدانو په همکارۍ د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو پر ضد د سوریې په شمال کې پیل کړي وو. د ترکیې عملیات وروسته... Читать дальше...
په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتېدو څو هېوادونه اړ کړل چې د شنبې په ورځ د ټولبندۍ نوي تدابیر عملي کړي. په پاریس او د فرانسې په ځینو نورو سیمو کې پرون د یوې میاشتې په مخه نیمه ښاربندي نافذه شوه. ویل کېږي چې نوي تدابیر به د دې هېواد له درې برخو څخه یوه برخه وګړي اغېزمن کړي. پولنډ هم د درې اوونیو په مخه نیمه ښاربندي اعلان کړه چې ورسره به په دې هېواد کې سوداګریز مرکزونه، هوټلونه، ښوونځي او د سپورټ جېمونه تړلي وي. په اوکراین کې پلازمېنه کیف له حیاتي اړتیاوو پرته بشپړ تړل شوی او... Читать дальше...
د برما په مرکزي برخه کې نن ډاکتران او نرسان د اعتراض په ډول لارو سړکونو ته راووتل. دا لاریون وروسته له هغې وشو چې له پرون راهیسې پر کودتا ضد اعتراض کوونکو یو وار بیا مرګوني فشارونه راوستل شول. تېره میاشت تر پوځي کودتا وروسته چې ملکي رهبره انګ سان سوچي یې له واکه وپرځوله، په برما کې په ملي سطحه مظاهرې کېږي او مظاهرهچیان د ډیموکراسۍ بېرته اعاده غواړي. د سرچینو په حواله تر پوځي کودتا وروسته نږدې ۳۵۰ کسان وژل شوي او تر ۲،۳۰۰ زیات نور نیول شوي دي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر به خورا زیات وي. امنیتي... Читать дальше...
په جلالاباد کې نن دوو جلا چاودنو یو تن وواژه او یو تن ټپي کړ. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په رالېږل شویو معلوماتو کې ویلي چې نن سهار د جلالاباد ښار په دوهمه ناحیه کې چاودنه وشوه چې پهکې د جلالاباد ښاروالۍ یو کارکوونکی ووژل شو. په همدې مهال د جلالاباد ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې هم چاودنه وشوه چې یو تن ملکي وګړی ټپي شو. د دغو چاودنو مسؤلیت لا چا نهدی منلی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هیله وښوده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی به وکړای شي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر لار اغېزناک رول ولوبوي. د وزارت په وینا، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون له ژان ارنو سره په ټیلیفوني تماس کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت بحث وکړ. د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلي ارنو ډاډ څرګند کړی چې د خپل نوي مأموریت له لارې به وکړای شي یو وار بیا د سولې راوستلو لپاره خپلې تجربې وکاروي. فرانسوی ډیپلومات ژان ارنو چې تر ۳۰ کلونو... Читать дальше...
د پاکستان او افغانستان د ترينګلو اړیکو له امله دوه اړخيزه تجارت له ۲۰۱۰ز کال راهیسې کال په کال کم شوی او اوسمهال تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی. د دې لاملونه د اوږدمهاله ويزو نشتوالی، په بندرونو کې د مالونو د ساتنې لوړ نرخونه او د افغان حکومت هغه پالیسي ده چې د پاکستان پر ځای يې د منځنۍ اسيا له ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې پراخې کړې دي. خو اوس پاکستان کوښښونه پیل کړي چې د افغانستان پر لار له منځنۍ اسيا سره سوداګري ډېره کړي. په دې لړ کې د شته فرصتونو او خنډونو په اړه د بشير ګواښ ويډيويي راپور وګورئ.
یو شمېر اروپایي هېوادونو چې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتېدو یوه نوې څپه پهکې پیل شوې، پرون شنبې نوي بندیزونه ولګول. په پاریس او د فرانسې په یو شمېر نورو ښارونو کې د کرونا وبا له امله د یوې میاشتې په مخه نیمه ټولبند جاري شوی چې نږدې د دې هېواد یوه درېیمه برخه وګړي اغېزمنوي. پولنډ د درې اوونیو په مخه نیمه ټولبند جاري کړی چې په نتیجه کې بهیې د خرڅلاو لوی مارکېټونه، هوټلونه، حوضونه، سپورټي جمنازیمونه او ښوونځي تړلي وي. په اوکراین کې له دکانونو پرته چې د خلکو د اړتیا وړ لومړني مواد پلوري، نور... Читать дальше...
په زرګونه کسانو پرون په ترکیه کې مظاهره وکړه او د دې هېواد له ولسمشر رجب طیپ اردوغان څخهیې وغوښتل چې له تاوتریخوالي د ښځو د خوندیتوب لپاره د اروپایي ټولنې له کنوانسیون څخه د وتلو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي. ترکیه لومړنی هېواد و چې د اروپایي ټولنې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او کورني تاوتریخوالي سره د مبارزې دغه کنوانسیونیې په ۲۰۱۱ کال په استانبول کې د وزیرانو د کمېټې په غونډه کې لاسلیک کړی و. دغه مظاهرې په استانبول، انقره او ازمیر کې ترسره شوې. د استانبول په مظاهرو کې یوه ګډونوال... Читать дальше...
د امریکا مرستیال ولسمشرې کمالا هرېس د تانزانیا لومړنۍ ښځینه ولسمشرۍ سامیه سولوحو حسن ته د دندې د پیلولو مبارکي ورکړې ده. وروسته له هغې چې سولوحو حسن د مارچ په ۱۹مه د تانزیانیا د ولسمشرۍ په توګه لوړه وکړه، هرېس پرون په یوه ټویټ کې کې ولیکل چې هغې ته ښې هیلې غواړي او ویلي یې دي چې متحده ایالات چمتو دی چې له تاسو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړي کېدو لپاره کار وکړي. وروسته له هغې چې د دې هېواد ولسمشر جان ماګوفویلي څلور ورځې مخکې مړ شو، سولوحو حسن د دې هېواد مرستیال ولسمشره وه.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰ اوریزو سیالیو درېیمه لوبه هم پرون له زېمبابوې وګټله. د افغانستان ټیم د زېمبابوې ټیم ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان ټیم د زېمبابوې لوبډلې ته د ۱۸۴ منډو هدف ټاکلی و چې دغه هدفیې پوره نهشو کړای او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې. افغانستان له دې وړاندې په دوو نورو ۲۰ اوریزو لوبو کې هم زېمبابوې ته ماتې ورکړې وه. افغانستان په دغو لوبو کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبو لړۍ هم ترسره کړې چې یوهیې ګټلې او یوهیې بایللې ده.
په مزار شریف کې د نوي کال، نوروز جشن پیل شو. په هغو مراسمو کې چې حضرت علي ته منسوب زیارت په روضه کې جوړ شوي، په زرګونه کسانو ګډون کړی دی. د بلخ والي فرهاد عظیمي دغو مراسمو ته په وینا کې له خلکو وغوښتل چې د امنیت په ټینګښت کې له سیمهییزې ادارې سره همکاري وکړي. د بلخ امنیتي چارواکي وایي، د نوروز د جشن لپارهیې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په مربوطاتو کې د چاودېدونکو موادو ډک موټر د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت ویاند طارق ارین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا موټر تېر ماښام د کابل په ارغندې سیمه کې د کابل د ګډو امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوی او خنثی شو. د یوې احتمالي خونړۍ پېښې مخه داسې مهال نیول شوې چې خلک نوی لمریز کال لمانځي. ښاغلي ارین وویل چې د نوروز د مېلو د امنیت ټینګولو لپاره امنیتي ځواکونه په ټولو سیمو کې فعال دي.
د پکتیا د ولایتي شورا یو غړی سردار خان ملنګزوی د نامعلومو وسلهوالو په برید کې وژل شوی. د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېر ماښام د ګردېز ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. ښاغلی امیري زیاتوي: "ماښام پاو باندې شپږ بجې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ولایتي شورا غړی ملنګزوی صاحب د نامعلومو وسلهوالو لهخوا په ډزو ویشتل شوی چې په ډېره خواشینۍ سره ملنګزوی صاحب ووژل شو او دوه ساتونکي یې ټپیان دي." تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نهدی منلی. Читать дальше...