د ازادي راډیو د تاجکي څانګې پر دوو خبریالانو په پلازمېنه دوشنبې کې د تېلو د بیو د لوړېدو په اړه د راپور جوړولو پر مهال برید وشو.
پر شهلا عبدالله او ملا رجب یوسفي پرون د مارچ په څلورمه په داسې حال کې برید وشو چې د تېلو په یوه ټانک کې یې له یوه ډرېور سره مرکه کوله.
دواړه ژورنالیستان وايي، د تېلو د ټانک یوه کار کوونکي دوی ته وویل چې مرکه دې بنده کړي، بیا راغی، شهلا عبدالله یې پورې وهله او هڅه یې وکړه چې د هغې د کمرې لېنز بند کړي.
وروسته کله چې یوسفي په خپل موبایل ټیلیفون د دې جریان ویډیو اخېستله نو بریدکوونکی د هغه خوا ته راغی، ورته ویې ویل چې د خپلې کمپنۍ له خوا له لیکلي مکتوب پرته د ده په ودانۍ کې د فلم اخېستو اجازه نه لري.
یوسفي ورته وویل چې د ده د ودانۍ فلم نه اخلي، بلکې له هغو ډرېورانو سره مرکې کوي چې د پټرولو د بیو له لوړېدو سر ټکوي.
یوه ډاکټر وروسته د یوسفي د مخ د وړو ټپونو علاج وکړ. د دوشنبې ښار د سینو سیمې پولیسو د پېښې په اړه ابتدايي تحقیقات پیل کړي دي.