د هرات ولایت پولیسو د شرابو یوه کارخانه ویجاړه کړه. د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ګذره ولسوالۍ کې پر یوې کارخونې د برید په نتیجه کې یو زرو ۹۰۰ کیلوګرامه تخمیر شوي کشمش او ۲۹ لېټره شراب ونیول. پولیسو د شرابو د کارخانې وسایل له منځه یووړل،خو د ساتنې او جوړولو په تور یې څوک نه دي نیولي.
په غزني او پنجشیر ولایتونو کې به دوو جلا جلا پېښو کې څه د پاسه څلوېښت کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول. په لومړۍ پېښه کې پولیسو د غزني ولایت په مرکز کې د نشه يي موادو پر یوې ذخیرې د برید په نتیجه کې ۲۳ کیلوګرامه چرس ونیول. له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د رسنیو دفتر وايي چې پولیسو په دوهمه پېښه کې د پنجشیر ولایت په بازارک سیمه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱۹کیلوګرامه چرس ونیول. د دې موادو د ساتنې او انتقال په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.
په بدخشان ولایت کې د څه د پاسه سل کیلوګراموه نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیول شوه. د بدخشان ولایت امنیه قوماندان محمد صادق مرادي ازادي راډیو ته وویل، پولیسو ۱۴۰ کیلوګرامه چرس ونیول چې له بهارک ولسوالیه یې په یوه بار وړونکي موټر کې د وردوج ولسوالۍ له لارې له هېواده بهر قاچاق کول. د موټروان په ګډون دوه کسان هم د دې موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
بلوڅ فعالانو د مارچ په دریېمه د پاکستان کراچۍ ښار کې د ایران پر پوله د ۳۵ بلوڅو ټبرو د وژلو په غبرګون کې لاریون وکړ. نور جزئیات په دې ویډیويي راپور کې:
د امریکا د متحدو ایالاتونو د کالیفورنیا ایالت په یوه ژوبڼ کې ۹ غټې بیزوګانې د کووېډـ۱۹ ناروغۍ پرضد واکسین شوې. دا په نړۍ کې لومړني ژوي دي چې په دومره لوی شمېر کې واکسین کېږي. د ساندیاګو د ژوبڼ چارواکو نن وویل چې ۴ اورانګوټان او ۵ بونوبو بیزوګانې په وروستیو اوونیو کې په کرونا ویروس اخته شوې وې. د دغه ژوبڼ ویاندې دارلا داویس (Darla Davis) د برېښنالیک له لارې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغو نهو بیزوګانو ته ازمېښتي واکسین ورکړل شوی. د هغې په وینا دغه واکسین په لومړیو کې سپیانو او پیشوګانو ته جوړ شوی و. Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالاتونو هیله وښوده چې ایران به پر اټمي موضوع «ګټورو خبرو» ته ستون شي. دا هیله وروسته تر دې وښوول شوه چې د واشنګټن اروپايي شریکانو موافقه وکړه چې د اټمي انرژۍ په نړیواله اداره کې پر تهران د سانسور پلان لغوه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس (Ned Price) پرون پنجشنبه (د کب ۱۴مه) وویل، واشنګټن خوشحاله دی، ځکه وروسته له هغې چې ایران د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي موافقې د راتلونکي په باب ځینې هڅوونکې اشارې ورکړې، نو اروپايي شریکانو هم موافقه وکړه وکړه چې پر ایران له انتقاده لاس واخلي. Читать дальше...
عمران خان دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د مارچ پر درېیمه په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف او د اېتلافي ګوندونو پر اکثریت سربېره، د اپوزیشن ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ نوماند یوسف رضا ګېلاني له اسلام اباده د سېنېټ غړی منتخب شو.
ولسمشر اشرف غني او په کابل کې د اروپايي ټولنې د غړو او ځینو نورو هېوادونو سفیرانو د افغانستان د سولې د پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړې. ارګ په یوه بیان کې وايي، دې غونډه کې چې پرون پنجشنبه (د کب ۱۴مه) جوړه شوه د سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع او نورو مسایلو په اړه بحث وشو. د ارګ په بیان په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. په همدې حال کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر ټویټر لیکلي دي چې له ښاغلي غني او د ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح سره د اروپايي ټولنې... Читать дальше...
د بې پولو خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د خبریالانو د وژنو د بندېدو غوښتنه کړې. د دې ټولنې د افغانستان او ایران د څانګې مسوول رضا معیني پرون پنجشنبې (د کب ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره عاجلو او عملي اقداماتو ته اړتیا شته. ښاغلي معیني زیاته کړه: "موږ له افغان چارواکو دې برخه کې جدي څېړنې غواړو او له نړیوالې ټولنې، په تېره له امریکا، جرمني او فرانسې غواړو چې د جرمونو د نړیوالې محکمې په تحقیقاتو کې د دې جنایتونو د ور زیاتولو په هدف د بې پولې خبریالانو... Читать дальше...
