Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د علیپور ضد د افغان ځواکونو عملیات؛ امنیتي ځواکونه 'بهسود ولسوالۍ' ته رسېدلي

د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د یوې پوځي هلیکوپټرې له رالوېدو وروسته په سیمه کې د جګړو او نښتو دوام.


د بهسودو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۰۱» سهار له بامیان او یو شمېر نورو ګاونډیو ولایتونو افغان امنیتي ځواکونه د ځمکې له لارې له سلګونه پوځي ټانکونو سره دې ولسوالۍ ته رسېدلي دي.


دوی وايي، اوس‌مهال په سیمه کې حالت عادي، خو وېروونکی دی.


د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی صالحي وايي: "حکومتي ځواکونو له بامیان څخه حرکت کړی او اوس د بهسودو ولسوالۍ خاورې ته دننه شوي، د سیاه‌سنګ په سیمه کې چې د اولې حصې اړوند ده هلته لا نه‌دي رسېدلي، تر اوسه کومه ستونزه نه‌ده پیدا شوې او حالت نورمال دی، د قوماندان عليپور هغه پوستې چې د حاجي‌ګک په کوتل کې وې هغه هم پورته شوي او نوموړي ساحه پرېښې ده."


د میدان وردګو ولایتي شورا هم د سیمې د خلکو خبره تأییدوي.


د دې شورا غړی شریف‌الله هوتک له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، امنیتي ځواکونه د بهسودو ولسوالۍ ته رسېدلي دي، خو وضعیت عادي دی.




تېره ورځ د یوې امنیتي سرچینې له‌خوا ازادي راډیو ته په یوې استول شوې وېډیو کې هغه څرخي الوتکه ښکاري چې د چهارشنبې په شپه په بهسود ولسوالۍ کې رانسکوره شوه.


د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ۹ کسان ووژل شول چې ۴ تنه پیلوټان او ۵ تنه نور امنیتي سرتېري ول.


د افغانستان ملي وزارت وايي وژل شوي پیلوټان عبدالکریم رحیمي، فضل وهاب امیري، محمد انور عمر او محفوظ نېکزاد وو چې د جمعې په ورځ‌یې جنازې خاورو ته وسپارل شوې.


تیره ورځ امنیتي او دفاعي چارواکو وویل غورځول شوې هلیکوپټره د عليپور کسانو ویشتې.


د افغانستان په میدان وردګو کې سیمه‌ییز قوماندان عبدالغني علیپور چې افغان حکومت‌یې د غیر مسؤله وسله‌والو په لرلو تورنوي، کسانو هم تأييد کړې ده چې ښايي یاده هلیکوپټر د دوی په ډزو نسکوره شوې وي.


امنیتي او دفاعي چارواکو د پېښې د غچ د اخیستنې ګواښ کړی دی.


د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې له پېښې وروسته د ملي اردو په یوه هوايي حمله کې د علیپور ۱۲ وسله‌وال وژل شوي دي.




د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل: "افغان امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې په هغه کسانو چې باج‌ګیري کوله او غیر مسؤل وسله‌وال وو، عملیات کړي او تر دا مهاله‌یې ۱۲ کسه وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه بهسودو ولسوالۍ ته د امنیت او ثبات د بېرته راګرځولو لپاره سخت کار کوي."


له ښاغلي امان څخه مو بهسودو ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو د رسېدو پوښتنه هم وکړه، خو نوموړي په دې اړه څه ونه‌ویل.


موږ هڅه وکړه چې په بهسودو ولسوالۍ کې له قوماندان عليپور سره د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شو.


عبدالغني علیپور د ۱۳۹۷ لمریز کال په قوس میاشت کې د خپل‌سرو وسله‌والو فعالیتونو په تور په کابل کې ونیول شو، خو په غبرګون کې يې په پلازمېنه کې د مظاهرو او ګډوډیو نه وروسته د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په ملاتړ له بنده خوشې شو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus