په غزني او پنجشیر ولایتونو کې به دوو جلا جلا پېښو کې څه د پاسه څلوېښت کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
په لومړۍ پېښه کې پولیسو د غزني ولایت په مرکز کې د نشه يي موادو پر یوې ذخیرې د برید په نتیجه کې ۲۳ کیلوګرامه چرس ونیول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د رسنیو دفتر وايي چې پولیسو په دوهمه پېښه کې د پنجشیر ولایت په بازارک سیمه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱۹کیلوګرامه چرس ونیول.
د دې موادو د ساتنې او انتقال په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.