په افغانستان کې د استېناف یوې محکمې د کابل پوهنتون د تروریستي حملې د عامل او طراح د اعدام حکم تایید کړ. د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د عادل د اعدام حکم په بګرام زندان کې د تروریستي جرایمو د څېړنې د استېناف محکمې له خوا تایید شو. ښاغلي قویم زیاته کړه: "د کابل پوهنتون د تروریستي حملې عامل او طراح عادل چې په ارش او طلحه مشهور و، مخکې اړوندې ابتداییه محکمې په اعدام محکوم کړی و. دا حکم اوس د استېناف محکمې له خوا تایید شو." د روان کال په لړم میاشت... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څېړونکی توماس اندریو وايي چې د میانمار پوځ په تېره فبروري میاشت کې له پوځي کودتا وروسته اعتراض کوونکي وژلي، وهلي او په غیرقانوني ډول يې نیولي دي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه (د کب ۱۵مه) پر میانمار د وسلو نړیوال بندیز او پر پوځ یې اقتصادي بندیزونه ولګوي. امنیت شورا به همدا راز دا قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ای سي سي ته راجع کړي. خو ښاغلي اندریو په جنیوال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل راپور کې د نورو پراخو... Читать дальше...
د ارمنستان په پارلمان کې د اپوزیسیون د یوې ډلې مشر وايي چې له صدراعظم سره د وختي پارلماني انتخاباتو په اړه خبرو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې. نیکول پاشینیان چې له سیاسي بحران او د پوځ له خوا د استعفا له غوښتنو سره مخامخ دی، ویلي دي چې ناڅاپي انتخاباتو ته تیار دی، خو په دې شرط چې اپوزیسیون هم د ځانګړو شرایطو منلو ته چمتو شي. په پارلمان کې د اپوزیسیون د ډلې مشر ایدموند ماروکیان له پاشینیان سره له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې خبرې وشوې خو موافقې ته ونه رسېدل. د ارمنستان سیاسي حالات سخت کړکېچن... Читать дальше...
د ازادي راډیو د تاجکي څانګې پر دوو خبریالانو په پلازمېنه دوشنبې کې د تېلو د بیو د لوړېدو په اړه د راپور جوړولو پر مهال برید وشو. پر شهلا عبدالله او ملا رجب یوسفي پرون د مارچ په څلورمه په داسې حال کې برید وشو چې د تېلو په یوه ټانک کې یې له یوه ډرېور سره مرکه کوله. دواړه ژورنالیستان وايي، د تېلو د ټانک یوه کار کوونکي دوی ته وویل چې مرکه دې بنده کړي، بیا راغی، شهلا عبدالله یې پورې وهله او هڅه یې وکړه چې د هغې د کمرې لېنز بند کړي. وروسته کله چې یوسفي په خپل موبایل ټیلیفون د دې جریان ویډیو اخېستله... Читать дальше...
هندوستان ټایمز هندوستان ټایمز ورځپاڼې د چابهار بندر په باب لیکنه خپره کړې چې هندوستان د پنجشنبې په ورځ وړاندیز وکړ چې دغه بندر دې له شماله جنوب ته د نړیوالو انتقالاتو په نړیوال دهلېز کې چې موقعیت یې هم سټراتیژیک اهمیت لري، شامل کړای شي. هندوستان تمه لري چې د ایران له لارې له روسیې او ځینو نورو هېوادونو سره ونښلي. د دې ورځپاڼې په لیکنه، نوي ډیلي دغه راز له ازبکستان او افغانستانه غوښتنه کړې چې د دغه دهلېز په څو اړخیزه پروژه کې برخه شي. ورځپاڼې د هندوستان د بهرنیو چارو د وزیر 'اېس. جې... Читать дальше...
پاکستاني چارواکو د کرکټ د سوپر لیګ لوبو د ځنډولو اعلان وروسته له هغه وکړ چې د یو شمېر لوبډلو د غړو او کار کوونکو د کرونا ټېسټ مثبت راووت. د پاکستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وسیم خان پرون پنجشنبې (د کب ۱۴مه) په یوه خبري غونډه کې چې جریان یې د بورډ پر رسمي وېب پاڼه خپرېده دا اعلان وکړ: "دا اوس زموږ او د دې لوبو د امتیاز د خاوندانو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه ده. نو ځکه موږ پرېکړه وکړه چې دا لوبې وځنډوو. موږ حالاتو ته ګورو او هیله من یو چې دا لوبې به په راتلونکي کې ترسره کړو." وسیم خان وویل، ټول... Читать дальше...
ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د جګړو د ختمولو او د اوربند د ټینګولو په چاره کې د اقتصادي همکاریو د سازمان یا ایکو رول مهمه وباله. د ایکو سازمان د افغانستان، ایران، پآکستان، تاجکستان او ترکیې په ګډون لس غړي لري چې ۱۴مه سرمشریزه یې پرون پنجشنبه (د کب ۱۴مه) مازیګر په انلاین ډول جوړ شوه. ښاغلي غني دې غونډې ته د وینا پرمهال وویل:"له یو پراخ اوربند څخه ستاسو ملاتړ، داسې چې په دوحه کې روانې خبرې چټکې کړي، ډېر اړین دی. موږ د افغانستان خلک له ۴۲ کلونو راهیسې د سولې له اساسي حق څخه بې برخې شوي یو. هغه... Читать дальше...